
طارق احمدزى
د جمعې په ورځ په كندز كې د ملكي وګړيو د وژنې ناوړه او دردوونكې تراژېدي يو ځل بيا تكرار شوه داځل په كندوز كې مېشتو جرمني ځواكونو په بې ګناه ولسي خلكو خپل زړه يخ كړ او دروژې په مباركه مياشت كې يې شاوخوسل تنه ووژل .
افغانستان ته چې بهرني پوځونه راغلي دي ،نو سترشعار او داعيه يې له افغانانو سره مرسته اودافغانانو دژوندخونديتوب دى خو تېرو اتو كلونو و ښوده چې بهرني ځواكونه له افغان نانوسره ډېرسطحي چلند كوي، لسګونه ځله د همدوى په بمبارد كې ملكي افغانان شهيدان شويدي،د همدوى له لاسه هغه افغانان په ډله ييزه توګه وژل شويدي چې اته كاله وړاندې يې ددوى په غاړه كې ګلان اچول .
په كندوز كې د جمعې په ورځ د جرمني ځواكونو له لاسه د شاوخوا سل تنه ملكي افغانانو وژنه چې ښځې او كوچنيان هم پكې شامل دي دتل په شان د ناټو په شمول د هر چا لخوا و غندل شوه ،پر افغانستان كې دبهرنيو ځواكونو عمومي قوماندان (جنرال اسټانلي مك كرسټل) له افغانانو بخښنه و غوښته او دپېښې د څېړنې ژمنه يې وكړه ،همداراز د جرمني حكومتي چارواكيو ،داروپايي اتحاديې غړيو هېوادونو او افغان حكومت هم داپېښه و غندله او دايې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د ماموريت پر ضد كاروباله ،ځينواروپايي او لوېديځو هېوادونو د جرمني داكار په افغانستان كې د ناټو د استراتېژۍ څخه سرغړونه بللې ده،همدا لامل دى چې جرمني اوس د نړۍ تر سخت فشار لاندې دى .
په افغانستان كې د طالبانو له ځواكمنتيا او ټول افغانستان ته له سرايت وروسته بهرينو ځواكونوهم پردې حقيقت اعتراف وكړ چې د طالبانو د قوت ،پراختيا او نفوذ زمينه پخپله همدوى برابره كړه او داځكه چې دوى دافغانانو په ژوند كې هېڅ مثبت بدلون رانه ووست ،د هغوى يوه هيله يې هم تر سره نكړه ،برعكس ددوى ظلم ،د ملكي وګړيو وژنه ،دافغانانو دودته نه درناوى او داسې نور لسګونه عوامل ددې لامل شول چې طالبان داتشه ډكه كړي او افغانان ورته پناه وېسي .
خو دافغانستان په اړه د امريكا او ناټو د استراتېژۍ د بدلون له شعارونو سره افغانانو او نړيوالو ته داهيله پيدا شوې وه ،چې ښايي د بهرنيو ځواكونو منفي كركټرونه او كارونه كم او دملكي وګړيو د وژنې ګراف صفرته راټيټ شي ،دې هيلې هغه وخت قوت وموند چې پنټاګون د نوې استراتېژۍ د تطبيق لپاره په عراق كې ازمويلى (جنرال اسټانلي مك كرسټل) او سپينې ماڼۍ ورته ازمويلى ديپلومات (ريچارډ هالبروك) و ګومارل، كه څه هم په دې وروستيو درې مياشتوكې د بهرنيو ځواكونو لخوا د ملكي افغانانو دوژنې ګراف ډېر ټيټ شوى وو او افغانانو ته يوه هيله پيداشوې وه خو د كندوز پېښې داهيلې په اوبو لاهو كړې .
موږ پر بهرينو ځواكونو يوځل بيا غږ كوو چې د افغانانو د ژوند ځانګړى خيال وساتي ،ددوى دود او دستور ته احترام وكړي ،د افغانانود ژوند دهوساينې اودافغانانستان بيارغاونې ته ځانګړې توجه وكړي ،او كه داكارونكړي نو په ډاډ سره ويلى شو چې دلته ددوى بريا ناشونې ده ،دلته ددوى شتون د زغم وړ ندى ،او دا حالت نه ددوى په ګټه دى او نه د افغان حكومت .
له دې فكټورونو سره ددوى بې پروايي ددوى د دښمن ژرندې ته اوبه ور پرېښودل دي ،له دې موضع څخه بهرنيو ځواكونو او دافغان حكومت مخالفين ګټه اخلي او لكه چې وينو هغوى ترې ګټه اخلي .
موږله ميډياوو څخه اورو چې امريكا د بوديجې له كسر سره مخ ده او امريكايي چارواكي هڅه كوي چې دا كسر پوره كړي خو داعتماداو باور د كسر جبران چې متحده ايالات همدااوس ورسره مخ دى د بوديجې له كسر څخه ډېر مهم دى او متحده ايالات او په افغانستان كې مېشت ځواكونه بايد د اعتماد اوباور كسرجبران كړي.