دافغانستان د شهيدانو ياد به تل پاتې که به هېر شي؟!!

د بشری تاریخ په لړ کې ځینې داسې پیښې واقع شوې، چې دبشریت ګڼ شمېر ملتونه او حکومتونه یې په خپلو پرېکړو کې تر خپل اغیز لاندې راوستي، او د تل لپاره یې یاد تازه او اغیز پریکنده.پاتې شوی، یوه له دغوخونړیو پیښو څخه د " هولوكوست " پیښه ده، که څه هم چې یاده پیښه تر ډېره بريده یوه وهمې پیښه ده، خوکوم مهال چې د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې په عسکري اډو او زندانو کې د بېشمیره خلکو د یو پر بل باندې دانبار شویو جسدونو او په ټولیزه توګه د انسانانو د سوزولو غونډریو دشتون انګازو لپاره پراخه تبلیغات تر سره شول، او صهیونستانو پر دې مزعومه پیښه باندې داسې پانګونه وکړه چې د تل لپاره یې غربي نړۍ پر خپل مظلومیت او محرومیت باندې قانع او د همدغې پیښې په پایله کې چې د منلو او حقیقت په هکله یې ډیر شکونه شته دی، ځانته دا حق حاصل کړ، چې په یوه داسې سیمه کې ځانته ځانګړی حکومت ولري، چې د یادې پیښې سره په هیڅ ډول تړاو نه لري، بیا آن تر دې چې د نولسمې پیړۍ په اتیاییمه لسیزه کې یې د دموخه لپاره چې نوموړی وهمي داستان د بشریت هیر نه شي داسې مسوده ترتیب کړه چې پر اساس یې هیڅوک حق نه لري تر څو یې د واقعیت په هکله شک او ګمان ولري او دا مسوده یې په فرانسه کې تصویب او په پای کې یې په ډېرو اوروپایی او لوېدیځوالو هېوادنو کې تصویب کړه.
دا یو مسلم حقیقت دی، کوم خدمت چې د هغه وخت صهیونست مشرانو د یهود قوم لپاره تر سره کړ، یهود ملت یې تر پیړیو پیړیو نه شي هیرولی، داسې پراخه تبلیغات او تحرکات یې په لاره واچول چې د اوروپایانو وجدان یې د تل لپاره دې ته اړ کړ، تر څو د مسلمانانو ځمکه غصب او ورباندې دوی ته ځانګړی حکومت جوړ کړي، له همدې ځایه ده، چې هر کال د جنوری په ۲۷مه نیټه په نړیواله کچه د "هولوکوست" تر نامه لاندې ورځ لمانځل کېږی.
په دې کې شک نشته چې پر افغانستان باندې د سره لښکر د خونړي یرغل پر مهال او تر هغه وړاندې، چې کوم د وحشت او بربریت څخه ډک ظلمونه او کړاونه تېر شول، او تر نن پورې یې بهیر روان دی، دافغانستان ویاړلی او باتور ملت، چې د تاریخ په اوږدو کې یې چا ته د غلامۍ سر نه دی ټیټ کړی، دچا اسارت ته یې غاړه نه ده ایښیې، یې په بار بار د غم په تغر کینولی، چې په نړیوالو رسنیو کې د افغانستان د شهیدانو خپور شوی نوم لړ یې یوه وړه برخه ده، د هرډول معیار پر بنسټ تر هغه وهمې "هولوکوست" څخه کم نه دي، چې د نړیوال بشریت وجدان دې ته اړ کړي، تر څو افغانانو ته خپل حقوق ورکړي، سرښندنې ته یې د درناوی په سترګه و ګوري، ځکه چې افغانانو بشریت د هغه کمونستی خونړي زبرځواک څخه وژغوره، چې ټوله غربي نړۍ، د کمونستی نظامونو په کړۍ کې میشت ملتونه او پاتې نړۍ یې د ظلم او وحشت څخه په وېره کې ژوند کړ، افغانانو له قومي لحاظه دغه ټول ظلم او بربریت ونه زغامه او د مقابلې لپاره یې په پوره زړورتیا او متانت ور و نه دانګل، بلکه د خپل خدای ورکړی خوی له کبله چې د خپلواکۍ په لار کې هر ډول سر ښندنې ته تل تیار وي ور ودانګل او دهغه لوی هدف لپاره، چې دکمونستي نظام نړول او له منځه وړل وو، یې وحشت وزغامه.
که څه هم چې د یادو نوم لړونو خپراوی د افغانانو کورنۍ یو ځل بیا د غم پر ټغر کینولې، خو آیا د افغانستان حکومت او ملت ته پکار نده چې پر لاندې ټکو فکر وکړي او د ښې نه ښې پانګونې لپاره په دې اړه موثر او کارنده ګامونه پورته کړي؟.
دا سمه ده چې د جلالتمآب ولسمشر کرزي په مشرۍ د افغانستان حکومت مشورتي غونډه ور وبلله او یو لړ ښه اقدامات یې په دې موخه اعلان کړل، خو دا پیښه تر دې ډېره ژوره او لویه ده، چې پدغه راز اقدامات بسنه وشي، که جلالتمآب غواړئ چې نوم یې په تاریخ کې د تل لپاره ثبت شي، نو پکار ده، تر څو یې حکومت په دې موخه هغه اقدامات په لاره واچوي، چې د تل لپاره د نړیوال نظام وجدان په دې قانع کړي، چې د افغانانو سرښندنه د ټول بشریت لپاره سرښندنه وه، افغانانو د ټول بشریت څخه د دفاع په لار کې خپل هر څه له لاسه ورکړل، خپله ټوله معنوي او مادي شتمنۍ یې له لاسه ورکړه، که د بشریت لپاره یې د کمونستي وحشی نظام څخه د خلاصون بیرغ ورپاوه، ټول بشریت ته یې د سولې پیغام راوړ، خو پخپله بیا تر ننه د نوموړي بشریت د بي موروتۍ او ناغیړۍ له کبله د اور او لمبو په څپو کې ژوند کوي.
پکار ده، تر څو د نړیوالو مؤسسو او کنفرانسونو له لارې په دې موخه جدې اقدامات تر سره شي، په نړیواله کچه داسې مسودې د تصویب مرحلې ته ورسول شي، تر څو د افغانستان د ملت سرښندنه څوک د تل لپاره هېره نه کړي، کېدای شي ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره تشریف یوسي د فرصت څخه په استفادې سره هلته دا مسله مطرح شي د نړۍ د هېوادنو د ولسمشرانو پر وړاندې د افغانانو د قربانۍ مساله وڅیړل شي.
دا سمه ده، چې د افغانستان حقوقي او قضایی مؤسسات چې د پلچرخي له زندان څخه ډېر لېري هم نه دي، دومره بې وسه دي، چې د دوی دنده بهرنۍ مؤسسې، چې په ملیونونو کیلو متره له افغانستانه لېرې پرتې دي، تر سره کوي او د افغانستان د شهیدانو نوملړونه د دوی د زیار په پایله کې خپرېږي، دا دوی ته د مرګ ځای دی!!، په هر ډول اوس که خپاره شول، راځي چې خپل ګټه په سمه توکه ترې پورته کوو، پراخه تبلیغات او تحرکات په لاره واچوو، دجنایتونو د نړیوالې محکمې له لارې دا موضوع وڅارو، د شواهدو او معلوماتو پر بنسټ هغه داخلي مجرمین، چې د حکومت له منګولو وتلي هم نه دي په خپله سزا ورسوو.
"وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ"[البقرة: 216]}.
ژباړه: ښایي بد وګڼئ یوشی تاسې هغه ښه وي تاسې ته، او ښه وګڼئ یو شی تاسې هغه بد وي تاسې ته، او الله عالم دی، په ښیګڼه ستاسې او تاسې نه پوهېږئ په خیر خپل.
په کورنۍ کچه کېدای شي دا ډېره مهمه وي:
۱- چې د نوموړیو شهیدانو هغه نوملړ چې د روسانو د تالي څټو په قلم لیکل شوي په یوه یادګاري لوحه (څلی) باندې حکاکي شي او بیا دا څلی د پلازمینې په زړه کې په یوه لوړه تاریخي غونډۍ باندې نصب شي او د هغو شهیدانو لپاره هم پکې ځای پریښودل شي چې لا تر اوسه یې نومونه نه دي څرګند شوي او تمه کېږي چې په راتلونکې کې د بهرنیو تحقیقاتي او حقوقي مؤسساتو د پلټنې او زیار په پایله را څرګند شي!.
۲- د روسانو هغه تالي څټي کمونستان چې د دغه جنایت سره تړاو لري او پکې ښکیل دي او د حکومت په ولکه کې ژوند کوي، پخپله سزا ورسول شي، او په دار وځړول شي، تر څو د زورېدلیو افغانانو زړونه پرې ښاد شي او هغه کمونستان چې اوس هم پخپلو نوموړو شرمېدلیو کړنو نه شرمېږي او په داګه په رسنیو کې پرې ویاړي او ستاینه یې کوي، محاکمه شي.
۳- جهادي مشران چې اوس تر ډېره برېده د ټاکنو په مسایلو او جوړجاړیوکې بخت دي، دې په ډاګه خپل دریځ او غبرګون د کمونستانو پر ضد اعلان او تر خپله وسه دې خپل مسؤولیت ادا کړي، ځکه دوی د همدغو سپیڅلیو شهیدانو د وینو په برکت د ملت مشرۍ او رهبرۍ ته ورسېدل، که نه نو "ده کجا و درختا کجا!!".
۴- پارلمان او مشرانو جرګه دې خپل نفوذ او توان په دې لار کې د حکومت سره مل کړي، د قانوني لحاظه دې په داسې ټکو غور وشي تر څو په نړیولو محاکم او محافلو کې د افغانانو د سرښندنې بیه له نړیوالې ټولنې او نړیوال وجدان څخه تر لاسه شي او نړیواله ټولنه دې ته اړه کړاي شي، چې د افغانانو سرښندنه په دې اعتبار سره چې د ټول بشریت په لار کې سرښندنه وه ومني، باید څرګنده کوو چې دا کار د یوه اوږدمهالې پروسې په بڼه کې په پام کې ونیول شي.
په پای کې موږ په داسې حال کې چې ټول افغان مجاهد او باتور ملت ته د نوموړو مظلومو شهیدانو په ځانګړي ډول د هغوی کورنیو، خپلو او خپلوانو ته د هغوی د شهادت په اړه د تعزیت مراتب وړاندې کوو، د خپل حکومت او نړیوالې ټولنې څخه غواړو، چې دنوموړو مظلومو شهیدانو قاتلین د عدل او انصاف محکمې ته را کښ، او د بشریت ضد جنایتونو له مخې یې په سزا ور سوي او د افغانانو سرښندنې ته درناوی وکړي.
تل دې وي افغانستان
ژوندی دې وي اسلام
و ما ذالک علی الله بعزیز
عبدالرحمن فرقانی