دلوی څارنوال دپام وړ!

ښاغلی لوی څارنوال! ستاسې له ګومارنې سره دولس ډېرې هېلې تړلې وې.هيلې وې چې نوربه په هېوادکې اداري درغلۍ،غلاوې،فسق اوفجور اونارواوې ځای ونلري.ادارې به پاکې شي،حق به حقدارته رسيږي.ظالمانواوخاينانوته به سزاوې ورکړل شي.چې له دې سره به راپېښې ناندرۍ پای ته ورسيږي اوپه ټوليزه توګه به امنيت تامين شي!
ښاغلی څارنوال،خومتاسفانه،دورځوپه تېريدوسره هغه هيلې،چې له تاسې نه خلکودرلودې،له خاوروسره خاورې شوې!ستاسې لخوادناوړيوچارواکيونيول اوبېرته خوشې کېدل،دولس په منځ کې يولړشکونه راپيداکړل.دغوشکونوستاسې پرمقام او شخصيت باندې خلک شکمن کړل.اوله فساد سره موجهادناکام غوندې وګڼل شو.خوبياهم څوورځې وړاندې دکورنيوچاروپه وزارت کې داداري درغليوپه توردنوموړي وزارت(اداري رئيس)نيول،بيادځينوخلکوپه منځ کې هيلې راپيداکړي دي.
ښاغلی څارنوال، تاسې دکورنيوچاروپه وزارت کې له فساداو مافيانه ډېر ښه خبرياست! هلته داجراتودنه کولوپه اړه هم مالومات لرئ. هغه چوکۍ چې په لکونو ډالروخرڅيږي،هغه هم درته ښې مالومې دي!خو بياهم ددغه ځای په اړه ستاسې اجرات ديادونې وړ ندي!
ښاغلې لوی څارنوال،تاسې به خبرياست،چې په ځينووزارتونوکې داسې خلک شتون لري،چې په تښتولواودمخدره توکيوپه سوداګرۍکې ترستوني غرق دي! تجارتي قاتلان دي،دانسان وژنه او اختطاف ورته هډوڅه کارنه ښکاري!ددولت نوم بدوي،خلک بې ځايه ځوروي!اودمافياپه مرسته ناوړه چارواکي حمايه کوي او وطندوست چارواکي له پښونه غورځوي. رنګارنګ توطيې اودسيسې جوړوي! ددولت او ولس ترمنځ فاصلې رامنځته کوي.
خوبيا هم تاسوځانونه ويده اچولې دي.هيڅ ډول اقدامات نکوئ،اياتاسو هم دغوبانډونوتراثر لاندې راوستلی؟اوياموله دغوغلوسره دتوافق لاره خپل کړه؟ اودبوجۍ خوله موورسره ونيوله ؟ که داسې نه وي، نو تاسی ولې پردغوکسانوپرده اچوئ او نه يې نيسئ؟ اوهغه کسان چې مونيولي يوهم محکمې ته نه راکښوئ؟
ښاغلی څارنوال! په هرصورت، هيله ده چې دکورنيو چارو اوځينونورووزارتونودچارواکيوپه اړه هم دزړه له کومې اودهېوادنۍ مينې پر اساس اقدام وکړئ.اوهغه غټ خيټي مشران چې دين، وطن،ناموس،ملي شتمني، ملي ارزښتونه ورته هيڅ مانا نلري اويواځې پيسې يې دين او ايمان دی! اميددی،چې هغوی هم دتوروتمبوشاته واچوئ! اوله دغوبلاوو اوغټ خېټورشوتخورونه موخلاص کړئ! (وږی ١٣٨٦)