روهي صاحب ته!


په سترګو كې مې اوښكې له خفګانه ځي را ځي
اروا ته د روهي مې څه له ځانه ځي را ځي
د غم قاصد چې راشي دې سپېره مخ ته مې ګوري
مايوسه راته بېرته پرېشانه ځي را ځي
د شمعى په رخسار د سوز ژړا ته چې نظر كړم
سوري زړه كې مې وينه له ارمانه ځي را ځي
يادګار مې د صديق (( روهي )) په شوندو كې لذيذ دى
د مينې عواطف مې تر آسمانه ځي را ځي
نه شعر نه په نارو كې انعكاس كړي ځكه ژاړم
زړګي ته مې دا درد له كومې خوا نه ځي را ځي
په زړه كې مې شرر د چا له غمه خاندي ژاړي
نو ځكه سل كرته له هيجانه ځي را ځي
كه ګل دى (( روهي )) ګل دى د بلبلو پرې بلغاك دې
له دغې يې آواز تر كهكشانه ځي را څي
زړګى به مې څه صبر شي فرياد به څنګه نه كړي
چې تل ورته يادونه له جانانه ځي را ځي
هر حرف يې د دعا په زرين تار د صديق هار دې
احساس يې له خوستي شمس الله جانه ځي را ځي
16/15/7/1419
شمس الله خوستى