
زړه مې تا پسې خوږيږي ته يې چيرته؟
درد يې هيڅ نه قراريږي ته يې چيرته؟
زړه مې وايي چې زما په لور رادرومې
چپه سترګه مې ريپږي ته يې چيرته
انتظار دې څومره اوږد سفر جوړ شو
چې په عمر تماميږي ته يې چيرته
په ژړا ژړا مې اوښکې شولې وچې
نورې سترګې مې ړنديږي ته يې چيرته
څو شیبې مې د ژوند پور ځنې اخيستي
زنکدن مې رارسيږي ته يې چيرته
انتظار درته ولاړیمه په لاره
دلاس ګل می مړاوی کیږي ته یې چيرته
بې له تا دبل چا نوم لیکلی نشي
د نقیب قلم ماتیږي ته یې چیرته
نقیب الرحمن لکڼوال