دوهم پړاو ، لومړۍ غوښتنې


دوهم پړاو ، لومړۍ غوښتنې
     دا دى له ډېر و ناندريو او جنجالونو وروسته او د افغانانو د هيلو او انتظار برعكس د ولسمشرۍ ټولټاكنې دوهم پړاو ته وغورځول شوې. داسې اوازې وې چې د زمري له۲۹مې وروسته چې كله د ولسمشر كرزي د بريا لومړني راپورونه خپاره شول نو له هماغه پيله د افغانستان په پېښو كې مطرح او ذيدخلو بهرنيو او كورنيو اړخونو هڅې پيل كړې چې دټاكنو پايلې ترور او بريالى نوماند (ولسمشر حامد كرزى) له خپلو سيالانو سره د يوه ائتلافي حكومت جوړولو ته مجبور كړي. د زمري له ۳۱ مې څخه د تلې تر ۲۸ مې پورې كه څوك ټاكنيز جريان وڅاري نو دا نتيجه  اخلي چې ځينو غرضي كړيو د خپلو شومو موخو د تر لاسه كولو لپاره دلته له دموكراسۍ، ديموكراتيكو ارزښتونو او د افغان ولس له رايو سره لوبې وكړې. او د ټاكنو تر پايلو يې ډېر تركيز د هغوى له دوستانو او باوري اشخاصو سره د ائتلافى حكومت په جوړولو كاوه. ځكه دوى پوهېدل چې د دوى د خوښې نوماند د افغان ولس رايه تر لاسه نكړه.
     په هر حال! اوس چې ټاكنې دوهم پړاو ته ورغورځول شوې نو دا د ټاكنو د كميسيون، ملګرو ملتونو په افغانستان كې د ميشتو بهرنيو ځواكونو او افغان دولت دنده ده چې ټولو افغانانو ته په برابره توګه په ټاكنو كې د ګډون زمينه او شرايط برابر كړل شي.
     دا واقعيت دى چې زموږ ډېرو هغو هېوادوالو چې په سويل او سويل ختيځ كې اوسېږي د طالبانو له وېرې خپل كارتونه غورځولي او يا څيرې كړيدي او افغانان له ټولنيز او فاميلى پلوه هم داسې منظم ژوند او د ژوند په اصولو برابر كورونه او پلانونه نلري چې داسې كارتونه پكې وساتي نو دوى ته بايد له سره كارتونه وركړل شي. د دوى امنيتي ستونزې دې حل شي، په ټاكنو كې ګډون ته بايد و هڅول شي. د دوهم ځل ټاكنو لاملونه او انګېزې بايد ورته روښانه شي. ملي احساس او ملي شعور بايد پكې راژوندى شي چې په ټاكنو كې برخه واخلي.
     همداراز د دوهم ځل ټولټاكنو روڼتيا بايد تضمين شي. بايد د ټاكنو په كميسيون كې ژور چاڼ تر سره شي. نا اهله، متعصبه، يو اړخ ته ميلان لرونكي اشخاص بايد ترې لېرى شي.
     همدا ډول د دواړو نوماندانانو د ټاكنيز كمپاين له ډلې او پخپله له همدوى څخه بايد قوي تضمين واخستل شي چې د ماتي په صورت كې بيا كميسيون پر تخلف او تقلب تورن نكړي او د ټاكنو پايلې ومني.
     په دې وروستيو كې د يو نوماند كاري ډله هڅه كوي چې راتلونكيو ټاكنو ته قومي او سمتي بڼه وركړي او داسې پراخه تبليغات كوي چې ګويا داځل نو ټاكنې د فلانى او فلاني قوم تر منځه دي. چې دا ډېر ناسم او ناروا كار دى. د خپلو شخصى موخو لپاره د افغانانو تر منځ د بې اتفاقۍ او تربګنۍ تخم شيندل او په نومونو، سمتونو، قومونو او ډلو يې ويشل د افغانستان د ملي يووالى پر ضد اقدام دى چې اوږد مهاله زيانونه يې تر چا پټ ندي .
     نوماندان بايد ملي وحدت، ورورۍ، صميميت او اخوت ته كار وكړي. نه د افغانستان وېش او د افغانانو بېلوالي ته.