
يوسف
انتظار
افغانان
په داسې حال کې دسولې دنړيوالې ورځې لمانځنه کوي ، چې په هېواد کې را روانو
ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنو ته تيارى نيول کيږي او وسلوال امنيتي ځواکونه
دهېواد په ګوټ ګوټ کې دامنيت دتامين په موخه چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
سوله
بنسټيزه اړتيا او دهر افغان غوښتنه ده ، سوله او په سوله کې گډ سوله ييز ژوند
انسانان دپرمختګ ، سوکالۍ ، او نيکمرغۍ لوړو
پړاوونو ته رسوي ، دنړۍ کومو هېوادونو او ولسونو چې دسولې
خوند څکلى دى او دسولې او سوله ييز ژوند
په مزه پوهيدلي دي ، نن تر هرچا دارام او بسيا ژوندانه خاوندان دي.
خو په ډېرې خواشينۍ او تاسف چې زموږ ګران هېواد
افغانستان له دريينيمو لسيزو را په دې خوا
دسولې او امن له دې ستر نعمت څخه بې برخې دى ، او دجګړې د روان بهير په ترڅ کې يې
دسر او مال ستر زيانونه ګاللي او دهېواد مادي او معنوي شتمنۍ تالا ترغه شوي دي، چې
رغيدل يې لسيزې، لسيزې وخت غواړي.
افغانان
په هېواد کې دسولې او امن دټينګښت په هيله
شپې او ورځې سبا کوي خو له بده مرغه دغه هيلې تر اوسه پورې نه دا چې پوره شوي نه
دي ، بلکې دسولې دراتګ پروسه دسترو ننګونو او چالشونو سره مخ ده او د نامشروع
او ناروا لاسوهنو له امله دهرې ورځې په
تېريدو او دهر بدلون په راتلو سره وضع او حالات لا پسې ترينګلي کيږي . دسولې پروسه
له شک پرته ډېره مغلقه ، پېچلې او څو بعدي پروسه ده، چې دسولې او سولې ته درسيد پر
پروسې يې سيورى غوړولى دى .
افغان
دولت په ځانګړي ډول دهېواد جمهور رئيس ديوې لسيزې په زياته موده کې دروغې جوړې،
سولې او امن راوستو لپاره ټول عملي امکانات برابر کړل او ددولت دوسله والو مخالفينو په رضاکولو او د تير خفګان
په هېرولو سره يې هغوى ته دورورۍ لاس ورغځولى دى ، او دا يې هم ويلي دي ، چې که
دطالبانو دمشر ملا محمدعمر ادرس ومومي، نو دى به ورسره خبرې وکړي. په داسې حال کې
چې وسله والو مخالفينو تراوسه دسوله ييز حل لپاره حتى يو وړانديز هم نه دى کړى او
دسولې په اړه خبرې هم بل څوک کوي.
دپرديو
هدف دادى چې حتى وروستى افغان هم دافغان په لاس ووژني او غواړي افغانستان
په يوه هديره بدل کړي، طبعي ده چې پر
هديره باندې چوپتيا خوره وي او افغانان هيڅکله هم دخپل وطن لپاره مرګوني چوپتيا نه
غواړي.
دا
راز يې د ١٣٨٩ لمريز کال په بهير کې
دافغانانو دخپلمنځي پوهاوي او په هېواد کې دسولې، امن او ټيکاو رامنځته کېدو په
موخه دسولې عالي شورا رامنځته کړه او دهېواد په ولايتونو کې يې ددې شورا اړوند
څانګې پرانيستې تر څو وکولاى شي دخپلو هڅو په ترڅ کې دافغان دولت او وسله والو
مخالفينو ترمنځ دخبرو اترو پيل شوې لړۍ پرمخ بوځي او داسې لاره ومومي چې له امله
يې دافغانانو دغه ستره هيله پوره او هېوادوال ديوې سوله ييزې او سوکاله راتلونکي
پر لور ګامونه پورته کړي او په هېوادکې دورورۍ او سالم جوجاړي فضاء واکمنه شي.
دسولې
عالي شورا بايد وکولاى شي، چې له وسله والو مخالفينو سره دسولې او خبرو اترو دروان
بهير په پياوړي کولو سره هغه څه لاسته راوړي چې افغان دولت ، ناټو او ايساف
ځواکونه يې په لاس ته راوړلو کې پاتې راغلي دي او دا به د افغان دولت او افغانانو
لپاره وروستى چانس وي.
دسولې شورا هڅې د وسله والو مخالفينو په رضا
کولو او هغوى سولې ته درابللو بهير هغه وخت بريالى کيداى شي چې له يوې خوا دسولې شورا په مشرتابه کې روغه
جوړه رامنځته شي او بل دا چې دسولې دپروسې دپر مخبيونې لپاره دسولې شورا پر ترکيب
له سره نوې کتنه وشي او هغه کسان ددې شورا دغړو په حيث وګمارل شي چې په رښتيني ډول
دسولې راتګ ته ژمن وي.
موږ
يو ځل بيا دجګړې پر دواړو لوريو غږ کوو چې خپلو ملي او اسلامي مسووليتونو ته په
پام سره په افغانستان کې دسولې د راوستو، دهېواد څخه د کور ورانوونکې جګړې دلمنې د
ټوليدو، دافغانانو تر منځ دملي يووالي، ملي وفاق درامنځته کيدو او دملي ګټو
دخونديتوب په موخه جګړه ودروي ديو ميز تر شاه راغونډ او د يو داسې ميکانيزم په
رامنځته کيدو کار پيل کړي ، چې ټولو افغانانو ته دمنلو وړ وي، دا راز موږ
دافغانستان په مسئله کې دښکېلو هېوادونو څخه غوښتنه کوو ، چې دسولې د راوستو په پروسه
کې دافغانانو سره مرسته وکړي او دسولې دپروسې پر وړاندې د رامنځته شويو ننګونو او
چالشونو په له منځه وړلو کې عملاً لاس په کار شي .
موږ
افغانان هم بايد په دې وپوهيږو ، چې دهېواد پنځه ديرش کلنې تجربې عملاً دا وښودله چې سوله، امن او ثبات په جګړو، بمباريو،
وژنو سره نه يوازې دا چې راتلاى نه شي، بلکې د زور کاروونه، پرجګړې ټينګار
او په دې برخه کې سر تمبګي نورې ستونزې او
خطرونه هم رامنځته کوي او هېواد د لازياتو ناخوالو او بد مرغيو پر لور بيايي.
هيله
ده چې تل پاتې سولې ته تږي افغانان يوه ورځ دسولې د خواږه او الهي نعمت څخه برخمن
شي.