هغه څه چې بايديوښوونكى يې وپېژني ( پرې پوهـ وي )
يوښوونكى بايدترهغه ډېرڅه وپېژني اوپرې پوهـ وي چې موږ يې اټكل كوو،ياني ښوونكى بايد داړوندومطالبود ډولونواو اقسامو د څرنګوالي دپېژندنې اوپوهېدنې ترڅنګ له بېلابېلوادبي،سياسي او ټولنيزڅرنګوالي سره اشناوي اوپه هره برخه كې تريوۀ بريده مطالعه ولري ،ترڅوله مخې يې دخپل هېوادبچيانو( زده كوونكيو) ته وړ مالومات وركړاى شي .
پراخه مطالعه له ښوونكي سره دخپلې دندې په ښه ترسره كولوكې ستره مرسته كوي اوپه ازادلاس سره كولاى شي په اړوندوبرخوكې ترې ګټه پورته كړي اوكه كومه پوهه ماشومانوته دښوونې په موخه ترلاسه كيږي بايدله هرڅه وړاندې يې دشرايطو او اوضاع مطابق څوڅوځلې څرنګوالى وكتل شي اوبيا ترې ګټه پورته شي .
همدرازښوونكى بايدښوونيز پلانونه (طرحې)او د ښوونيزو پروګرامونوتطبيق په مهارت سره زده اوپه كارونه يې ځان پوه كړي اوخپلوشتومهارتونوته پراختيا وركړي .
ښوونكى بايددښوونيزو تخنيكونو،دڅارنې ،دښوونيزبهيردپرمخ وړنې ،دلوست دحفظ اواكاډميكې زده كړې ،داړتياووپرتشخيص ،دپوهنيزواوښوونيزوسېستمونوپه پرتله كولو،دارزيابۍ په لارو چارو،دځان اوزده كوونكيودارزيابۍ پرڅرنګوالي اونهايي ملحوظاتوپوهـ وي .
داټول هغه څه دي چې ښوونكي ته لازم دي ځان پرې وپوهوي ترڅوله مخې يې وكولاى شي زده كوونكي په هغه ډول وروزي چې دمهال له غوښتنې سره سم زمږټولنه ورته اړتيالري .
ديادوشويومالوماتودترلاسه كولوترڅنګ دچارتونو، كارتونو او ښونيزوتوكيوكارونه اومنظم كول هم ځانګړي كاراومهارت ته اړتيا لري چې بايديوښوونكى پرې پوه وي .
په ټولګي كې دښوونيزوتوكويوترتيبول ځينې اړينومرحلوته اړتيالري ،داچې دغه مرحلې څه وخت اوپه څه ډول ترتيبيږي ،پدې اړه به په په راتلونكيوپاڼوكې په لنډو ډول وګړيږو .
دروان پېژندنې له مخې دزده كوونكيوپېژندنه
لومړى به دروان پېژندنې پوهنه وپېژنوبيابه يې له مخې دزده كوونكيو روان پېژندنې په اړه وګړيږو،چې څرنګه يوښوونكى كولى شي له رواني پلوه زده كوونكي وپېژني اودغه پېژندنه دښوونې روزنې په برخه كې له يوښوونكي سره دموخې په ترلاسه كولواو اړوندوچاروكې څومره او تركومه بريده لاسنيواى كولى شي .
روان پېژندنه هغه پوهنه ده چې دانسان فطري حواس څيړي .
روان پېژندنې ته په انګليسي كې psychology وايي چې دروان (فطرت) پېژندنې په ماناده ، .
ياپه بله ژبه ، روان پېژندنه هغه پوهه ده چې دژويوټول راواني حالتونه ،ژوند،خوځښتونه اوكړه وړه څيړي .
(( داپوهه په پخوانيووختونوكې له فلسفي اندونوسره مله وه اوچادپوهې په توګه نه پېژنده د ۲۰۰۰ كالونوپه تېريدوفيلسوفان اوپوهان لكه ابناقلس،سقراط،اپلاتون،جالينوس،اګوست كنت،طمهاس اكويناس ،ابن سينا،امام غزالي،راوبېكن،جان لاك،ديكارت اونورو د انسانانودانګېرنو،كړووړواو روان په اړه ډېرې نظريې وړاندې كړي ،هغوى غوښتل پوهـ شي چې انسان ولې پرځينو خوځښتونو او غوښتنولاس پورې كوي ،ولې ددوى ترمنځ توپيرونه ترسترګوكيږي ؟ اوداسې نور .
سقراط دابنانقلس دنظريې پربنسټ په څلورګونوتوكيوكې پدې ګروهمن شوچې انساني ارله څلورګونوتوكيو(وينې ،صفرااوبلغم ) نه جوړشوى ،كه يوله دغوعواملوپربدن راخپورشي په انسان كې رواني حالتونه ،خوښي ،خواشيني ،لالهاندي،غوسه ،اورورين مزاج اوكركه رامنځته كوي .
داپلاتون په اند روان درې بېلابېلې څانګې لري چې شهوت ،تلوسه اوعقل نوميږي چې موقعيتونه يې په سر،ټټراوخېټه كې دي .
بل نامتوفيلسوف ارسطوخلك د(۳۲۲-۳۸۳ترميلادوړاندې ) د اروا پوهنې بنسټ ايښودونكى بولي .
داسلامي نړۍ نامتوپوهـ امام غزالي ارواپوهنه په مكاشفه (نظري) اومعامله (عملي)دووڅانګووېشلي،مكاشفه پوهه دحقايقواوپه هغه پورې داړوندوتوكيوبحث كوي ،پدې پوهه كې يوازې دانسان عقل اوانسان نشي كولاى اغېزناك واوسي بلكې دڅيزونو حقايقو موندلو يوډول تګلارې ته اړتياشته چې دموندنې په مرسته دانسان په زړه غبرګيږي ،خودمعاملې پوهه دانسان دبدني اورواني خوځښتونو د رواني حالاتواوكړو وړوپه اړه پلټنه كوي ،غزالي دانسان ذات اودهغه حقيقت پرڅلورو ارونو دروي چې زړۀ ،اروا،نفس اوعقل دى ،غزالي رواني توكي لكه اندېښنه ،غم ،خوښي،درد،رنځ ،نېښتنه او. . . ټول څيړلي اودانسانانوكړنې يې سره بېلې كړيدي . ))
تردې ځايه دارواپوهنې په اړه دپوهانوپه نظرياتواودنوموړې پوهنې پرڅرنګوالي لږ وډېر وګړيدواوس به راشوخپلې موخې ته چې دښوونكي لخوادزده كوونكيوروان پېژندنه لدوى سره په لوستونوكې څومره لاسنيواى اومرسته كولاى شي .
دزده كوونكوروان پېژندنې له مخې يوښوونكى كولى شي ديوه زده كوونكي په خوى ،عادت داوسيدو چاپيريال ، اقتصادي حالت او دشخصيت داړينوبرخوپه څرنګوالي پوه شي .
څرنګه چې پوهنه دفكر،درك،احساس اوكړنې له مخې ترلاسه كيږي اوڅومره چې يادشوي توكي پكې زيات پكاراچول شوي وي هغومره يې دزده كړې بريدكچه (ساحه) پراخه وي .
نولدې امله لومړى ښوونكي ته پكاردي دهغولاروچاروله مخې چې دروان پېژندنې له مخې يې په پام كې نيول اړين دي زده كوونكى زده كړې ته پخپله خوښه چمتوكړي اوبياورته لوست ښوونه پيل كړي .
په افغاني ټولنه كې دروان پېژندنې له مخې دزده كوونكيوڅيړنوته( په پرتليزډول )ترهرې بلې ټولنې ځكه ډېره اړتيا ليدل كيږي چې د تېرو اوږدوناورينونواوناكړدو څخه بې شمېره ستونزې راپاتي دي اوزده كوونكي يې له مخې له داسې مشكلاتوسره مخ دي چې اوسمهال به يې بېلګه دنړۍ په هېڅ يوۀ هېوادكې نه وي .
دلته پكاردي چې ښوونكى دزده كوونكي ټول حالات وڅيړي اوپه پوره غورسره يې څرنګوالى درك كړي او وروسته يې په مثبت بدلون كې هڅه وكړي .
ياني ښوونكى بايدپه ټولګي كې په سرسري نظرسره پدې پوه شي چې دكوم زده كوونكي په څېره كې خوبه بدلون نه وي راغلي ،غمګين ،خفه ،ناروغ،وږى ،ځورېدلى ،اندېښمن اوله كومې بلې ستونزې سره خوبه مخ نه وي .
ښوونكي ته بايددزده كوونكيوداوسيدوځاى (ليري ،نيږدې،كلى ، ښار،بانډې ...) ،روغتيايي حالت،دكيدون تربريده دكورني حالت څرنګوالى ،دزده كوونكي ځانګړنې (هيجانات اوجذبات ) ،نقليه وسايېل،دطبيعي استعدادڅرنګوالى ،له لوست سره دزده كوونكي مينه ،مورنۍ ژبه او نورمالوم وي اوپدې اړه هراړخيز او پراخ مالومات ولري ترڅودهغې له مخې پدې وتوانيږي چې دلوست پرمهال دزده كوونكيوپه نيمګړتيا پوه اوزده كوونكي دلوست زده كړې ته چمتو كړي .
يوښوونكى بايديادشوي ټكي په ډېرغورسره په پام كې ونيسي ،نه يوازې دلوست پيلېداپرمهال زده كوونكي وڅيړي بلكې دلوست په جريان كې هم پورتني يادشوي ټكي په پام كې ولري اودزده كوونكيوله حالاتوځان خبركړي ،ځكه چې كېدى شي دلوست پيلېداپرمهال ښوونكى دزده كوونكيوله څېروڅخه پوه نشي چې كوم زده كوونكى غمګين،خفه اوپه ناعادي حالت كې دى ،خوښايي دلوست په جريان كې پدې وتوانيږي چې دزده كوونكي دحالت څرنګوالى ورته مالوم شي اويايې په ناعادي حالت باندې وپوهيږي .
داهغه لارې چاري دي چې يوښوونكى يې له مخې په برياليتوب توانېدلاى شي خپله ښوونه پرمخ يوسي ،په ښه ډول زده كوونكي وروزي اوټولنې ته يې وړاندې كړي .
داپرښوونكي يوامانت سپارل شوى چې زده كوونكي په هغه روحيه ،ډول،څرنګوالي ،وړۀ اولاروچارو وروزي چې په اړونده ټولنه كې يې ترسره كول لازم اوددۀ پرغاړه وي .
څرنګه چې زموږټولنه يوه اسلامي ټولنه ده نودامانت په ساتنه كې دبل هرمذهب په پرتله په اسلام كې ډېرڅه راغلي اوډېرتينګارورباندې شوى ،نوښوونكي ته هم لازم دي چې خپل امانت په سمه توګه وساتي اودساتنې په لاروچاروكې يې هرډول ستونزه وګالي .
ښوونكى بايد دزده كوونكيودوران پېژندې په چاروكې خپل ټول شتۀ وس پكارواچوي ترڅوله مخې يې خپل هغه امانت چې ورسپارل شوي په ښۀ ډول وساتي اوخپل دغه رسالت اومكلفيت ترسره كړي .
په يوايات شريف كې راغلي (ژباړه ) ((بېشكه الله [ج] تاسوته امر كوچې امانتونه امانتوالوته ورسوى اوكله چې په خلكوكې فيصله كوى نوپه انصاف سره يې كوى ،الله [ج] تاسوته ښه نصيحت كوي ،بېشكه الله [ج] اوريدونكى ،ليدونكى دى )).
لكه مخكې چې وويل شول زموږټولنه يوه اسلامي ټولنه ده نودامانت ساتنې دثبوت اوګټولپاره پورتنى ايات شريف بسنه كوي ،اولدې څخه مالوميږي چې په امانت ساتنه اورسونه كې ګټې ،برياليتوبونه ، پرمختګ ،سوكالۍ ،خپلې روا موخې ته رسيدل اودټولنې وړانديون نغښتى دى اوبايد موږيې دخپلې عقيدې له مخې په ساتنه او رسونه كې دټولوامكاناتوله پكاراچونې څخه ګټه واخلواو خپل مسؤليت تر سره كړو .
وروستي