ننګرهار هوایي ډګر غواړی؟

 
خان ولي کامران
که څه هم د ولسمشر کرزی په تیره دولس کلنه دوره کې د پښتون مېشتو سېمو د ځپلو او خلک له ټولنیز ژوند څخه په لوی لاس بې برخی شوي او دغه لړۍ اوس هم روانه ده خو که کوم ټک پک کارونه شوي نو هغه د ښاغلي حکمتیار صیب له برکته دی ځکه هغه په یوه مطبوعاتي مرکه کې په څرګندو ټکو ویلی ول که زموږ پوځی مخالفت له نړیوالي ټولنې ( امریکا) سره نه وو رامنځ ته شوې نو شاید نړیوالي ټولنې په افغانستان او په ځانګړې ډول په پښتون مېشتو سېمو کې د سړکونو د بیا رغونې کارونه نه ترسره کول.
 رښتیا هم په زیاترو پښتون مېشتو سېمو کې د ملا محمد عمر مجاهد صیب او اینجینر صیب حکمتیار د پلویانو لخوا په لویو لارو او سړکونو کې د ځمکي لاندې ماینونه خښیدل چې د دولتی او نړیوالو نظامي ځواکونو سربېره به پرې کله کله ملکي خلک هم جنت او دوزخ ته لېږل کیدل خو نور ددغو ولایتونو خلک له پوهي  څخه لري پاتې کیدل چې په زیاترو ولایتونو کې تر اوسه پورې د ښوونځیو دروازي د ماشومانو پرمخ تړل شوي دي.
خو په پښتو مېشتو سېمو کې هم ولسمشر کرزی او د هغه د کابینی یو شمېر وزیران د مور او میری سلوک کوي او په لوی لاس غواړي په ختیځ او جنوب ( لویه پکتیا) کې د خلکو د ستونزو د هوارولو لپاره بنسټيزی د بیارغونی پروژی ترسره نشي او په دغه دولس کلن حکومت کې تر اوسه داسی کومه کار نه دی شوی چې هغه د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون روالي.
یو له دغو ولایتونو څخه د ننګرهار ولایت دی چې له پلازمېنی کابل وروسته پخوا دویم ولایت شمېرل کیده خو اوس فکر نکووم چې په لسمه درجه کې هم پاتې وي ځکه دده هم سیال ولایتونه لکه هرات، بلخ او کندهار له ننګرهار سره د ځمکي او اسمان توپېر لري د ننګرهار مرکز جلال اباد ټول دوه کوڅي ښار دي او د یادو ولایتونو په ښارونو کې خلک ورکېږي، یاد ولایتونه له پلازمنېني کابل او نورې نړۍ سره د هوا پواسطه وصل شوی چې سوداګرۍ او پراختیا یې وغوړېږي خو ننګرهار کې څوک په ځمکه باندې هم نه پرېښودل کېږي ترڅو خلک له ستونزو سره لاس او ګریوان وي.
د ننګرهار ولایت د ستراتیژیک اهمیت له پلوه خورا ارزښتمن او د کابل دروازه بلل کېږي او اهمیت یې د هېواد په تاریخ کې له هره پلوه جوت دی که هغه د اقتصاد له نظره وی ، که هغه د کلتور او فرهنګ له نظره وی، که هغه د سیاست له نظره وی او که هغه د فوځي ځواک له نظره وي خو له دغو ارزښتونو سره سره بیا هم دغه ولایت ته هیڅ پاملرنه نه ترسره کېږي او په لوس لاس مرکزی دولت غواړي دغه ولایت خراب کړي.
د ننګرهار هوایی ډګر فعالیدل چې د سېمي په پرمختګ کې خورا ارزښتمن بلل کېږي خو متاسفانه چې له دغه هوایې ډګره یوازې دیوالونه راتاوو دی او نور ترې هیڅ د ختیځی سېمي په پرمختګ کې ګټه نه اخېستل کېږي هرکال د نورو ستونزو سربېره د حج د مراسېمو پر مهال د ختیځو ولایتونو خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان وي او تر اوسه پورې د کابل په یخنیو کې د حج د مراسېمو پرمهال زورېږي خو هیڅ دغه ستونزه د ننګرهار د مسولینو لخوا نه ده هواره شوي نو که چېری دغه هوایې ډګر فعال شي نو له یوې خوا به ختېځه سېمه ورسره اباده شي او بلي خوا به د پلازمیني کابل هوایی ډګر باندې د حج د مراسېمو پرمهال ستونزي را کمي شي.
خو د ننګرهار د ستونزو په هواریدو کې د مرکزی دولت د مسولینو سربېره زموږ خپل مسولین هم پړه او ملامته دي ځکه د رایو پرمهال همدغه زموږ مسولین او وکیلان هر کور ته د رایو لپاره په ننواتو ورځي خو د ستونزو په هوارولو کې هیڅ مسول اړین ګام پورته نکړ او حتی د میډیا له لیاري هم دغه غږ پورته نکړ نو اوس چې بیا د حج مراسیم را روان دي نو بیا به د ختیځو څلورو ولایتونو ( ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان) خلک په پلازمینه کابل کې کړېږي او غږ به یې د نورو چارواکو سربېره خپل چارواکې هم نه اوري.
نو موږ ختیځ وال د ننګرهار هوایی ډګر فعالیدل غواړو او د نه فعالیدو په صورت کې به ختیځ وال دا ځل غلي لاس تر زني کینني او هم د خپلو مسولېنو سربېره چې زموږ د مشرۍ دعوه کوي او په پلازمېنه کابل کې زموږ پر سر یې څوکۍ نیولي هم را پورته شي او خپل حق به له افغان دولته په زوره وغواړي.
نو زموږ وړاندیز د ننګرهار مسولینو چارواکو او وکیلانو ته دا دي چې اوس هم سر له وخته دی سره  په خپلو منځونو کې یووالي رامنځ ته او د ستونزو د حل په اړه له یو بل سره مرسته وکړي او هم په راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره یو نظر او پرېکړه وکړي او له هغه چا څخه ملاتړ باید وشي ترڅو د ننګرهار سربېره د ټولو ختیځو ولایتونو د خلکو ستونزو حل ته په خپل حکومت کې پاملرنه وکړي ګني بیا به د تیر په څېر ختیځ وال استعمال او په حکومت کې به هیڅ ونډه ونلرئ.
د ځوانو مدني خوځښتونو او نورو روڼ اندو ځوانانو او مشرانو څخه هم غواړو چې  په خپلو منځونو کې سره جرګه شي او د ختیځو ولایتونو په مسولینو مشرانو وګرځېږي ترڅو یو موټي او په ټاکنو کې هم له یو کاندید څخه ملاتړ وشي ترڅو هغه بریالي او په راتلوونکو حکومتونو کې ننګرهار او نورو ختیځو ولایتونو ته زیاته پاملرنه وشي چې له نیکه مرغه یو شمېر ځوانانو دغه خوځښتونه پیل کړي چې په نږدي کې راتلوونکې کې به له ټولو مشرانو سره د ختیځو ولایتونو د ستونزو او د یو موټی کیدو په اړه سلا مشوري وشي.