هالبروک د(خير اوخيريت)په کلي کې

 
په امريکاکې دټاکنيز کمپاين پر مهال دديموکرات ګوند کانديد بارک حسين اوباما دامريکا په سياست اوپاليسيوکې دبدلون شعارورکړی وو،ده په ځانګړې توګه دافغانستان قضيې ته دډېر پام رااړولوغوښتنه وکړه اودجورج بوش پر حکومت يې نيوکه وکړه چې عراق ته دډېر پام اړولوله کبله يې افغانستان هېرکړی دی ،ده هماغه وخت ژمنه کړې وه چې دده ډېر ترکيز به په افغانستان وي ،افغانستان به دده لومړيتوب اودکاري  رجحان  عمده برخه وي .دادی اوباماله خپلې ژمنې سره سم له برياليتوب وروسته افغانستان دخپلولومړيتوبونوپه لومړي کتارکې ودراوه ،دافغانستان دپېښواوروانوحالاتوڅېړنه اومطالعه يې پيل کړه، دنوې سياسي اونظامي ستراتېژۍ دجوړولولپاره يې دافغانستان حالات اوروانې پېښې تر ژور څارلاندې ونيولې اوپه دې اړه دهراړخيزومعلوماتودراټولولولپاره يې دريچاردهالبروک په نوم يوتن تکړه اوويښ ديپلومات چې تردې وړاندې يې هم دنړۍ په ناامنوسيمواوجنګي شرايطوکې همداډول ماموريتونه تر سره کړي دي اوبريالی ترې وتلی دی خپل ځانګړی استازی وټاکه .
 او دادى وينوچې هالبروک هم خپل ماموريتونه پيل کړي دي ،هغه هم لومړی پاکستان ورپسې افغانستان اواوس هندته سفرونه وکړل اودخپل دې سفرونوپه جريان کې يې دهر هېوادله چارواکيو،مخورواو سياست پوهانوسره وليدل .
 دافغانستان يوه ستونزه داده چې دلته دراپورورکولوپر مهال  هروخت د(خيراوخيريت دی اوهر څه ښه دي ) ناکامه پاليسي روانه وي ،که په هېواد کې هرڅومره شرايط خراب اوملت دژرندې ددووپلونوترمنځ ګير وي نوبياهم هر مامور خپل امرته دخير اوخيريت دی راپورورکوي اوس حکومت اوپه افغانستان کې ميشتوبهرنيوځواکونوهم همدا چلند خپل کړی دی  اودراپورپه ورکولوکې دخيراوخيريت دی پاليسي کاروي که دلته شرايط هرڅومره خراب وي زموږ حکومت اودلته مېشت بهرنيان بهرته دخير خيريت دی راپور ورکوي چې د اناسم کاردی دادخلکو ،عامه اذهانواونړيوالوتېروېستل  اودحقايقوپټول دي ، ناسم راپور دناسم تصميم لامل ګرځي اوس چې ښاغلی هالبروک افغانستان ته دحقايقودموندلواودحقيقت دمعلومولولپاره راغلی نوده ته زموږمشوره داده چې  دپلټنو،څېړنواوارزونوپه کارکې دې پر ځان ښه فشار راوړي ،ښه ستړيادې ومني خوکوښښ دې وکړي چې ځانته دنښې منځ معلوم اوددې جړې تنستې سرپيداکړي ،دراپورونوله مخې هالبروک دلته هراړخيزې کتنې درلودې ،يواځې له دولتي چارواکيوسره يې په کتنه اکتفاونکړه ،اودلته له کتنو وروسته اوس هند ته تللی دی.
زموږ هيله داده چې ښاغلی هالبروک دې خپلې کتنې لاهم پراخه کړي( لکه چې ليدل کېږي اوترډېره حده يې داکارکړی هم دی ) يواځې درسمي اودولتي چارواکيوپه ليدنه اوله هغوی څخه په اورېدلودې بسيانه کوي ،بلکې آن دحکومت له مخالفينو،اپوزيسيون ،سياسي ګوندونو،دمدني ټولنو له استازو،سياست پوهانو،قومي مشرانو،ژورنالستانو اوليکوالانوسره دې هم وګوري ،دافغانستان حالات دې ترې معلوم اودهغوی مشورې دې واوري ،په دې ترتيب به هالبروک وکولای شي چې خپل ماموريت بريالی اوله افغانستان څخه به يوروڼ انځورله ځانه سره يوسي اوکه چېرې خدای (ج) مکړه دی يواځې دخير اوخيريت له ډلې سره مخامخ اودهماغوی په څرګندونو،راپورونواواظهاراتوباور وکړي  اودی هم داراپورورکړي چې دلته خير اوخيريت دی اوهر څه سم دي نوباوردی چې داکار به کړکيچ لاهم اوږد اوحالات نورهم خراب کړي ،اودابه نه يواځې له افغان ولس ،بلکې له نړيوالوپه ځانګړې توګه  له هغوهېوادونوسره جفاوي چې بچيان يې دلته جنګېږي ،دلته  يې پيسې اوانرژي لګېږي هيله ده چې دهالبروک تېرسفر بريالی وي اوذهني اوعيني واقعيتونه انتقال کړي خوباوردی چې دايوځل سفرکفايت نه کوي ،دحالاتودمعلومولواوديوښه تصميم نيولولپاره اړتياده چې  داسفرونه ډېر اودوامداره وي ،په دې اړه لويې حوصلې اوزغم ته اړتياده .