شعر د سولي څخه غوښتنه



توره تياره ده لاره ورکه روڼ مشعل سه سوليسالو د پيغلي ؤ د ځوان د پګړۍ ول سه سولي

د ډيره وخته يو سوځلي د نفاق اورونوبس ته رادرومه د زخمونو مو درمل سه سولي

د هر افغان په خوله کښي ده ستا د نامه زمزمهته يې پدې ويجاړ وطن کښي ځل ؤ بل سه سولي

ورځ د اختر به سي پر موږ که راغلې زموږ تر کالهد يو ښه دوست په شاني مو دلاري مل سه سولي

ستا د نامه ذکر په قران کښي ((حُجري)) ليدلىته مو ملګرې هر قدم ؤ پر هر پل سه سولي