نوی غزل


ستا پېکي او اننګیو درته څه ویلای نشمپه خپلو اوښکو او سلګیو درته څه ویلای نشم
چی په یو نظر دی زه زبر زبر کړمښکلو سترګو خونړیو درته څه ویلای نشم
سوځلو دښتو کله شنې به شۍ بیااه شنو شنو غوټیو درته څه ویلای نشم
تنګی ګلان درنه یاره یاره چا یوړلد دښتو سپېرو سېلیو درته څه ویلای نشم
بهیره ستا خوله هم سپېره سپېره وخوځېدهبیا ورته د زړګی خبر په خوله ویلای نشم