ظالمان چې ټول

ظـالمان چې ټـول سپېره شي ښه به نه وي ؟
یا پــه سره اور چې لمبه شـي ښه به نه وي ؟
د هــندو غونـدې چې اور وربــانـدې بــل کړې ؟
چې دا ټــول تـن یې ایـره شي ښه به نه وي ؟
چــې د چــا د یــوې اوښــکې قـــدر نـه کـړي ؟
چې په دوو ستــرګـو ړانده شي ښه به نه وي ؟
دا ټــوپـک چې خـپل شــرین وروڼـه پرې وژني ؟
دا چې ګول شي( دایره ) شي ښه به نه وي ؟
غــداران چــې مړه د ځــمکې په مــخ پــریږدې ؟
چـې ګــیـدړو ته تــخحفه شـي ښـه به نه وي ؟
چــې پــه حق کیسه مې هر څوګ خفه کیږي ؟
تــر ابــده چــــې خــفـه شــي ښه بـه نـه وي ؟
څــوګ مـاتـه خپل وطن کـې ګـــوتـــه نیسي ؟
پــه کــوتـکو چې مــیده شـي ښـه بـه نـه وي ؟
چـــې زره رحــم یــې نــه وي پــه زړګـي کـې ؟
دغـه خلق چې ټول محوه شي ښه به نه وي ؟
خوستی وایي چې نور هـیڅ نه وي اې خلکو ؟
چـې تــر عــمره زولانـه شـي ښـه بـه نـه وي ؟   ·