
لنډۍ د پښتو و لسي اد ب هغه صنف دی ، چې ان
په نړیوالو ادبیاتو کې هم یو پېژندل ، منل
شوی ، لنډ، خوږ ، روان ، له د رنګه رنګ مسایلو ډک او بې سری شعر دی .
شاعر یې مالوم ندی او له یو ه نسل نه بل نسل
ته خوله په خوله پاتې شوی .
پښتو لنډۍ ( ټپې ) ډیری د پښتنو میرمنو لخوا
ویل شوې او د هغوی احساس پکې غالب دی .
فلکلور پيژندونکي وایي : « فلکلور د یوه ملت
له روح څخه غبارت .» او یا دا چې د یوه ملت خو یونه ، عادتونه ، روجونه ، کرکې ،
انګېرنې ، عقید او نور مسایل فلکلور بلل
کیږي .
نو دا چې یو شمېر نړیوال داسې فکر کوي ، چې
پښتنه نه یوازې د علم او زده کړې سره مینه نه لري بلکې د دغه کار خلاف هم دي . اوس
به د دغې خبرې د ثبوت لپاره د پښتنو د
زړونو ،
فکرونو ، موزونو او خوږو خبرو ( لنډیو )
کې و ګورو ، چې ر یښتیا هم پښتنه همدا خوی لری؟ او یا د ذکر شوی فکر پلوی
خلک غلت پوه شوي ؟
لومړۍ به هم د یوې داسې پښتنې مېرمنې د زړه
خبرې واورو ، چې ښکاري کونډه ده ، په خورا غربت کې ژوند تېروي ، پردۍ جامې ګنډي او
بیا هم پخپل ماشوم زوی په څومره خوږو الفظو د زده کړې غږ کوي :
بچیه! سکول نه قرار نشې
زه به پردۍ جامې ګنډم تا به ساتمه
په دې ډول ثبتیږي ، چې پښتنه نه یوازې د علم
اړ زده کړې سره مينه لري ، بلکې د زده کړې په ارزښت هم پوه شوي او دغه لار د پر
مختګ سر چنه بولي :
چې وایه ، وایه سبق وایه
که لوی افسر شوې ما به تا ته در کوینه
یا:
ته سبق وایې
ما نه پاتې
ته به افسر شې زه به خاورې ایرې شمه
که پښتنو پېغلو یو پلو خپل مینان د هېواد د
ازادۍ په خاطر له سر ښېندنې ندي دریغ :
که په مېوند کې شهېد نشوې
خدایږو لالیه ! بې ننګۍ ته دې ساتینه
خو بل پلو یې بیا لوړو زده کړو ته په ځانګړی
ډول لوړو زده کړو ته د سپنې خولې د ور کړې په ژمنه تشویق او هڅو لي دي :
که پوهنتون ته کامیاب نشوې
د دولسم په سویه خوله نه در کومه
پدې تو ګه په پښتو لنډیو او نورو ولسي
ادبیاتو کې ګڼ شمېر بېلګې شته ، چې د غلم ، کتاب ، قلم ، ښوونکي ، زده کوونکې ،
مکتب او نورو درسي ځایونو ، درسی موادو او پدې برخه کې بوختو کسانو سره مینه پکې
ښودل شوې او دغو چارو او کسانو ته په ور پېښو ستونزو او مشکلاتو ویر شوی .
غواړم خپلې خبرې د یوه وژل شوي مکتبي هلک په
حال ویل شوې مرثیه پای ته ورسوم او په افغانستان کې د غلم او فرهنګ د غوړېده په
هېله .
چې مکتبي وړکی دې مړ کړ
او س یې در ټول که پاڼې پاڼې کتابونه
۱۹
/ ۶ /