
په دې تېره یوه لسیزه کې د پښتو ژبې او پښتوادب ته ډېره پامرنه اوډېر کتابونه لیکل شوې دي،د پښتوژبې په دې پرمختګونو باندې هر پښتون په بې سارې توګه خوښ او خوشحاله دي او دنورو پرمختګونو،بریاوو په هېله یوو، په هر ډول کتابونو باندې لکه ناول،لنډو کیسو،شعري ټولګو،سیاسي کتابونو.... زمونږ د پوهانو له خوانه کره کتنه(نقد) ورباندې کیږي پوهان او لیکوالان په اند اونظر ورکوي،دکتابونو په لومړیو مخونو او پاڼو کې یې
اندونه(نظرونه) یې چاپیږي لیکوالان هم خوښ وي چې د دوی په کتاب یې د ډېر تکړه لیکوال اند(نظر)په ورکړی خوپه خواشینۍ سره ویلی شوچې زمونږ یو شمیر لیکوالان په سمه توګه کتاب نه ګوري که یې وګوري هم دکتاب تر چاپ دمخه خپل نظر ورکوی چاپ وروسته یې نه ګوري چې کتاب څه تېروتنې لري،د چاپ ، لیکنې،کلمواو دکتاب کمزورتیا ،بعضې کره کتوونکي دې ته خوښ دي چې دوی دومره توان لري چې په یوه کتاب خپل اند(نظر)ورکوي که د لیکوال کتاب مثبت که منفي وي همداراز د کره کتوونکي اندڅومره اغېزمن دی،انداونظر یې څومره اغېزه لري یواځې خوښ وي چې په کتابونو یې اند خپریږي اومشهوره کیږي،زما په اند داسې لیکوالان او کره کتوونکي د پښتو ژبې اوپښتو ادب ته ډېر ستر زیان رسولای شي چې د ګټې په ځای یې زیان ډېر وي، د داسې لیکوالانو،کره کتوونکو مخه د پښتو ادب کره کتوونکواو پښتو ژبې لیکوالانو،پوهانو لخوا نه باید مخه ونیول شي
چې بېلګې یې مونږ سره ډېر زیات دی.
په درنښت
امید کمالزی (سهاک)
میدان ښار،افغانستان