موږ ولې داسې يو؟



SAMADKHANGHAR@GMAIL.COM

که چيرې تير اوږده تاريخ ته په ځير وکتل شي تر ټولو ډيره قرباني په سوک ته ورته هيواد افغانستان کې پښتنو ورکړې، د هر ښکيلاک پر وړاندې غږ دوی پورته کړی دی، او هر ښکيلاک هم په خپلو خونديځونو کې د دې قوم کړنې، سرښندنې او غاښ ماتونکي ځوابونه ثبت کړي دي.
پښتانه تر نورو ډير له غرونو، دښتو، ګړنګونو او د هيواد له هر ګوټ ګوټ سره بلد خلک دي، اوس هم ډير مشران د بولان، ارغنداب، هلمند، کسي غره، هزاره جاتو، ګومل او نورو کيسې له ځان سره لري.
 ډير وارې پښتانه د وخت زور زياتي له خپلو مېنو بې ځايه کړي دي او نورو ځايونو ته کډه شوي دي خو هلته هم پښتانه پاتې شوي دي.
په روانه او معاصره دوره کې اوس اوس چې پښتانه وينم، يو ډول فکري انحصار راته پکې له ورايه ښکاري.
له فکري انحصار څخه مې موخه داده چې اوس هم پښتانه لکه پخواني عرب، قبيلوي ژوند خوښوي.
دا ګيله تر ډيره له لوستي پوړ څخه کيږي او لوستی پوړ دومره په دې انحصارکې ګير دی چې په ډيرو غټو مجلسونو کې يي ډير وارې تر خبرو نه خبرې او تر شتونه يي نه شتون ښه وي.
که چيرې مجازي نړۍ، يانې نړۍ جال( انټرنيټ) او په دې مجازي نړۍ کې ټولنيزو پاڼو( فيسبوک، ټويټر) او نورو ته سر ور ښکاره کړې، دا ځوانان به ډير و وينې  او د دوی د نظر تر لوستلو وروسته درته ښکاره شي چې دی په ځان د ظلم په کولو سره په ډيرو نورو هم ظلم کوي.
دا ځوانان دومره سمتپالنې ليوني کړي دي چې نور ترې بيخي هير دي، زه په دې باور يم، چې د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې هيڅ ډول ستونزه نشته، ځکه ولايتونه يوازې ادرسونه دي، ترڅو مو کور ورک نکړو، قومونه د دې لپاره دي څو سره وپيژنو، ځکه الله تعالی فرمايي:« ما تاسو پيدا کړۍ، ډلې ډلې څو سره وپيژندل شی.»
که چيرې الهي احکامو ته راشو، هلته معيار يوازې تقوا ټاکل شوی دی،  قوم پکې هيڅ نشته دی که چيرې قومونه او خيلونه الله تعالی ته ډير مهم وی، نو اوس به قريش چې د اسلام سپيڅلی پيغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ورته منسوب دی د نړۍ پر سر تر ټولو غوره خلک وی او کيدای شوای د قريشو په اړه په الهي کتاب کې هم ځانګړي احکام وی، که چيرې خاورې ښې او بدې وی، نو ټول سعودي عربستان به ډير سپيڅلی وی، خو داسې نه ده په خاورو کې تر ټولو سپيڅلي ځايونه دوه دي چې يو يي مکه مکرمه ده او بله يي هم مدينه منوره ده.
دا دوه ځايونه هم خپل خصوصيات لري، په مکه کې د الله تعالی کور او د مسلمانانو قبله ده او په مدينه منوره کې هم خيرالبشر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ښخ دی او مزار يي هلته دی.
همداسې په نړۍ کې تر دې ټولو وروسته بل سپيڅلی ځای هم جومات دی ځکه دا هم د الله تعالی کور دی، لمونځ پکې کيږي، عبادتونه پکې کيږي او که کله هم جومات شهيد کيږي نو چاته د دې جواز نشته چې هلته دې کور پرې جوړ کړي.
دې برو خبرو ته په کتو سره راځم خپلې اصلي خبرې ته، اصلي خبره مې په دې کوله چې ولې لوستي پښتانه، هرڅه په خپل سمت، لوري، قوم، ولايت باندې خلاصه کوي، آيا د پښتنو په منځ کې هم ښه او بد شته دي کنه، زما په اند ښه او بد به يوازې د کړو وړو په برخه کې وي، نور نو په څيرو او قومونوکې ښه والی نشته دی.
زه چې اوس اوس پښتنو ځوانانو ته ګورم د الفت صيب هغه د «خانداني خولۍ » نثري ټوټه مې تل سترګو سترګو ته شي، ځکه تر موږ ډير وړاندې الفت صيب دا خبره پوره درک کړې وه او د زړه درد يي په څو ټکو کې را ويستلی و.
زه چې په سوک ته ورته افغانستان کې نور قومونه ګورم په خپل حال ډير وارې افسوس راشي، که د هيواد هر ولايت ته ولاړ شې نور قومونه وګورې نو يوازې يو نوم به ورسره وي، تاجک، ازبک، هزاره.............. خو که له پښتون سره کينې لومړنۍ پوښتنه خو به دا وي چې د کوم ځای يي، بله پوښتنه به دا وي چې په قوم څوک يي، که دې دا هم ځواب کړه دستي درته وايي چې په دې قوم کې بيا څوک يي.
ننيو ځوانانو ته د دې ډول پښتنو ځوابول آسانه نه دي، ځکه د دوی د ژوند بوختياوې نورې دي او دې خبرو ته دومره ډير وخت نلري، خو پښتون ځوان چې ګورم، لا هم په دې کړۍ کې را ګير دی، ډير وتلي شخصيتونه اوس زموږ ملي ارزښتونه شوي دي، خو ډير وارې په يو لوري پورې تر تړل کيدو وروسته ما ليدلي او اوريدلي مې دي چې همدا ارزښتونه ښکنځل شوي دي، هغه چې پرې وياړې او په مجلس کې د خانداني خولۍ خبره کوي، دا هم احساساتي او له خپل لوري لودن څخه ناخبره دی او هغه  چې کنځلې کوي دا سړی هم احساساتي دی، خو د ښکنځل مار احساس تر دې بل ډير پاک دی.
زه يي درته يوه ژوندۍ بيلګه درکوم خو د بيلګې له ورکړې مې موخه دا نه چې زه دې چاته سپکاوی وکړم، په فيسبوک کې دا څو ورځې کيږي چې د محمود مرهون په نوم يو ځوان چې د کندهاردی، هلته يي يي ښې زده کړې، ډير کتابونه يي ژباړلي دي او د کابل پوهنتون له پښتو څانګې څخه په کدري نمره کې فارغ شوی دی په څو ټکو کې يو ځوان معرفي کوي.
مرهون صيب چې کوم ځوان معرفي کوي، دا ځوان ډير نور ځوانان هم پيژني ځکه چې ډير يي د رسنيو استازي، مشران، ليکوالان، شاعران او د خپل اند لرونکي دي، خو مرهون صيب پکې تخته دی او هره ورځ دا کار کوي.
زه د مرهون صيب د دې کار ستاينه کوم خو دده طرز راته سم نه ښکاري، ځکه دی اوس هم د لوري او لودن په سخت دام کې راته ګير ښکاري، له مرهون صیب سره زه ډير مخکې بلد شوی يم، خو کله مې هم د يو ځوان په توګه زړه نه دی ښه کړی چې خواله ورسره وکړم دا ځکه چې د مرهون صيب د سترګو ديد محدود دی.
دې لیکنې ته پرون زړه ښه کړ هغه هم ځکه چې مرهون صيب د لرو او بر پښتون يار محمديار يار معرفي کړی و خو د لاندې په ليکل شویو کمينټونو کې مې ډير داسې کمينټونه وليدل چې د نورو ولايتونو ځوانانو ورته ليکلي و چې يار يوازې د کندهار نه بلکه پښتون ارزښت دی، او دا يو واقعيت دی، ځکه يار صيب چې کوم مينه وال په ننګرهار، خوست، پکتيا، لوګر، هلمند او کوزه پښتونخواه کې لري کيدای شي په کندهار کې يي ونلري.
زه وايم راشی پښتانه شو، تر پښتون پورته وياړ به بل نه وي، په خيلونو کې ښې بدې ډيرې وي، يو وياړ او لس بد ګڼې هم پکې وي خو په يو ملت او يو ستر قوم کې تر بدګڼو ښې ګڼې ډيرې پيدا کيدای شي.
راځۍ په پښتون فکر وکړو، راشی نور له دې لوی کندهار، لوی ننګرهار، لویې پکتيا او نه پوهيږم لوی څه شي څخه تير شو، راشۍ ارزښتونه مه ښکنځی، لاسونه سره ورکړۍ، فکري مثبت بدلون راولۍ، دا بدلون که د افغانستان په هر ولايت کې راشي، په دې کې د شته قومونو ګټه ده.
په تيرو څو ورځو کې نوي را ټوکيدلي مصنوعي قهرمانان هم تر موږ ښه دي ډير ولايتونه پسې دي خو موږ ورځ په ورځ دومره ناسم لوري ته روان يو چې ارزښتونه له لاسه ورکوو، مرهون به په دې کار په کندهار کې د خپل محبوبيت په لټه کې وي خو دا کار به د دوی په تنګ نظري او اند فکري ړوند والي باندې دلالت وکړي، راشۍ پښتانه شو، نور له خيلونو څه نه جوړيږي، له ولايتونو څه نه جوړيږي.