
په قطر کی د طالبانو ددفتر د بندیدو وروسته، کابل ته د پاکستان د نوی صدر اعظم نوازشریف د بهرنیو چارو مشاور سرتاج عزیز سفر یو لړ پوښتنی را مینځ ته کړی دی. آیا پاکستان واقعا غواړی چی ددوحی دفتر بیرته پرانیستل شی او که غواړی د همدی موقع نه په استفادی سره، د سولی په پروسه کی ځان مطرح کړی ؟ آیا غواړی یوازی د کابل د اداری او امریکی نه امتیازات واخلی او بیا وروسته د قطر پروسی د ختمولو هڅه وکړی، د هغه په ځای یوه بله موازی پروسه پیل کړی چی په هغه کی د پاکستان ګټی خوندی وی، او که دا ځل به پخپلو وعدو کی رښتینی وی؟ دا هغه پوښتنی او شکونه دی چی د پاکستان د تیر چلن په پام کی نیولو سره، د هرچا په ذهن کی راځی.
ددفتر د بندیدو سبب هم د کرزی ، او په کابل کی د پاکستان پلوه او هند پلوه شمالی ټلوالی د چارواکو لابی وه چی نغواړی افغانان خپل مسایل مخامخ پخپلو کی مطرح او حل کړی. کرزی هم پدی لابی کی کله غیراګاهانه او کله د خپل اقتدار او شخصی ګټو پخاطر اګاهانه رول لوبوی؟ امریکی هم پدی موضوع کی کرزی ته ځکه لاس ورکړ ترڅو نوموړی د امنیتی تړون لاسلیک کولوته وهڅوی.
لوستونکو ته به یاد وی چی پاکستان له مخکی غوښتل چی د بیلابیلو لارو د قطر د سولی پروسه شنډه کړی. وجه یی داوه چی پاکستان ویره لری په قطر کی د دفتر له لاری د پاکستان د عمق ستراتژی اهداف نه ترسره کیږی . دوی فکر کوی چی کیدای شی افغانان د قطر د پروسی له لاری پخپلو کی د ملی ګټو په رڼا کی په مشترکو اهدافو را ټول شی . له همدی امله پاکستان له همغه پیل څخه غوښتل چی د سولی پروسه مستقیما د پاکستان له لاری ترسره شی. خوکه دا کار ناممکن وی نو بیا د هغو هیوادونو په مرسته ترسره شی چی د پاکستان سره نږدی اقتصادی او سیاسی اړیکی لری لکه سعودی عربستان او ترکیه . کابل هم د خپل اقتدارددوام او شخصی ګټو پخاطر د پاکستان دغه ډول ته ګډیږی.
کله چی ۲۰۱۲ کال په پیل کی د قطر له لاری د طالبانو سره دسولی د خبرو رپوټونه خپاره شول. په هغه وخت کی د پاکستان په مطبوعاتو کی د قطر د پروسی په ضد ځینی مرکی او رپوټونه هم را ښکاره شول. د آی ایس آی له خوا د فدایی محاذ په نامه یوه ډله د کاغذ په مخ را پیدا شوه او په قطر کی د سولی د خبرو سره یی سخت مخالفت وښود. ددی سره سم د پاکستان لوړ پوړو چارواکو چی په هغه کی د آی ایس آی پخوانی مشر شجاع پاشا، صدر اعظم یوسف رضا ګیلانی او د هغه وخت د پاکستان د خارجه چارو وزیره حنا ربانی کهر شامله وه ، کابل ته ځانونه ورسول. هلته یی د کرزی په ګډون د کابل لوړ پوړو چارواکو سره د قطر د پروسی د شنډولو په سر پټی خبری او وعدی وکړی . صلاح الدین ربانی په مشری د کابل د سولی شوری هئیت هم پاکستان ته پرله پسی سفرونه وکړل . پاکستان پدی وخت کی یو شمیر طالب بندیان خوشی کړل چی له یوی خوا یی طالبانو ته ویل چی دغه کسان مو د تاسی لپاره خوشی کړی دی ، تر څو هغوی خوشاله کړی او له بلی خوایی کابل ته ویل چی دغه کسان مو د تاسی په غوښتنه خوشی کړی دی . پاکستان غوښتل دواړه غاړی وخوری او کابل په قطر کی د پروسی سره مخالفت ته وهڅوی او د هغه په ځای د پاکستان سره لاس یو کړی چی دطالبانو دفتر په سعودی او یا ترکیه کی باید پرانیستل شی.
د لوستونکو به په ياد وی چی په همدی وخت کی کابل او اسلام اباد د قطر د پر وسی پرخلاف تبلیغات پیل کړل چی تراوسه دوام لری او هغه دا چی په قطر کی د امریکایانو عسکری اډه ده او یا دا چی قطر کوچنی او کمزوری هیواد دی . دومره لویه پروسه په مخ نشی وړلی . ددغو ټولو تبلیغاتو څخه هدف داو او دی چی د قطر پروسه شنډه کړی او یادغه پروسه بیرته د پاکستان لاسونوته ولویږی . پدی صورت ، که افغانان پخپلو کی یوه اوبل سره خبری هم کوی ، نو مخامخ به یی نه کوی بلکی د پاکستان تر څارنی لاندی به یی کوی او د خپلو ملی ګټو مخکی به پکښی د پاکستان ګټی په پام کی نیول کیږی. خو ددی ټولو تبلیغاتو او فشارونو په وړاندی، طالبانو مقاومت وکړ او پخپل دریځ کلک ودریدل. ویل یی مونږ یوازی په یوه بیطرف هیواد کی دفتر خلاصوو چی هغه نه د افغانستان ګاونډی وی او نه یی عسکر په افغانستان کی موجود وی او نه په افغانستان کی سیاسی او اقتصادی ګټی ولری .
کله چی پاکستان ونشو کړی چی د بیلابیلو لارو طالبان د قطر د پروسی پریښودلو او په سعودی یا ترکیه کی ددفتر خلاصولو ته وهڅوی نو بیایی د انګلیستان په همکاری د قطر د پروسی موازی یوه بله پروسه پیل کړه چی په هغه کی د کابل اوسنی حکومت، پاکستان او انګلیستان حکومتونه شامل وو. په پیل کی دغی پروسی لپاره ډیر تبلیغات وشول ان تر دی چی دعوه یی وکړه چی په شپږو میاشتو کی به د افغانستان مسئله حل کړی او سوله به راولی. پدی پروسه کی یوازی په افغانستان کی سوله شامله نه وه بلکی د افغانستان او پاکستان ترمینځ د ستراتژیک تړون لاسلیک کول ددی پروسی برخه وه . پدی تړون کی پاکستان ته ډیر امتیازات په نظر کی نیول شوی و. په سرحدی سیمو کی د پاکستان ضد افغان جنرالانو ګوښه کول او په ګوشته کی د پاکستان له خوا دروازه جوړول د همدی دسیسی یوه برخه وه. همدا شان د ناټو له خوا په سرحدی سیمو کی پاکستان ته د عسکری پوستو سپارل او پدی هکله د کابل د حکومت خاموشی ټول ددی معاملی بیلابیلی کړۍ وی.
کله چی پاکستان و نشو کړی د خپلو وعدو عملی نمونه کابل ته وړاندی کړی یعنی طالبان د کابل د اداری په شرایطو دمتوازی پروسی سره یوځای کړی او یا یی ورتسلیم کړی یا اقلا د قطر پروسی پریښودلوته یی اماده کړی، نو دغه کار کرزی په پاکستان یوځل بیا بی باوره کړ. بیا په ګوشته کی د پاکستان خلاف د مقاومت خبری یی پیل کړی. د افغانستان د پاکستان په وړاندی د مقاومت او ارضی سالمیت مسئله یی راپورته کړه. ان هند ته د وسلو اخیستلو لپاره لاړ .
د قطر د پروسی د شنډولو لپاره د اسلام اباد او کابل بله ګډه پروژه داوه چی معتصم اغاجان یی په ترکیه کی کښیناوه ترڅو د قطر د پروسی اهمیت او قوت ورختم کړی. حتی په قطر کی ددفتر د خلاصیدو مخکی یی اغاجان کابل ته وروغوښت او هلته یی د طلوع نیوز سره په مرکه کی وویل چی په قطر کی ناست کسان توند لاری دی او هغه شرایط نه منی چی کابل یی غواړی خو ده وویل د اساسی قانون په ګډون ټول شرایط منی.
اوس چی طالبانو په قطر کی د افغانستان د مسئلی د حل لپاره دفتر پرانیست نو یوځل بیا کرزی او په کابل کی د پردیو د استخباراتو د معاش خورو افغان چارواکو اود ډلو د مشرانو لاس سره یو کړ او د بیرغ او لوحی ترپلمی لاندی یی په ډیر شدت سره ددفتر مخالفت وکړ. پاکستان ته یی بیا موقع ورکړه . پاکستان هم ددی موقع په انتظار ناست و. سرتاج عزیر کابل ته ژر ځان ورساو او دزلمی رسول سره په یوه ګډ مطبوعاتی کنفرانس کی یی وویل چی طالبان زمونږ خبرو ته غوږ نیسی خو کنترول پری نلرو. هدف داو چی ددغه شان خبرو سره له کابل او واشنګټن څخه امتیاز واخلی او ضمنا د ځان لپاره دتیښتی لا ر پرانیستی پریږیدی. وایی به مونږ مخکی ویلی و چی کنترول پری نلرو.
پاکستان غواړی د سولی د پروسی له لاری کوم اهداف ترلاسه کړی؟
۱-- د پاکستان ملی بانک دخارجی کرنسی څخه خالی دی . پاکستان غواړی د اقتصادی بحران نه د خلاصون پخاطر، د آی ایم ایف څخه پنځه میلیارده ډالر قرضه واخلی . خو آی ، ایم ، ایف د امریکی د موافقی پرته پاکستان ته قرضه نشی ورکولی. پاکستان غواړی چی امریکا د نوموړی قرضی په منظوری کی له پاکستان سره مرسته وکړی.
۲— اسلام آباد د امریکی نه غوښتی چی د ډرون د بی پیلوټه الوتکو تکنالوزی او الوتکی پاکستان ته ورکړی.
۳-- کابل د بلو چستان د ازادی د تحریک له ملاتړ څخه لاس واخلی.
۴—افغانستان پاکستان سره امنیتی تړون لاسلیک کولو ته و هڅوی ، چی د هغه په چو کاټ کی به د سرحد ددواړو خواوو د کنترول تر نامه لاندی د ډیورند د کرښی په رسمیت پیژندل شامل وی.
۵—پاکستان غواړی چی امریکا او اروپایی هیوادونه د پاکستانی مالونو په مخ خپلی تجارتی منډی پرانیزی.
0- ۶-- پاکستان غواړی چی امریکا د کشمیر د مسئلی په حل کولو کی د پاکستان سره مرسته وکړی.
۷-- امریکا په هندوستان فشار راوړی چی پاکستان ته هغه اوبه بیرته ور کړی چی اوس یی په کشمیر کی ورځنی ګرځولی دی او د هغه له وجی په پاکستان کی په لس ګونو زره جریبه ځمکه شاړه پرته ده.
۸—امریکا په افغانستان کی د پاکستان نفوذ ته قائله شیشت کې هغه وخت په ټپه و
دردیدی د مهمند و په سلاله نومې ع
کابل ته د سرتاج عزیر د سفر وروسته جان کیری پاکستان ته سفر وکړ او هلته د پاکستان د ډتولو عسکر او ملکی چارواکو سره وکتل . ددی سفر په پای کی جان کیری اعلان وکړ چی د امریکا به د پاکستان سره ستراتژیکی خبری بیا پیل کړی کومی چی ددواړو هیوادونو ترمینځ د امنیت او پرمختیایی پروګرامونو په هکله په ۲۰۱۰ کال کی پیل شوی وی خو د ٢٠١١ کال دنومبر په مياشت کې هغه وخت په ټپه ودردیدی کله چې د مهمند و په سلاله نومې عسکری پوسته امريکی هوایی برید وکړ او ٢٤ پاکستاني عسکر یی ووژل.