په پښتنو وژونکی حملی

د چنګیز د حملی نه وروسته چی ټول اسلامی امت یی و ځپلو خو پښتانه یی پی په خاص ډول و ځپل ځکه چی د چنګیز په پوځ که موجودوجالونو د ستراتیژی سره سم باید پښتانه ضعیف شوی وای ترځو دنوو صلیبی قواوو چی د چنګیز سره راغلی وو د مستقر کیدو زمینه مساعده شی. دغه د هدفونو د تعینولو جالونه ډیر مسلکی او په کار پوه خلک وو او اصلی هدفونه یی صلیبی خو د چنګیز د ظالمانه زبرځواکی څخه په استفادی یی د مسلمانانو د محکومولو پلانونه عملی کول.
بیا ورسته د جنګ او مسلمان وژنی دغه تکتیکونه د ضرورت مطابق په مختلفو شکلونو کی عملی شول که لنډه یی را غونډه کړو نو حتی د مغلو د اسلام په نوه حکومت کی هم همدغه هدفونه عملی کیدل.
کله کی شیعه ګان په منطقه کی په خپله قدرت شول نوبیا یی خپلی شیطانی فتوی ګانی چاپ کړی او ویی لیکل چی سنی کافر دی خو جنګی یی تنها د پښتنو سره کولو. دهغه نه وروسته هم مختلف مثالونه شته.
دا ستراتیژی ګانی مختلفوی وی د قوم د وژلو، د محرومولو د بیځایه کولو او د شخص د وژلو، د هغه دنظر د وژولو او د شخصیت د وژلو ستراتیژی ګانه جدا جدا په ډیرو مثالونو کی شته.
که راشو ځینو مثالونوته: ټول پښتانه وزیران حتی چی دوکتورا ولری بیسواده ورته ویل کیژی خو ضرار احمد مقبل، بسم الله ، په خپله فهیم، قانونی، محقق، کاظمی، انوری، او داسی نور چی صرف ابتدایی درسونه هغه یی هم غیر رسمی ویلی هغوی ته د کارشناس لقب ورکول کیژی ا و کله چی د کومی اداری متصدی وی نو هیڅ به په مطبوعاتوته ددوی د تحصیل کفایت مسلک یا نورو شیانو خبری وانه اوریدل شی خو په هغه ورځ چی پښتون وزیر شی بیا به د کفایت مسلک یا تعصب ، انګیزی خبری شروع شی دا فقد د پښتون ضد جګړی یو شکل دی او بس. کله چی جلالی د کورنیو چارو وو نو حفیظ منصور ، او دشتی به هره ورځ د پولیسو د بی کفایتی او فساد راپورونه نشرول د هغه ورځی نه چی مقبل راغی نو بیا په همغه ورځ شی خبری شروع شوی حتی مقبل د دی نه خیر نه وو چی څو کسان هلته کار کوی خو فساد ورک شو او انګیزه پیداشوه.
کله چی رحیم وردګ د دفاع وزیر وو د انګیزی خبری وی د بسم الله د راتګ سره په یوه ورځ ورکی شوی څرنګه یی علت پیدا شو څرنګ انګیزه پیدا شوه انګیزه د طرز د فکر نتیجه ده څرنګه په یوه ورځ دا فکر بدل شو.
کله چی محقق د پلان وزیر وو هرڅه ښه روان وو خو د احدی د  علم او شهرت سره بیا نا خوالی شته. اشرف غنی لیونی دی، کرزی بی کفایته دی، ګل آغاش شیرزی قمار وهی، فاروق وردګ متعصب د ی کریم خرم متعصب دی، حنیف اتمر د برتانیی کس دی، جلالی سګ شوی دی. سیاف غل دی ګلبدین او ملا عمر القایده دی . خو مسعود قهرمان دی، ربانی شهید دی، مزاری په جنت کی د جنتیانو مشر دی، آصف محسنی آیت الله دی، قانونی مجاهد دی، عبد الله داګتر دی، فهیم و اخلیلی معاونین محترم دی، او اسماعیل خان امیر او حکیم شجاعی هم د سولی ساتونکی دی.
راځم اصلی مطلب ته: د سپاه پاسداران پّ واسطه نشر کیدونکی ویب پاڼه ( افغان پپر) د اصیلا وردګ په باره کی په بی ادبی سره خبری کړی اګر چی ماته د حکمتیار یوه خبره را په یاد شوه چی ویل به یی چی زمونژ شخصیت خلکوته ته معلوم دی او ددښمن دتبلغاتونه هیڅ ډار نه لرو. اصیل خلک پیژنی او خپل قضاوت کوی خو دا لیکنه ځکه کوم ترځو ستاسو نه وغواړو ددغه سړی وژنی به مقابل کی سره یو شو او عکس العمل ښکاره کړو ځکه دوی د اصیلا دښمن ځکه دی چی اصیلا د خپل تګ سره سم د ازلی دښمن او دایران د تربیه شوی ظاهر طنین مخالفت کړی ځکه هغه دا ۱۰ کاله پښتانه په شهدو وژلی وو خو کله چی اصیلا هلته تللی نو ددی متعصب او نورو ورسره متعصبینو د مخنیوی اقدام یی په میړانه کړی نو ځکه دوی د شخصیت وژنی د ستراتیژی  نه په استفادی غواړی هغه د خپلی مخی څخه لری کړی.
زما غوښتنه داده چی اصیلا ته د قهرمانی لقب ورکړو ترځو دنورو دغسی حملو په مقابل کی نور پښتانه د حمایت احساس وکړی.