
جان هډسن
ژ: نعیم نسیم، کابل
اګست۲۰۱۳،۲۰
په واشنګټن فشارونه مخ په زیاتیدو دي، او نړیواله ټولنه له واشګنټنه غواړي څو په مصرکې د فوځيانو د کودتا له کبله خپلې مالي مرستې په هغوی پرې کړي خو مصر ځان ته په واشنګټن کې د AIPAC په شکل کې د دلالۍ (لابي) ډله پیدا کړیده. دغه د لابي ډله عموماً په واشنګټن کې اسراییلو ته لابي کوي.
امریکا په کلني ډول د مصر فوځ ته ۱٫۳ بلیون ډالره مالي مرسته له دې کبله ورکوي څو له اسراییلو سره اړیکې پرې نکړي. خو دغه بلیوني مرسته وروسته له هغې له انتقاد سره مخامخ شوله چې په مصر کې دیموکراتیک حکومت چپه او په ځای یې فوځ واک په لاس کې واخیست؛ د لاریون کوونکو خلاف د فوځ اقدامات چې په امریکایي ټانکونه سپاره د لاریون کوونکو ځپلو ته لاړل د نړیوالې ټولنې غوسه لاپسې وپاروله.
د AIPAC په نوم د لابي ډله په جولای کې په دې وتوانیدله څو واشنګټن په مصر د مرستو له چینو درولو څخه ودروي او دم ګړی د پردې تر شا هڅه کوي څو قانون جوړونکي دې ته وهڅوي څو د مصر سره کیدونکې مرستې ونه دروي.
د کانګریس یو مشر سلاکار The Cable ته ویلي دي: \"آیپاک مصر ته د واشنګټن د مرستو په اړه خپل نظر څرګند کړیدی او لا یې هم څرګندوي. خو د آیپک په اړه چې څومره زما تجربه ده هغه دا چې یوه عربي هیواد ته د مرستې په موضوع کې به دوی په عام محضر کې ډیر شور جوړ نه کړي او نه به هم خپل دغه غږ د مصر په ملاتړ علني کړي.\"
د مخالف ګوند یو بل سلاکار بیا داسې وایي: \" مصر ته د مرستو موضوع یوه حساسه موضوع ده. آیپاک به په دې برخه کې د بوسو لاندې اوبه تیرې کړي او هغوی ته به په کانګریس کې پټه دلالي وکړي. دوی به په دې برخه کې په کانګریس کې وتلي کانګریس مینان انتخاب کړي. اسراییل او مصري فوځ هم نه غواړي چې آیپاک یې خبره رسنیزه کړي.\"
په ښکاره هیڅ د لابي ډله او یا هم حکومت هڅه نه کوي چې دغه موضوع مطرح کړي ځکه فوځيانو په مصر کې د وروستنیو لاریونونو په ځپلو کې ۸۰۰ کسان وژلي او په زرګونو نور یې بندیان کړیدي.
نتنیاهو او حکومت یې هم د مصر د ستونزو په اړه چوپتیا اختیار کړیده. له بل پلوه که سړی متوجه شي چارواکي په مصر کې د اخوانیانو په ضد د فوځيانو په عملیاتو پخپلو شخصي ناستو کې اوښکې نه تویوي.
له آیپاک څخه یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د کیبل ته ویلي دي: \"زمونږ لپاره د مصر په ملاتړ د کانګریسمینانو حمایت جلبول سخت کار نه دی خو په دې شرط، چې مصر د ۱۹۷۹ز د اسراییلو او مصر ترمنځ تړون ته وفادار پاتې شي.\"
په دې وروستیو اونیو کې آیپاک یوه عجیبه چوپتیا اختیار کړیده چې زیاتره خلک یې حیران کړیدي خو دوی په دې وتوانیدل چې د سناتور رانډ پال لخوا د جولای په میاشت کې هغه تعدیل چې د اوباما له حکومته یې غوښتل په مصر کې د نورو ټولټاکنو پورې مرستې ودروي، د پای ټکی کیږدي او یا یې هم بیخي له منځه یوسي.
هغه لیک چې د آیپاک لخوا سناتور رابرټ مینیډز، په سنا کې د بهرنۍ کمیټې مشر او سناتور باب کراکر ته چې په کمیټې کې د ارزیابی غړی دی لیږل شویدی، په ښکاره آیپاک لیکلي دي:\"که چیرې په مصر مرستې بندې شي، نو دغه کار به په مصر کې بې ثباتۍ ته لا پسې لمن ووهي او د مصر او اسراییلو په اړیکو چې زمونږ ملګری هیوادی دی، بدې اغیزې پریباسي.\" دغه لیک په سنا کې د سناتور لینډسي ګراهام لخوا په لوړ غږ ولوستل شو مخکې له دې چې د مرستو بندیدو تعدیل رای ګیرۍ ته وړاندې شي.
د مرستو د بندیو تعدیل د ۸۶ مخالفې او ۱۳ موافقې رایې خپلې کړلې.
د کانګریس یوه سلاکار وویل: د پال د تعدیل پرمهال دوی دومره مخکې لاړل څومره یې چې وس کیده او هغه یې بیخي له ماتې سره مخامخ کړ.
په دوهم ګام کې د آیپاک لپاره تر ټولو ستر لومړیتوب دا دی څو څومره یې چې وس کیږي په کانګریس کې دلالي وکړي چې هغوی په ایران بندیزونه لا پسې زیات کړي.
nnwriter@yahoo.com