مړه اوبیداراولسونه



*مړه اولسونه تل په مړوپسې ځي*
*تاریخ وهلی وي ز ړوپسې ځي*
* نوښت، تغیراوتکامل نه مني*
بس په وخت تیرو آفسانو پسې ځي*
*بیدار اولس غم پالي پام هم کوي*
*مړو  ته دعا خوپه ژوندوپسې ځي*
*په کږلیچوکې دژوندلاره باسي*
*څوک چه غشتلو ارادو پسې ځي*
*رښتیانۍ هیله که راتلونکی اوسي*
*کوی منزل په کارناموپسې ځي*
*څوک آزمایلي په بیا بیا آزمایي*
*څوک نويو هیلو ولولو پسې ځي*
*سپک به وي ننګه چې دسپکو کوي*
*وي به درانده چې په درندوپسې ځي*
*خود به غرقیږي ترګړنګ به لویږي*
*چې پټې سترګې په ړندوپسې ځي*
*څوک چې مې ګران وطن ته سوله راوړي*
*روهین کړې ژمنه چې همدو پسې ځي*
 
میرنواز«روهین»
جرمني – آوفن باخ
25.09.2013