غزل

 چا په سپيرو سترگو کابل جان نظره کړی دی
نه راځـــي اوس چم ته چا جانان نظره کړی دی
ته چې کله وگورې لمدې سترگې مې وچې شي
تا راته جانانــــــــــــه لوند گريوان نظره کړی دی
دلته شو گلونـــــــه چمنونه په صحـــــــــرا بدل
شيخ د ښکلو چـــــم او گلستان نظره کړی دی
وريځې په اسمان کی يوې بلې خوا ته لازی شي
ښکلی پيښور کــــــې چــــــا باران نظره کړی دی
راشه عزرايله ساه مې واخله خو افسوس افسوس
ماتـــــــــــه د ليلا سترگــــــو ايمـــــــان نظره کړی دی
ورور د ورور دشمن دی پلار د زوی د وينو تږی دی
چــــــــــــا د پشتنو پشتونستان نظـــــــــــــــــــره کړی دی
زرلشته صافي
پيښور ارباب رود 20/1/2011