د اسلام ټېکه دار!؟

ټیکه داران د سپین اسلام وګوره
یو کې تسبیح بل لاس کې یې جام وګوره
پیمان یې کړی صلیبيانو سه کلک
د یو یو نوم څومره بد نام وګوره
په شنو ډالرو هره ورځ پړسیږي
خیټو کې يې اوس د بل طعام وګوره
د کور پهره یی پردی پوځ کوي
دا بیګانه یې په دالان وګوره
د نمونې په څیر سیاف یادوم
د ټولو سر کې یې مدام وګوره
سیاف صاحب ویل په ازادۍ مین یم
امریکایان یې نن په بام وګوره
امریکایي سره په مینه کې ډوب
سیاست دوه مخی یې په قام وګوره
هم ورکوي فتوی د دروغو په بل
په خوار مسلم یې دا الزام وګوره
ده به کولې د غیرت خبرې
اوس یې د دروغو دا اقسام وګوره
لرې خو  نه ده د بادار سره به ځي
 د دوی د هر یو سیاست خام وګوره
په شنو ډالرو یې ولس خرڅ کړی
ستاسو ولس ته احترام وګوره
بدل به اخلي درنه یو یو ټینګ شئ
ځان  مو په هر ځای کی ناکام وګوره
خلاصیږي یو یو ترې نه روغ به نه ځی
د افغان مل درته پیغام وګوره