داقصورځماديار،که مې دځان دیچې مې يارنن دپردوپه لارروان دی
له پرديوبه په کومه خوله ګيله کړمچې مې خپل وروردپرديوهمپيمان دی
دباباپه ټول جايداد،دده دعوادهخوله اصل ونسب،ټولونه پښيمان دی
په ښکاره نارې وهي چې افغان نه يمافغان ندی خو،وکيل دپارلمان دی
دکړووړواختيارېې ټول دبل پلاس دیهرعمل ېې دکوم بل چا په فرمان دی
زه قيام له ټول جهان نه ګيله من يمچې په مونږېې راتپلئ هرشيطان دی
الحاج الهام الدين قياموالدورف/جرمنی
وروستي