
بندیان
څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال ۱۰
۹۰
هر بندي به چې جامې واغوستې یو کس ورته ولاړ و هغه به را ښوونه ورته کوله چې هغه
میز ته ورشي، هلته به یې بیا نومونه لیکل له هغه وروسته به یې د چپ لاس پنجره ورته
خلاصه کړه، یو یو کس چې کار به یې خلاص شو ورننویستلو به یې، هلته به کس ولاړ و،
هغه ته به یې ویل چې پلانۍ نمبر خونې ته یې ننباسه!۹۰
بیا
یې پوښتنې پیل کړې چې ډېر خو به یې وهلی نه وې؟ ما ویل تاسو خپله هغه ځای لیدلی،
چې وهل او ټکول پکې څومره دي؟
دا
خونه یو نیم په دوه متره کې وه، له ما سره ۱۲
کسان شولو پکې، یو ټپي اوه لس کلن خام ځوان هم د دروازې مخې ته پروت وو، په پښه کې
یې سیمان وو، ږیره یې لا نه وه راغلې، هغه غلی پروت وو له هېچا سره یې کار نه
لرلو.
یو
تقریبا د شپيتو کلونو په عمر سپین ږیری بوډا هم په همدې خونه کې بر سر ته
تکیه وهلې وه، هغه کس چې له ما نه یې پوښتنې کولې، هغه راته ویل چې جرم دې څه دی؟
ما ورته ویل د امریکایانو مخالفت! وايي په اقرار کې دې هم همداسې ورته ویلي ما ویل
هو! بیا یې راته ویل: یره وروره ته هم زما په څېر ساده یې! ددې ځای په حالاتو نه
یې خبر، احتیاط کوه چا ته حال مه وایه چې جرم دې څه دی، دلته په هره خونه کې یو یو
جاسوس د بندي په بڼه شته، په دې دهلیز کې چې څومره خونې دي په دې ټولو کې یوازې دا
زمونږ خونه ده چې جاسوس نشته پکې، په نورو ټولو خونو کې یو یو جاسوس شته، تا خو دا
خبره مونږ ته وکړه، خو که بلې خونې ته یې بوتلې، یا بل چا پوښتنه در نه کوله، فکر
کوه چې سم حال ورته ونه وايي! ځکه بیا نور مشکلات درته جوړوي.
ما
ویل خیر یوسې، الله دې اجر در کړي، ما ویل تاسو یې ولې راوستي یاست، نومونه مو څه
دي؟ د کومو ولایتونو یئ، هر یو خپل نوم او ولایت را ته وښود، یو بل کس راته ویل چې
دا ډاکتر صیب دی، دا یې له عملیات خانې نه راوستی دی، ما له ځانه سره ویل چې په
لومړي سر کې چې ما دا کس ولیدو پوه شوم چې عادي کس نه دی. نور بیا
عبد
الحنان مجاهد