
که چېرې
خدای د خلکو له کارونو څخه پرده پورته کړي:
حاجي
محمد محقق د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر په يوه پرانيستي ليک کې له
ملي ائتلاف سره د خپل يووالي دلايل وړاندې کړي دي او په يوه برخه کې يې ويلي دي،
چې: "امرالله صالح پياوړې
ټولنيزه اډانه نه لري او يوازې د تور په لګولو کې مهارت لري. "
جناب استاد محقق! يو څو دليله
چې ستاسو په اند زه ټولنیزه اډانه نه لرم دا دي:
زه ستاسو په شان د استادۍ
تقلبي لقب نه لرم. زه ستاسو په شان داسې تلويزيون، چې د آنټنونو لګښت يې يو استخباراتي سازمان او د کارکوونکو معاش يې بل
استخباراتي سازمان ورکړي، نه لرم. زه تر خپلو سياسي
پرېکړو وړاندې دريو ګاونډيو هېوادونو ته سفر نه کوم. زه له خپلو متحدينو سره خپل
تړونونه په ګاونډيو هېوادونو کې په بهرنيو سفارتونو او استخباراتي مېلمستونو کې نه
تړم، بلکې د کابل په ښار کې يې تړم. د خپل هېواد پر برخليک
د چنې وهلو په اړه له ختيزو او لوېديزو بهرنيانو سره د خپلو کتنو له يادونې څخه
شرمېږم او ډډه ترې کوم، حال دا چې تاسو دا
ډول کتنې د خپل هو او نه په انتخاب کې بنسټ او معيار ټاکئ.
په کابل کې د شهید عبدالعلي مزاري په ياد غونډه کې چې ما ستاسو په بلنه ګډون
کړی و، د انزوا، مظلوميت، فقر او په سخت طبيعت کې د ايسار شوې سيمې يعنې له مرکزي
سيمو څخه، چې تاسو يې د استازېتوب دعوا کوئ، يوې مېرمنې يو شعر ووايه چې زما له
سترګو يې اوښکې وبهولې. هغې وويل: اې مزاري... د خواريکښو او پنډيانو بابا راپورته شه چې ستا د ملت پر ارمان يې معامله وکړه! که چېرې زه
ستاسو پر ځای وای، په هغه غونډه کې به اوبه شوی وای. زه ستاسو په څېر په کابل او مزارشريف کې څلور پوړيزې ماڼۍ نه لرم
او که کوم څه لرم، چمتو يم چې خپل ملت او خپلې سياسي او فکري حوزې ته يې حساب
ورکړم.
زه د خپلو ارمانونو لپاره له
مدني او قانوني لارو مبارزه کوم او له چا سره پټې معاملې نه لرم. دا ستاسو مرستيال
و چې د (آی اېس آی) لپاره د جاسوسۍ له اسنادو سره ونيول شو او که ارګ ته ستاسو د
زاريو او چاپلوسيو سياست نه و، هغه بايد زندان ته اچول شوی وای.
تاسو جناب هېر کړل چې کله ما
د ايران د اسلامي جمهوريت د سياست په اړه يوه ليکنه وکړه تاسو ماته په يوه مجلس کې
وويل، چې: اې وروره! له هغه چا سره چې زموږ اوبه، ډوډۍ او جېب خرڅ راکوي څه کار لرې؟ تاسو
پر ما تور لګولی چې ما يوازې د تور لګول زده دي، که چېرې اوس دا خبرې هم تور وي نو
ستره محکمه زموږ د دواړو له کورونو څخه لرې نه ده. زه که ټولنيزه اډانه لرم يا نه
لرم، خو پر خپلو ارمانونو، ارزښتونو او د انسانانو پر حقونو مې عقيده په خپل څرګند دريځ او خصوصي حريم کې يو ډول ده. زه
دخپل هېواد د اسلامي او وطني اخلاقو تابع
يم او نه غواړم په دې اړه نور ډېر څه وليکم. ما د دغو کرښو تر ليکلو وړاندې له
بېلا بېلو لارو له تاسو وغوښتل چې افغاني دود ته درناوی وکړئ او د هغې مالګې او ډوډۍ په پار چې سره خوړلې مو ده، خپله ښکنځلنامه لرې کړئ خو
تاسو دا کار ونه کړ. که چېرې زه غلی پاتې وای، د معامله ګرۍ ننګين لقب به پرما هم
لګېدلی او صدق کړی وای.
زه ستاسو د ليکنې پر منځپانګې
خبرې نه کوم، که نه له هرې کرښې څخه يې ستاسو د نفاق، معامله ګرۍ او پر بهرني اوامرو ولاړ سياست بوی راځي هغه
سياست چې تاسو يې په خپله ختيز او لوېديز سياست ګڼئ. خدای دې د افغانستان ملت په
خپله پناه کې وساتي.