قاتلان باید محاکمه شي



د افغانستان د وروستیو لسیزو تاریخ دغم او ویر ډېرې پېښې په ځان کې نغښتې چې راتلونکی نسل ته به ډېر دردونکې او عجیبې وې، لکه موږ چې په خپل پخواني تاریخ کې دچنګېزدیرغل او په هغه وخت کې دخپل هیواد د خلکو حالت تصور کړو نو اوسنی تاریخ مو هم له هغه څخه بدتر دی.  که چېرې خپل هغه یونیم میلیون بېګنا ه  هېوادوال چې څه یې په زندانونو او څه یې په کورونو او کلیو کې شهیدان شوي، که چېرې خپل پنځه میلیونه مهاجر هیوادوال چې په زور له خپل ټاټوبي نه ایستلو ته اړشوي وو ، او په لکونو خپل  معیوب او ټپي وروڼه اوخویندې راپه یاد کړو نو وینو چې ټول دهغو کمونستانو دیوې لوبې او کړنې دپایلې له کبله رامنځته  شوي چې دغوایي دمیاشتې په اوومه یې دافغانستان کرار او مخ پروده حالت ته  د بدلون تر څنګ دغمونو ټغر پرهېواد خور کړ.
په هغه لست کې چې په دې وروستیو کې دهالندهیواد له خوا خپور شوی او په کابل کې د ۸ صبح ورځپاڼې خپور کړی دهربااحساسه انسان په اندام لړزه راولی ، کمونستی جنایت کونکو په هیچا رحم نه دی کړی او په تېره بیا زموږ روښانفکره ، پوه او په زده کړو سمبال ډېری کسان یې ترخاور لاندې کړي. په دې لست کې چې خپور شوی داخواني ، اشرار ، انقلاب ضد، افغان ملت، شعله یی ، اشرافي او نورو نومونو نه علاوه دمجددی ترنامه لاندې هم چې یو توکم دی  زموږ هیوادوال شهید کړای شوي دي. ملاامامان ، ددولت کارکونکی، ځوانان ، نوی ځلمیان، ښځې ،بزګران ، ښوونکي او ګڼ نور دداسې دندو درلودونکي کسان وژل شوي چې دتحقیق او جرم څرک یې هم نه لږېږي. ددغه پنځه زره کسیز لست خپرېدل  دهغوی دجنایتونو یوه کوچنی برخه ده ځکه هغوی په لکونو کسان په خپلو زندانونو کې شکنجه کړي او وژلي یې دي .
شنونکي وایی که چېرې له کمونستانو سره دهغوی دجنایتونو حساب کتاب شوی وای نو دانورې بدمرغۍ به نه وې تکرار شوې  دغه کمونستی جنایتکاران اوس هم آزاد ګرځی چې افغان ولس یې د اشرار اخوانی او مسلمان په نامه وژلی ، خلک غواړي چې ددې جنایتونو عاملین باید رسوا شي او که هغه په هرځای او هرې څوکۍ کې وي باید محاکمې ته راوکاږل شي. نور دبښنې وخت تېر شوی که غواړو چې نور جنایتونه  کم کړو او په خپل سروژنې کمې کړو نو لازمه ده چې دجنایت کارانو محاکمه سرته ورسوو.
یوشمېر کارپوهان دانظر هم لري چې ښایی په اوسنی وخت کې دغه لست ددې لپاره خپور شوی وي چې له اوسنیو جنایتونو نه دافغانانو ‌ذهن بلې خواته متوجه شي خوحقیقت دادی چې په افغانستان کې دټولو شوو جنایتونو او بدمرغیو پیل هماغه دثور کودتا او عاملین یې دي او تراوسه پورې چې کوم درد افغانانو ته رسېږي خلقیان او پرچمیان یې عاملین د ي او باید ددغو جنایتونو عاملین هیر نه کړو په دقیقه توګه له کمونستی واکمنۍ وروسته هم چې کوم جنایتونه سرته رسېدلي  په هغو کې هم دپرونیو جنایت کارانو لاس بیخی څرګندیږي . چې باید محاکمه او ولس ته یې څېرې رسوا شي.
که چېرې د روسانو یرغل ته نظرواچوو چې اووه کاله یې زموږ پرخلکو چپه مېچنې وچلولې نو هغه هم دهمدغو دثور داوومی دعاملینو دکړنو اوبلنو پایله وه چې زموږ پرخلکو یې تحمیل کړه او که چېرې هم دخپلو خلکو په تېره بیا دکابل دخلکو ماتمونه دمجاهدینو له بری نه وروسته راپه یاد کړو نو اصلی سرچینه یی بیا هم په همغه کمونستانو او دغوایی  داوومې نېټې په عاملینو کې وینو چې د پردی عقېدې په خپلولو سره یې خپله لږ ګټه زموږ د خلکو او هېواد په غټ تاوان کې لیدله.
لنډه داچې که کمونست پلوه خلقي او پرچمي ډلو په افغانستان کې کودتاه نه وای کړې دافغانستان قانوني جمهوررییس یې نه وای شهید کړی یا وروسته له واک نه یې خپله کمونستی مفکوره پرخلکو نه وای تپلې او دخلکو په وژلو ، زنداني کولو او ځورولو یې لاس نه وای پورې کړی نو کله به هم دغه د وروستیو کلونو غمیزې دافغانستان پرخلکو نه وای راغلې.
که دوی هرڅومره ځان سپېڅلي وبولي او دخپل بام واوری په نورو ورواچوي خو د تاریخ پاڼې به دروغ ونه مني او حقیقت به ضرور څرګندیږي.
په دې هیله چې نور دافغان ولس وګړي دپردیو عقېدې په خپلو لو سره پرځان او زموږ دهېواد په خلکو هغه څه ونه تپي چې دوی ته دمختوروالی او ابدی بدنامی او عذاب  او نوروته دستونزو او غمونولامل شي. دغه راز په دې هیله یو  هغه شمېر کسان چې لاسونه یې زموږ دملت په وینو سره دي او په هکله یې کره اسناد موجود دي نو ضرور دې محاکمه کړای شي، ترڅو په راتلونکی کې دجنایتونو مخه ونیول شي ، دولت باید دهغو افرادو دحقوقو پوښتنه وکړي چې بې ګناه نیول شوی زورل شوي او بیا شهیدان شوي. داسمه ده کله چې مجاهدین بریالی شول نو عمومی عفوه یې اعلان کړه خوداعفوه ددې مانا نه لري چې له هغه سره دخدای امر ترپښو لاندې شي. هغه عفوه دهمغه وخت ددولت مامورینو، کارکوونکواو دفاعی او امنیتي برخو کارکوونکو ته وه ترڅو دبې ځایه وژنو او انارشی مخه ونیول شي او هرڅوک دخپلې شخصې دښمنۍ لپاره خلک ونه وژنی او هم له سیستم سره نوره جګړه ختمه وه. اوس نو هغه وخت راغلی چې ټول جنایت کاران په تېره بیا دکمونستانو دوخت جنایت کاران چې زموږ هیوادوال یې بې ګناه وژلي او پرته له اسنادویې په هغوی دمرګ حکم کړی دخپلو عملونو سزا ووینی او که داسې ونه شي نو خدایی عدالت به ترپښو لاندې شی او زمو دشهیدانو ارواوې به نارامې شي.
-------------------------------------------------