
حامد کرزی د قومی او نمایشی ایتلافونو د ماتولو ښه تجربه لری!
کوم خلګ چی د عبدالله عبدالله سره په نوی ایتلاف کې راغونډ شوی دوی خو له پخوا نه د عبدالله عبدالله سیاسی ملګری دی.
لا هم ددوی د ډلی او فکر پیاوړی ملګری له دی ایتلاف نه د باندی پاتی
دی او ددی ایتلاف سره چندان د زړه مینه نلری....او ښایی چی د عبدالله
عبدالله د نوی ایتلاف پرضد په نژدی راتلونکی کی له یو قوی ټیم سره یو ځای
شی.
((مارشال محمد قسیم فهیم،،استاد کریم خلیلی،حضرت صبغت
الله مجددی، پیر سید احمد ګیلانی،،دهرات زون پیاوړی کس تورن اسمعاعیل
خان،،،سید حسین انوری،،،صادق مدبر،،پوهاند نعمت الله شهرانی،، نجفی
زاده،،اکبری ډله،،،د ولسي جرګې مشر ابراهیمی،،،بسم الله خان،،ضرار احمد
مقبل،،دجمعیت اسلامی مرور غړی....سپنتا،،،
او په همدی توګه په
مجاهدینو کې قوی خلګ،،،، استاد سیاف،،حاجی صاحب دین محمد،،، ګل اغا
شیرزی،،،حزب اسلامی افغانستان، اتحاد اسلامی، عارف خان نورزی،،پاچا خان
ځدراڼ،،جمعه خان همدرد،،،او یو شمیر نور چی دا مهال په کابینه کې قوی خلګ
ګڼل کیږی د عبدالله عبدالله د ایتلاف په اړه به چپه خوله نه وی ناست.
او همدا راز په موجوده حاکم ټیم کې قوی وزیران او د ولایتونو والیان.....
اوس ټولو ته ډاډ ورکوم چی دغه نوی ایتلاف یواځی د سیاسی ونډی د اخستلو او
سیاسی مانور په توګه ترسره شو هیڅ راز جدی او برخلیک ټاکوونکی ونډه نشی
لوبولی.......