
نن یو چاته:
خو ددې تصویر بخښنه غواړم دا مې د نیټ نه اخیستې دی
دا باڼه دي که خنجر دې لګولي
دادې زلفې او که زر دي لګولي
حيران پاتې شوم د ستا رنجو خالوته
دغه څومره په هنر دې لګولي
زه پښتون یم ستا لیمو ته کتی نه شم
دا الماس دي که ګوهر دې لګولي
دغه وینې د انسان که د انار دي
چې لبانو په د سر دې لګولي
لږ خو ستا په خدای قسم چې راته وایه
دا لبان په کوم دلبر دې لګولي
دا خالونه به تر مرګه خوستی ستایم
کوم چې ټنډې په ممبر دې لګولي