نړۍ داکټوبرپه 2مه نېټه :

 
_ په1836 زکال کې چارلزډاروين ، په يوه بېړۍ کې له څه کم پنځه کلنوسفر وروسته بېرته راستون شو ، چې له ځانه سره يې دتکامل تيورۍ پايلې راوړي وې .

_ په1870 زکال کې  (( روم )) دمتحدې ايټاليا پلازمېنه وټاکل شوه .
_ په1936 زکال کې په متحده اياﻻتو کې د(( وچ قانون )) دبدلولو له امله بيا په دې هېواد کې دالکولي څښاک په توليدپيل وشو.
 
Spiegel-Cover 45-2004.JPG
_ په1946 زکال کې په جرمني کې د دېرشپيګل Der Spiegel(هندارې ) مجلې لومړۍ ګڼه له چاپه راووته .
 

_ په1869 زکال کې مهاتما ګاندي Mohandas Gandhiدهندسياسي ﻻرښود، چې له انګريزي استعمارسره يې مبارزه کوله ، زېږيدلی . په دې مبارزه کې دده يوبل لوی ملګری او دعدم تشدد دسياست په پلي کولو مرستندوی _ فخر افغان خان عبدالغفارخان  و .