اې زما بې غيرت که غيرتي ولسه!

رفيع الله ستانکزی
له پلار او نيکه به مې د خپل ولس د مېړانې ډېرې کیسې اورېدې، خو اوس راته ځان هغه شان نه ښکاري او نه مې په ولس کې هغه د غیرت نښې نښانې شته دي، اوس خو هرڅه سرچپه شوي دي، ځکه چې د غیرت ځای بې غیرتۍ نيولی.
په پخوانيو کیسو به مو سر نه در خوږوم، خو اوس اوس داسې کیسې پيل شوي، چې د هېواد او ولسونو په تاريخ کې هم داسې هېڅ چېرې نه و شوي، دومره بزدلي او محافظه کاري مې هېڅ چېرې نه وه لیدلې او حتا کیسه مې یې هم نه وه اورېدلې. زما د سيمې ښوونځی، جومات، بانډار ځای، بازار، دوکان، ولايت، ولسوالۍ، مديريت او حتا وړوکی ماموريت خوندي نه دی، چا پرې سر و نه خوږاوه، زما ولس ورته د فيل په غوږ کې ویده دی، هرڅه د خدای له طرفه ګڼي، دا هم الهي عذاب ګڼي او دوی ورته خپل خوبونه کوي، کله یې چې بچی ښوونځي ته ځي او څه ټکه پرې راولوېږي، نو بيا يې له ښوونځي زړه تور شي او خپل پاتې اولاد له ښوونځي منعه کوي او پړه یې پر ښوونځي وراچوي، مدرسه یې هسې هم د ملا په نوم خوښه شوې ده، خو دا په کې نه ګوري، چې اولاد یې دوه درې توري په کې زده کړي او کنه هسې یوازې د خپلو مشرانو ملايانو خادم دی او که یوازې ورباندې ډوډۍ راټولوي، د دې ټولو پوښتنې خو به د پلار او مور په توګه له موږ او تاسې کېږي، اې زما غیرتي ولسه، آيا کله دې هم د خپل زوی څخه په ښوونځي او مدرسه کې د درس پوښتنه کړې؟!
آې زما غيرتي ولسه! آیا کله دې هم په دې فکر کړی، چې ولې يوازې ستا په سيمه کې ښوونځي تړل کېږي، سوځول کېږي، ښوونکی او زده کوونکی وژل کېږي، انجونې هسې کوڅو کې ګرځي راګرځي، خو له ښوونځي تګه منع کېږي، آيا د خلاصون په پآر دې کومه لار سنجولې، ته خو هغه غیرتي ولس وې، چې په خپله سيمه او ځمکه واکمن ولس وې، اوس دې ولې د فکر زور کمزوری شوی دی او اوس دې ولې د غیرت مراندې سستې شوي دي، اوس هم هماغه د ابدالي او میرویس خان او …. لمسی یې.
داسې نه دي، چې په کلي ولس کې ځوانان نشته دي، سپين ږيري نشته دي، دوی ټول ښه ډېر شته دي، خو یو شی چې نشته هغه غیرت نشته دی، دوی اوس د غیرت په نامه څه شی نه پېژني، که پېژني هغه مرګ، ډار، وحشت خپرول او نالوستوب یې غیرت دی، اې زما غیرتي ولسه، ستا د غیرت لیدو پسې مې سترګۍ شوې، چېرې یې زما باتور ولسه!
زما کلی ولس به د نورو لپاره د امن ځای و، څوک به له بل کلي چې وشړل شو، نو مرکه او جرګه به یې زما په ولس کې کېده، خو اوس زما ولس خپله د جرګې او مرکې په نوم نه دی خبر، دوی خپل امن کور دوزخ کړی دی او دوی ورته خوشاله هم دي، ځکه چې دوی غیرتيان دي، اې زما غيرتي ولسه، څه درباندې شوي دي، چې خپل کور کې لګېدلی اوس نه شې مړ کولای، زه درته د لوی افغانستان اور هم نه یادوم، یوازې د خپل کلي او قبيلې منځ کې اور درته ښیم، هغه خو مړ کړه، څه شوې زما تورزن ولسه! ستا د تورزنې کیسې خو ډېرې عامې دي، خو ماته یې یوازې نوم ښکاري ولس په دغه بڼه انسان زما ولس کې نشته دی.
زما تورزن ولس دخپل اکا، ماما او … زامنو د خلاصون په پار هېڅ نه کوي، يوازې یې ښه په نره جنازه کوي او دعاوو او فاتحو اخیستلو کې زما ولس اتل دی، د خلاصون په پار یې حتا فکر هم نه کوي، ځکه چې بیا یې په غیرت بده اغېزه کوي، هسې خو دی په نړۍ کې غیرتي ولس دی. زما د افغان په وژنه کې یې نوښتونه وکړل، خو زما غيرتي ولس یې په خنداوو او ژړاوو بدرګه کوي، ځينې یې ويډيوګانې جوړوي، ترڅو وکولای شي، د نړۍ تر پای ته رسېدو پورې خپل غیرت افغان ولس ته وښيي، چې زه داسې باتور او غیرتي وم، چې خپل تربور او خپل افغان مې داسې په نوښتیزه بڼه وواژه او ته هم داسې غيرتي ولس یې چې یوازې یې په آرامۍ او چوپتيا سره جنازه کوې او فاتحې یې اخلې.
اې زما غیرتي ولسه، د طالب په نامه درباندې لوبې روانې دي، اسلام دې چې ته ورته ځان تر ټولو کلک او ژمن ګڼې، ستا اسلام درته بدناموي، اې زما غیرتي ولسه، د انسان وژنې په نامه دې د دين چې ستاسې په وینا تاسې ورته تر ټولو ډېره قرباني ورکړې بدنامولو پروسه روانه ده، خو ستا غيرت تر اوسه هم ونه خوځېد او د بدلون او خلاصون په موخه دې ګام هم نه دی پورته کړی، دا ځکه چې ستا غیرت خو غیرت دی او په ځنډ خوځېږي، ځکه تر اوسه خو لا يو څو تنه درکې شته دي، چې دا هم درنه حلال کړي بیا به دې غیرت تورېږي.
د اربکي په نامه دې خپلمنځي جنګ ته نقشه جوړه شوه او ته بیا هم غلی یې، څوک دې طالب شو او څوک دې اربکی شو او ته خو نو غیرتي یې ځکه هېڅ نه وایې چې ستا غیرت خو د دې اجازه نه درکوي، چې د ورور وژنې مخه ونیسې، کور په کور ځان له جنګه خلاص کړې. هغوی له یو او بل سره په انسان وژنه کې ضد کوي، خو ته ورته په سړه سينه ارام خوب کوې، ځکه چې ستا غیرت درته اجازه نه درکوي، ځکه چې ته ډېر باتور او غیرتي ولس یې.
د نورو پرديو د بمباريو او وژنو په اړه خو به یادونه هم نه کوم، ځکه چې زما غیرتي ولس چې د خپل کلي کور کیسه نه شي حلولی نو نورو سترو کیسو ته به څنګه خوشې شي، دی خو یوازې د خپلې لور په پلورلو (ولور اخیستو) کې ښه مهارت لري، د سقات او په قرض ختم کولو کې ښه ماهر دی، اوس خو یې بېخي مسلک ګرځېدلی دی، مړي خښول، فاتحه اخیستل او په پور باندې ښه غوړ خیرات کول، دی خو یوازې د خپل د تره زوی مرګ ته خوشاله ناست دی، زما ولس خو غیرتي ولس دی.خو نه پوهيږم دوی ته کيدای شي دا بره خبرې چې ما کړي دي غيرت ښکاري.
زما غیرتي ولس داسې غیرتي دی، چې اوس یې په کلي بانډو کې د طالب، اربکي ور هې خوا ته غله په خلاص مټ غلاوې کوي، خو زما غیرتي ولس ورته په ورېړه خوله ګوري او یوازې یې په سر ښورولو باندې بسنه کوي، ځکه چې غیرتي ولس دی، غیرتي.
زما د کلي ولس موټرونه او خلک لوټي، د ولس ناروغان مې په همدې موټرونو کې تر روغتونه وړل کېږي، خو په لاره کې یې بیا غله لوټي، ځکه چې دوی د یوه داسې ولس په ځمکه پراته دي، چې غیرتي دي او له ډېر غيرته یې تاونه اسمان ته خېژي او په دومره وړه خبره چې غلا، شوکه او لوټماري ده بېخي نه خبرېږي، ځکه چې غیرت یې په دومره وړو خبرو نه راويښېږي، داسې غیرت چې اوس یوازې افسانه ده او بس.
زما د غیرتي ولس په منځ کې سپين ږيري، مشران، کشران او سوداګر تښتول کېږي، رټل او وهل کېږي، بیا ورنه په نره پیسې غوښتل کېږي، کنه نو مړی یې هم بیا بېرته نه ورکول کېږي، خو زما غیرتي ولس یې کیسه کې نه دی وايي داسې پېښې خو په ژوند کې وي او د ملاصاحب همدې خبرې ته یې ښه پام کړی چې هرڅه په ازل کې ليکل شوي دي او که موږ هرڅه وکړو بدلولای یې نه شو، اې زما غیرتي ولسه ستا مشر سپېکېږي، ستا د مشرانو په سمبول او د پيمغبر سنت ته سپکاوی کېږي، خو ستا غیرت لا هم په درانه خوب ویده دی، ځکه چې غیرتي ولس مې د همدې غیرت په سر بلا مړي ورکړي دي.
زما غيرتي ولس اوس دومره بې غیرته شوی، چې نه د خپل ننګ او ناموس ساتنه کولای شي او نه یې دفاع، ځکه چې دی پوهېږي، چې غیرت یوازې د یوه توري په نامه پېژني او په عمل او کردار کې یې بېخي شتون نه لري، د همدې په پار د خپل ښوونځي، پوهنتون، جومات، مرکز، ولايت، ولسوالۍ او مدرسې ساتنه نه شي کولای، دا په دې چې دی ډېر غیرتي ولس دی.