غشي د ښکاري



دا دي غشي د ښکاري چې ښکار پرې کاندي
که مژګان د ښکلي يار دي نښه زه يم
 
تورې زلفې يې چې باد شانه وانه کا
خپل زړګى له لاسه ورکړمه بې زړه يم
 
چې د اور په لمبو ځان مې غورځولى
بس همداسې تک تور سوى سکاره ښه يم
 
ستا د ياد ستوري زما په سينه ښکاري
تور اسمان د تروږمۍ په اوږده شپه يم
 
دا زه نه يمه د روح مې هديره ده
د خپل ځان يادګار په شان د مړيستانه يم
 
چې پښتو وايم اغياره نو بيا پوه شه
د غيرت د ازادۍ په قبيله يم
 
يوه ورځ به بيا راهسکه کړمه غاړه
که څه نه وايمه ستړى يم ويده يم
 
که په لاره زما يو ځل اشنا راشي
قدم ګير يې په باڼه يم په ليمه يم
 
د غاښونو مې دلبر ته انتظار دى
ګومان مه کوه چې خوله په خنديده يم
 
سمندر يمه زړګي ته وربللى
سترګې تورې د کارتوسو په رانجه يم
 
ته به وايې مومند سپينې مټې غواړي
زه مين په تور ټيکري لمن اوږده يم