سېلابونو په پکتيکا کې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي


۱۳۹۲کال د زمري ۲۱نېټه
د سختو بارانونو له امله راغلو سېلابونو د پکتيکا ولايت په تروو او وړممۍ ولسواليو کې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي چې له امله يې د سيمې اوسېدونکي له زياتو ستونزو سره مخ شوي دي
نن له غرمې وروسته دوه بجې د پکتيکا ولايت تروو ولسوالۍ د کارېزخېلو په سيمه کې د سختو بارانونو له امله راغلو سېلابونو د سيمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي او له امله په سيمه کې ځاني او مالي زيانونه رامينځته شوي
له سيمې څخه ترلاسه شوي مالومات څرګندوي چې نننيو راغلو سېلابونو د تروو ولسوالۍ د کارېزخېلو سيمې نږدې کليو پنځه زره جرېبه کرنيزه ځمکه خرابه کړي او پرې ولاړ فصلونه په بشپړ ډول له مينځه تللي دي، د يادو سېلابونو له امله د سيمې د اوسېدونکو نږدې يو سل او پنځوس څاروي وژل شوي دي، له سلو زيات کورونه زيانمن شوي دي، تر دې دمه د يادو سېلابونو له امله يو تن ټپي شوي او دوه تنه لا درکه دي
د مالومات له مخې همدې سېلابونو د پکتيکا ولايت وړممۍ ولسوالۍ ځينې سيمې هم زیانمنې کړيدي خو تر دې دمه له سيمې څخه د اوښتو زيانونو مالومات ندي ترلاسه شوي
د پکتيکا والي ښاغلي محب الله صميم په سیمه کې ملي پوليسو ته امر کړی تر څو د لومړنيو مرستو په ډول د سيمې له اوسېدونکو سره د ژغورنې پر مهال لازم اقدامات وکړي