ستونزې چېرې دي؟

هرمهال،چې يوه ستونزه راپيداشي،نودقبايلي انساني عادت سره سم يې سړى پړه پرنورو،وراچوي،كه څه هم ستونزه،به پخپله هماغه سړي رامنځته کړې وي !
زموږه حكومتي چارواكي هم داعادت لري،چې خپلې ستونزې نه ويني اوهمېش دخپل بام واورې دنوروپربامونووراچوي، چې داناسم تشخيص هېوادته دروغتيا په هيله ناروغتياپېښوي.
كله چې ناروغي سمه تشخيص شي نودرملنه يې هم اسانه شي.اوكه ناروغي يوه وي اودرمل دبلې ناروغۍ وركول كيږي،نوناروغي لاپسې زياتيږي!
زمونږدهېواد،دناروغۍ تشخيص هم كله ناكله دځينوسياسي ډاكټرانولخواناسم کيږي،چې دې ناسم تشخيص دهېوادناروغي نوره هم پسې سېواکړېده.
دهېواددتباهۍ اصلي عوامل په خپله په حكومتي چارواكيوكې دي اوهمدوي دي،چې حكومت يې دمرګ له ګواښ سره مخامخ كړيدی.
يواځې،كرزی خوپه تنهاۍ هرڅه نشي كولای اونه يواځې واکمني كيږي!ددۀ ملګري كولای شي،چې له دۀ سره ديوې ټولمنلې ادرې په رامنځته کولوكې مرسته وكړي اودهېواد،دامنيت،بيارغونې اوجوړونې لپاره ګډې مثبتې هڅې وكړي.
خوله بده بخته له ښاغلي كرزي سره،وړاوپرهېوادمين كسان ډېركم دي اوكه څه ورسره هم دي،نوهغوی هم دمافيائي ډلولخوامحاصره شويدي اوخپلوسمواوګټوروفعاليتونوته نه پرېښودل کيږي!
له كورنيوچارو به يې راشروع كړو.دكورنيوچاروپه وزارت كې دبډوبازاربيخي تود دى.وزير صيب كه پخپله بډې نه وهي خونوردلالان لري.هغوی ورته دتحفوپه نامه بډې اخلي اودلالان يې هم هماغه كسان دي،چې له نوموړي سره د(پېژندوالۍ) په دوران كې ملګري وواوداوسني دفتررياست يې هم په غاړه دى!
په كورنيوچارو،وزارت كې اجرات په سمه توګه نه كيږي.حقايق په يوۀ نامه اوبل نامه پټيږي اوښاغلي كرزي ته،دمافيالخواتور،سپين اوسپين،تورښودل كيږي.دغلته دملي ګټولپاره كارنه بلكې دشخصي ګټولپاره كارروان دى،چې په نتيجه کې دكورنيوچارو،وزارت پخپلوچاروكې سل پرسله ناكام راغلی دی!
هيښنده ده،چې حكومت لاتراوسه دخپلواداروپربدۍ اوښه توب نه دی خبر! دوی لاخبر ندي چې دكابل- هرات پرلويې لارې څه تېريږي؟ په ولايتونو اوولسواليو كې قوماندانان څه كوي؟ايادجنګ سالارۍ دوران يې ندى جوړكړی؟
په كورنيوچارووزارت كې،له خلكوسره فرعوني چلندكيږي.انساني چلند پكې څوک پېژني هم نه !هرسړی،چې دكورنيوچارو،وزارت ته ورشي،نوهرومروبېرته، ترې خوابدی وځي!چې له دې اودارنګه نوروناوړوچاروسره پرحاكميت دولس بې اعتمادي،لازياتيږي،چې زياته شوې هم ده!
اودالاعجبه ده،چې دخوابدۍ كارونه عمدتادمافيائي بانډونولخواترسره كيږي،ترڅو نظام نه خلك زړه تورن كړي!!!
بله خبره دا،چې دامهال په حكومت كې حكومتګوټي رامنځته شويدي.يوچارواکی بل چارواکي ته هډوځآن مسوول نه ګڼي!اوځينې لاپه چابنداو،وازهم ندي.دغوكسانوكې ملي مفكوره نشته،يواځې ديوې سيمې مفكوره لري اودهمدغې سيمې دوګړيوحمايه كول يې هدف دي اوبس!
دادشبرغان دپېښې پلټنه چې وشوه،څه نتيجه يې وركړه؟
ولې اجرات ونشول؟
كابل كې ورځ په ورځ بې امنيتي زياتيږي خوپوښتنه يې نشته،اخرولې؟
خلك تهديږي خوبياهم اجرات نه كيږي؟
داملي امنيت اوكشفي ارګانونه پرڅه اخته دي؟
ولې دغټوغټوپېښوله كېدوڅخه نه خبريږي؟ له دې نه مالوميږي چې په ملي امنيت كې هم ددغوبانډونوخلك ننوتلي دي اودخپلوملګرودرسواۍ لپاره زړه نه ښه كوي!
افسوس ،چې ددولت نيمائي بودجه، پرهمدغه بې کفايته ملي امنيت مصرفيږي خونتيجه يې په صفرکې ضرب ده! ملي امنيت، يواځې دې ته پرېږده چې يوبګړيوال بې ګناپښتون راونيسي او دالقاعده په نامه يې تورن کړي،نوره يې کومه توره کړېده؟
داغړوندي وال اونېکټايدار،خاينان خودوی بيخي په خاينانوکې نه شمېري،که څه هم دا وطن همدغووران کړيدی او ورانوي يې!
بله خبره،دكرزي صيب خواوشا،مشاورين هم ځينې له دغوبانډونوسره تړلي دي اودهغوی لخواورته معاشونه وركول كيږي،خوكرزي صيب ترې نه خبرهم ندی!
ښه نوپه دغسې مافيائي بانډونو،نظام ګوټواوبې كفايتۍ كې پړه پرمخالفينواونوروراچول لويه غلطي نه ده؟
که غواړي،چې اداره جوړه شي، نوكرزی صيب دې خپله اداره کې کيفيت راپيداکړي! دغه نظام ګوټي دې په يوه واحد نظام بدل كړي!خپل ګردچاپېره وګړيوباندې دې فکرووهي! په وزارتونوكې دې له روانوچارونه ځان خبركړي اومافيائي ډلې دې له منځه يوسي!
له ځان نه دې سپين سپېځلي خلك راتاوكړي.مخالفينوسره دې خبرې وکړي،ځکه مخالفين هم دهېوادبچيان دي اودپرديوپه خولې دې له لاسه نه ورکوي! ستونزې دې ځانته مالومې كړي،چې ستونزې چېرې دي،اياپه دولت كې داخل دي اوكه له دولت نه بيرون؟
پاى كې بايدووايم،چې دغه چانس افغانستان ته لوی خداى(ج) په لاس وركړی، له دې نه دې ښه ګټه پورته كړاى شي.كه نه نو پرافغانانوبه د،نړۍ دبې كفايتۍ ګومان،ايمان شي اوبيابه ورباندې دخپلې بې كفايتي له امله هيڅوك هم اعتبارنکوي! (اسد١٣٨٦)