ځوانان، ټاکنې او مسؤليتونه

رفيع الله ستانکزی
لکه چې په ډېرو معتبرو سروې ګانو کې ښوول شوې، چې افغانستان داسې یو هېواد دی، چې د وګړو ډېری شمېره یې ځوانان جوړوي، دا چې دا هېواد ځوان اوسېدونکي لري، نو هرو مرو ده، چې ځوانې ارادې او انرژۍ به هم لري، يو هېواد چې د دومره ځوانانو په شتون کې بیا هم د کړاو او درد شېبې زغمي هغه هېواد کې هرو مرو یا هم ځوانان ويده دي او يا هم د هېواد د لوبې توپ د بل چا په لاس کې دی او ځوانان د اوزارونو يا وسايلو په توګه کاروي.
د افغانستان تېر ته که وګورو له ځوانانو یوازې د وسیلې په توګه کار اخیستل شوی دی او نه دي پرېښودل شوي، چې دوی هم په سیاست او یا هم د هېواد د سرنوشت ټاکلو په برخه کې رغنده رول ولري، هو دومره کړای شوي دي، چې د دوی انرژي، د دوی ځواک او د دوی وړتیا یې د خپل قدرت او بډایتوب په پار کارولي دي، خو چې کله دوی هدف ته رسېدلي، ځوانان یې نهيلي او بې سرنوشته پرېښي دي.
دا سمه ده، چې د ملامتیا ګوته یوازې مشرانو ته نه؛ بلکې همدې ځوانانو ته هم اوړي، چې ولې تر اوسه دوی ونه شو کولای، د هېواد د سياست څرخ د ځان او ولس په ګته تاو کړي، ولې یې د یوه ځوان رهبریت بنست نه دی ايښی دی او یا هم د سیاست له ډګره یې ځان لرې نیولی دی، ځکه چې میدان پرېښودنه هم ماته ده او موږ ځوانان باید دا ماته په ځان ونه منو.
اوس که تېر په هېر کړو او د تېر څخه یوازې د تاريخ اصلي ګټه واخلو، چې عبرت اخیستل دي او په خپله لاس په کار شو؛ نو ایله به مو د ځوانۍ کار کړی وي او ایله به مو د ځوان په توګه د خپل هېواد په اړه مسؤليت ادا کړی وي، هغه هم د لوستي او يا باسواده ځوان په توګه، دلته باسواده یوازې د قوالې لوستونکي او خط ليکونکي په مانا نه؛ بلکې د باسواده په اصلي مانا، چې هميم جلالزي په خپله لیکنه کې راپېژندلی و، هغه هغه ځوان چې د ليک او لوست ترڅنګ د خپل ځان په شمول د ټولنې د بدلون لپاره هم فکر وکړي او بدلون راوړي. اوس راځﺉ، د خپل ځان په اړه فکر وکړو، آیا موږ د یونسکو د نوي تعریف پر بنسټ، چې د باسواده لپاره یې کړی دی، باسواده يو. زه به په ټولیز ډول دا ووایم، چې زموږ په اصطلاح لوستو يا باسوادو خلکو کې یوازې لس سلنه به د یونسکو د ننني تعریف سره باسواده یو، نور نو هسې فقط مرزا قلمان یو او بس.
اوس - اوس چې زموږ هېواد له يوه ډېر حساس پړاو څخه تېرېږي او د ۲۰۱۴ په نامه سياسي قيامت ورسره د ټاکنو د ځنډېدو او د دې اوسني حکومت اوږدېدل او ټاکنې ترسره کېدل هغه لویې خبرې دي، چې ځوانان یې بايد تر اغېزې لاندې رانشي او خپل فرض باید په هر حالت کې ترسره کړي، په دې مانا چې د وطن او هېوادوالو د ښه والي په پار باید داسې یوه پرېکړه وکړي، چې د ټولو د ګټو ژمنتيا په کې خوندي وي، همدغه ځوانان دي، چې د دې هېواد د ملاتير جوړوي او کله چې د ملاتير قوي او فعاله نه وي، نو ټول بدن بې ځواکه او وروسته پاتې وي.
ځوانان دې بیا د تېرو ټاکنو په څېر د ځینو قومي، جهادي او د چوکۍ ټېکه دارانو پسې نه ګرځي او نه دې د هغوی په لومه کې لوېږي؛ بلکې پرځای یې باید د یوه داسې زغيم په لټه کې شي، چې دې وطن ته ښه پروګرام او پلان ولري، د وطن په تېرو کې یې لاسونه وينو نه وي سره او د ټول وطن غم ورسره نه وي، نه دا چې د یوې ځانګړې طبقې او لوري غم.
موږ باید د ورزشکاره ځوانانو څخه زده کړه وکړو، چې په يوه موټي او هاند و هڅو سره یې وکولای شول، چې خپل ټاکل شوی هدف یانې بريا یې ترلاسه کړه، که موږ هم د دوی په څېر یو موټی شو او پرته له دې چې دی څوک دی او څه کوي، خو یوازې موخه مو بريا وي، بريا په دې مانا چې په ټاکنو کې مو يوه ښه پروګرام ته، چې د هېواد او هېوادوالو د ښه والي په پار بې له سپين او توره یانې بې له قوم او ژبې یوه تکړه انسان ته رايه ورکړو.
موږ ځوانان کې په خپل زور و ځواک باندې پوه شو، هله به مو د وطن د آبادۍ په لور لومړی ګام اخیستی وي، ځکه چې همدا ځوانان دي، چې انرژي لري، همدا ځوانان دي، چې د وطن غم ورسره تر نورو ډېر دی او د وطن په درد همدوی ډېر دردمن شوي دي، نو له دې حالته د راوېستو په پار یې باید همدوی لارې چارې ولټوي او په خپلو هڅو سره دا وطن آباد کړي.
د ځوانانو د باسواده او يو موټي کېدو په هیله