زما په فکر په ټوله نړۍ کې له دوو لارو خلک پر دندو ګومارل کيږي: غيرقانوني لارې ( غوړه مالي، واسطه، روابط...) اوبله انساني وړتيا، چې قانوني لاره ورته ويلاى شو! د وړتيا له مخې ډېر کم خلک مقرريږي خو په غير قانوني لاروباندې ډېرى وګړي پر چوکيو ناست دي !
په کومه ټولنه کې چې دپرمختګ اصل وړتيا نه وي،نو هغه ټولنه داسې وي، لکه دا زموږه ټولنه،چې له ستونزو مو سرنه خلاصيږي او خداى خبر چې دا لړۍ به لا ترکومه روانه وي؟
راځم، کرزي صيب ستاسې ادارې ته، ستاسې دلته ډېر کم خلک دخپلې وړتيا له مخې ګومارل شويدي. د يوه او بل په خولو او واسطو مقرر شوي خلک بې شمېره دي!
څه سر به مو خوږوم، کرزى صيب، شاوخواته دې بيا څه دبړه ماران راغونډ شوي او په يوۀ نامه او بل نامه يې ځانونه در نږدې کړي او غواړي، چې له غربي نړۍ څخه راوړي ډپلومونه دروښيي.ځان درباندې ګران کړي اوغټې چوکۍ درڅخه تر ګوتو کړي !
نو د همدې لپاره يو څو ټکي درته کاږم،هيله ده، چې په پام کې يې ونيسئ، ځکه دا هېوادوال ډېر ځورېدلي او دځورېدنې لړۍ لا پسې غځېږي .
ښاغلى ولسمشر،تاسو اروپائي ډپلومونو ته ډېر ارزښت ورکوئ. خو پام مو وي، چې اروپائي ډاکټريانې،... په افغانستان کې کار نکوي.ځکه ډېر ډاکټران دې مقرر کړي خو هيڅ هم نشي کولاى.هغوى د اروپا خيال افغانستان ته کوي خو دې، زما اوستا وطن ته افغانستان وايي او ددې اروپا کېدو ته لا شلګونه کلونه پاته دي!
کرزى صيب په هر ځاى کې داسې کسان وګومارئ، چې په هېواد کې کاري تجربه او ښۀ سابقه ولري. دماموريت په دوران کې يې لاسته راوړنې معلومې وي! او پر بډو يې بلند منزلې نه وي جوړې کړي!
همداشان کرزى صيب، لږ کوټي په دې اداره کې دتشويق او ترغيب پروګرام ته هم مخ ور وګرځوئ! ښو چارواکيو ته افرين! ووايئ! او دا بد چارواکي خو دې هېوادوالوته ور وښيئ، چې زړه خو يې ډاډه شي، چې زموږ د ولسمشر هم پر ولس باندې زړه سوځي!
همدغسې هغو خلکو ته چې کار کوي او په مخکې يې خنډونه پراته دي، لږ تر لږه دا خنډونه خو ورته لرې کړئ!
په پاى کې ښاغلى ولسمشر هيله ده، چې د نويو چارواکيو په غوره کولو کې ډېر دقيق و اوسئ او له کاره لوېدلي، بدنامه او بې تجربې چارواکي نور ددې ولس په غاړه کې وا نه چوئ! ځکه په هېواد کې د نا امنيو ډېرى وجوهات بې کفايته او بې بندوباره چارواکي دي. همداشان پام مو وي، چې دتشويق او ترغيب لپاره هم پوره توجو وکړئ، ځکه ستاسې ګڼ چارواکي کار کوي ولې په بدل کې هيڅ افرين نه ويني او له بلې خوا ځينې چارواکي چې هيڅ کار هم نکوي ستايل کيږي، نو هيله ده د دابادۍ او خدمت له ارونو سره سم دې کار ته هم مخ ور واړوئ!
که داسې ونه شي، نو نه به ستاسو په ادارې کې کيفيت پيدا شي او نه به مو منډې ترنډې ځاى ونيسي!همدا غله چارواکي به وي او هم دا چور او چپاول
وروستي