ولی د پښتنو فرهنګ ته يا قوی تشکيلاتو ته قبيلوی ويل کيږي؟

په ۲۰۰۴ کال کی د ځینی سفارتونو او موسسو لخوا د هغه تحقیق بیا له سره کتنه وشوه چی د ۲۰۰۰ کال مخکی شوی وو. داسی چی دوی په دی هم تحقیق وکړ چی ولی په پښتنی ټولنو کی د شریعت تطبیق په خپله د خلکو لخو کیژی یا هم خلک تقریبآ به عین یو حال کی ژوند کوی چی د یو اسلامی نظام د موجودیت په صورت که متوقع دی.
ددی تحقیق نتیجه داوه چی پښتنو په اول کی اسلامی فرهنګ او ارزښتنونه خپل کړی بیایی وروسته اسلام قبول کړی هغه داچی اسلام هم  ددوی فرهنګ او هم عقیده ده. البته پدی تحقیق کی نه تنها پښتانه پدی شکل توصیف شوی بلکه کردان او بلوچان هم همداسی یاد شوی. دی تحقیق اصلی هدف چی ولی اسلام د نظام د نه موجودیت په صورت که هم برلاسی وی او یو غیر رسمی نظام او حاکمیت تشکیلوی ؟؟؟؟ نو کله چی دا د یادو قومونو په خاص ډول د پښتنو فرهنګ دی او دا فرهنګ په ټولنه کی د اسلامی غیر رسمی نظام د جوړښت لپاره کمک کوی او دغه رواجی قومی  تشکیلات چی قومی شوراګانی دی ددی لپاره د حمایوی او تعمیل کوونکی قوی رول ادا کوی.
دغه کمیتی چی وظیفه یی پیدا کول وو د ستراتیژیک تغیر کمیټی ته سپارښتنه وکړه چی دغه فرهنګ باید عوض شی . ددی په خاطر دی داخلی موجوده پوتنشیلونه وکارول شی!  داسی چی نور خلک او فرهنګی چینلونه باید دی ته وادارکړل شی چی ددغه فرهنګ په وړاندی مبارزه پیل کړی مطبوعات باید ورسره ملګری شی ترڅو اول دغه فرهنګ ضعیف ،زوړ بیکاره او وروسته پاته معرفی شی او بیا د تعمیلی اسلامی ټولنیز نظام د تغیر لپاره کار وشی.
ددی په خاطر یی ستراتیژی ګانی دا و ټاکلی:
۱) موجوده فرهنګ باید په قبیلوی نوم یاد شی او په مقابل کی یی د مدنی فرهنګ نوم ورسره همیشه یاد شی.
۲) دغه فرهنګ او ټولنیز نظام ته باید قبیلوی وویل شی او په مقابل کی یی د اسا سی حقوقو اصطلاح وکارول شی.
۳) قومی تشکیلات چی په اصل کی د یو محلی حکومت کار کوی او د آزادو یا دیموکراتیکو (سیکولر) نظامونو او قوانینو رول یی په ټولنه کی عوض کړی باید بد نام اوضعیف شی.
۴) دانظریه چی قومی شورا کولای شی او حق لری حاکمه وی ځکه دا د اسلامی نظام بدیل دی باید د خلکو په ذهنونوکی مغشوشه شی.
۵) نور مخالف فرهنګیان او سیالست وال باید دغه ته لاندی نومونه استعمال کړی:
            نظام قبیلوی، زنده ګی قبیلوی، فرهنګ قبیلوی، رهبری قبیلوی، رهبران قبیلوی.
۶) په فلمونودرامو او لیلکنو کیی باید ددغه فرهنګ په هکله منفی تصوری وړاندی شی.
۷) مختلف قوی رولونه چی دغه تشکیلات او فرهنګ یی لوبولای شی او عملآ موثر دی د شدیدو تبلیغاتو او عملی داخلی مخالفت په  نتیجه کی د تعمیل د موقفه و غورځول شی.
دا په اصل کی ټولنی ته د فاسد او غیر اسلامی نظام ننویستل دی.
ددی پخواطر چی پدی وروستیو کی دبعضی تبشیری اشخاصو او چینلونو لخو دا کارونه د عمل کی شروع شوی او په قوت سره روان دی سوالونه ډیر پیدا شوی وو. له ما نه پوښتل شوی وو چی پدی هکله څه وضاحت و کړم دغه معلومات ستاسو د ذهن د روښانه کولو په مقصد ستاسو سره شریک شول.