د ولسمشرۍ ټولټاکنې ناشونې دي





 د ولسمشرۍ، د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانوټولټاکنې د هر هېواد د اساسي قانون پر بنسټ ددوی د ټاکل شوې موده د پای ته رسېدو نه مخکې تر مخکې نوې ولسمشر، د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو نویو غړیو لپاره تر سره کېږي.
د افغانستان د ټولټاکنوکمیسیون د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره د ټولټاکنو نېټه ۱۶/حمل /۱۳۹۳ اعلان کړې ده.
افغان ولسمشر او د ټولټاکنو کمیسیون په زغرده وایي چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټولټاکنې به پر خپل وخت تر سره شي، حتا افغان ولسمشر د ځوانانو یوې غونډه ته وویلې که ټولټاکنې ترسره نشي نو دا به زما لویه ناکامي وي، مګر که د افغانستان امنیتي او سیاسي حالت ته ولیدل شي، نو دغه ټولټاکنې ناشونې ده، ځکه د هرې ورځې تر تېرېدو امنیتي حالت مخ په خرابېدو روان دي، د خلکو اندېښنې زیاتېږي، خلکو ته ستونزې او مشکلات ډېري، چې دغه خرابه او بد امنیتي حالت د خلکو په روځنۍ ژوند باندې ډېره خرابه اغېزه کړې ده.
د مثال په ډول:
د کابل – جلال اباد لویه لاره چې پر امنه او د تګ را تګ لپاره ښه مناسبه وه، مګر د دوو میاشتو راهسې په اونۍ کې دوه ورځې او د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سختې جګړې له امله بنده وي، پر دغه لاره په میاشت کې څو ځلې جګړې یو شمېر عام خلک مړه او ټپیان کړي دي او مالي تاوانونه یې هم ورته ورسولي دي او دغه لړۍ به د ټولټاکنو تر رسېدو لا پسې ګرمه او خطرناکه شي.
د جلال اباد- تورخم لویه لاره د بټي کوټ په سېمه کې د ډېرې مودې راهسې په رڼا ورځ د جنګ او جګړو له امله بنده وي او عام خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه رسېږي او کېدای شي د ننګرهار ولایت د نورو لارو حالت هم خراب شي.
د کابل- کندهار لویه لاره لا د پخوا نه خرابه ده او اوس د وردګو او عزني ولایتونو کې لا پسې خرابه شوې ده.
د هېواد د ډېری ولایاتو مواصلاتي لارې هره ورځ خرابېږي، بمونه پکې د خلکو ځانونه اخلي او غله خپل کار په اسانۍ سره تر سره کوي چې د ټولټاکنو تر رسېدو به د افغانستان ډېری ولایات به ناامنه او جنګ او جګړې به پکې روانه وي.
زما په اند د امنیتي وضعې او حالت خرابېدل د افغان دولت، اپوزېسیون او بهرنیانو د یوې ستر پلان یوه برخه ده، ځکه چې نړیواله ټولنه او افغان دولت او اپوزېسون نه غواړي چې راتلونکې ټولټاکنې دې په خپل وخت او زمان کې ترسره شي، هغه ځکه چې افغان دولتي چارواکي او اپوزیسیون ټول سره یوه خوله او یو تړون یې کړی دی او دولتي چوکۍ ګانې او امیتازات یې سره وېشلي او ټول به په یوه خوله ووایي چې د امنیتي وضعې د خرابېدو له امله ټولټاکنې دې وځنډېږي او ضطراري حالت دې په افغانستان کې اعلان شي.
چې افغانستان د اساسي قانون د لاندې مادو له امله په اسانۍ او قانوني توګه کېداشي اضطراري حالت اعلان شي.
د افغانستان د اساسي قانون، نهم فصل (اضطراري حالت):
یو سلو درې څلوېښتمه ماده:
که د جګړې، د جګړې خطر، وخیم اغتشاش او طبیعي افاتو او یا ورته حالت له امله د خپلواکۍ او ملي ژوند ساتنه په هغه طریقه چې په اساسي قانون کې ټاکل شوې، ناشونې وګرځي، د جمهور ریس له خوا د ملي شوری په تایید د هېواد په ټولو او یا ځینې برخو کې اضطراری حالت اعلانېږي.
که اضطراري حالت تر دوو میاشتو زیات دوام ومومي، د اږدولو لپاره یې د ملي شوری موافقه شرط ده.
په بله ماده کې داسې راغلې ده
یوسلو اوه څلوېښتمه ماده:
که چېرې د جمهوري ریاست دوره او یا د ملي شوری تقنینی دوره د ضطرار په حالت کې پای ته ورسېږي، د نویو انتخاباتو تر سره کېدل ځنډېږي او د جمهور ریس او ملي شورا د غړیو د خدمت موده تر څلورو میاشتو پورې تمدېږي.
که ضطراري حالت تر څلورو میاشتو زیات اوږد شي، لویه جرګه د جمهور ریس له خوا راغوښتله کېږي.
نو د اساسي قانون له مخې افغان دولت، اپوزیسیون، ملي شورا او د ټولټاکنو کمیسیون او د شکایاتو کمیسیون به هم اعلان وکړﺉ چې په ضطراري حالت کې ټولټاکنې ناشونې ده، له بلې خوا د دولت درې ګونې امنیتي قواوې د کورنیو چارو، د دفاع او ملي امنیت مسوولین او چارواکي به هم اعلان وکړﺉ چې موږ د ټولټاکنو امنیت نه شو نیولي او په اضطراري حالت کې ټاکنې ممکن نه دي.
نو ددغو لاملو له امله به د راتلونکې ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټولټاکنې به تر نامعلومې مودې پورې وځنډېږي.