بم د ځمکې په سر

بـــم د ځــمکې او دزړو پــه ســر پــرهـــــار جــوړوي
ځکه سور اور شیندي غمونه ډیر بې شمار جوړوي
دا بعضې ښکلي مړو کاتو کې چې مړه مړه وخاندي
ډیـر پــــه اســـانه ســره وچ زړګــي تــه لار جــوړوي
عاشقان ګــرم نه دي چې هـر وخت غـمازان سپکوي
غـــماز د مۍ دومــره کــیسې نه یــو خروار جو وي
زمــوږ وطن هــم خدای قسم ده عـجیبه دی خــلکـه
چې کــله خپل مړه کړي د هغې منصب دار جو وي
د پـنـجابــیـانو کـــاــفـرانــــو ګـــورئ یـــوه کـــیـسه ده
پښتـونه ستا په مـــرګ او ویـنو کـــارو بار جـــوړوي
زمــوږ وطــن کــې د تــعـصب یــا د پــیـسو په خــاطـر
داسې ډاکـتر دي چې د روغـــو نــه بــیــمار جوړوي
خوستي د اوښکو قــدر زده کــړو ترې دا تـمه مه کړئ
چې بـیا لــګیــا بـه وي او بــیــا بــم تــه تــار جو وي\"بـــم