
ل. ایمن محی الدین
ژ. نعیم نسیم، کابل
آګست۲۰۱۳،۲۰
د اخوان المسلمین ګوند نن سه شنبه وروسته له هغې، چې د ګوند روحاني مشربدیع ونیول شو، خپل نوی مشر اعلان کړ.
اخوان په داسې وخت کې خپل مؤقت مشر ټاکي، چې د پرځول شوي ولسمشر محمدمرسي پلویانو خلاف د حکومت ځپل لا هم روان دي. محمود عزت ۶۹ کلن دی."په رسنیو کې، محمود عزت، ته د اوسپنیز سړي په سترګه لیدل کیږي." داخبره په واشنګټن کې میشت یوه تینک ټانک انسټیټیوټ کړیده.
محمود عزت به د ۷۰ کلن محمد بدیع تشه ډکوي چې سهار مهال د وخته د قاهرېپه شمال ختیځ کې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو. دده نیول په سینای کېپولیسو ته خونړي عواقب درلودل. په یوه کمین کې ۲۵ مصري پولیس ووژل شول خودده نیولو د پخواني زنداني ولسمشر حسني مبارک لپاره هم ښه زیری درلوده. محکمې پخپلې یوې تازه پریکړې کې وویل، چې ډیر زر به محکوم ولسمشر له زندانه خوشې شي. د واشنګټن میشتي تینک ټانک انسټيټیوټ مطابق، ډاکټر عزت د زګزیګ پوهنتون د طب طبابت دارو علاج پروفیسور دی. د مصر لومړی انتخابي ولسمشر محمد مرسي یې په دې پوهنتون کې پخوانی همکار و.
د سه شنبې په ورځ، د مصر فوځ اعلان وکړ، چې د الاِهرام دولتي ورځپاڼې یو ژورنالیست یې وژلی او بل یې په سکندریې کې سهار-تر ماښام لګیدلي ګرځبندیز کې ټپي کړیدی. دغو دوو ژورنالیستانو د امنیتي پوستې په لوري ګاډي چلول خو د امنیتي کسانو خبرداري ته چې له دوی یې غوښتل ګاډي ورو کړي د بې پامۍ له کبله د ډزو لاندې ونیول شول. د الاِهرام طارق عبدالروف ځای پرځای ووژل شو. له
رووف څخه ګاډی له ادارې ووته او د سرک غاړې د څراغ له ستنې سره یې ټکر وکړ؛ د ګاډي بې ادارې تګ ددې سبب شو چې په څنګ کې روان بل د دولتي ورځپاڼې الجمهوریه خبریال حامد فتحی البربري ټپي شي.
د کورنیو چارو وزارت اعلامیه وایي:"نه په چلوونکو ډیرې ډزې شوي او نه هم دغه کار ارادي وو؛ له تاسو ټولو غواړو چې ګرځبندیز ته درناوی وکړی څو د بدو پیښو مخه ونیول شي." ژورنالیستان له ګرځبندیز څخه بري دي. دغه ګرځبندیزونه وروسته له هغې په مصر کې د فوځي حکومت لخوا ولګیدل، چې د فوځ او د مرسي پلوي لاریون کوونکو رمنځ په اخ و ډب کې ۹۰۰ کسان، چې ۱۰۰ یې پولیس وو، ووژل شول.
له بل پلوه د محکمې پریکړه، پخواني دیکتاتور ته لار پرانیزي، چې له قیده زاد شي. حسني مبارک د ۲۰۱۱ز راهیسې په زندان کې پروت دی. په ده باندې د پلې ۲۹ کلنې دورې له کبله د اختلاس، او اداري فساد تورونه دي. د محکمې خوا په نوموړي په تیر کال کې تور ولګیده چې حکومت یې د ۱۸ ورځنیو
لاریونونو پرمهال، چې دده حکومت یې وپرځاوه، بې غوري کړیده او ۹۰۰ کسان ې وژلي دي