
نظرمحمد مطمئن
لومړۍ برخه
سوله
د روژې په وروستيو ورځو کې د وسولې عالي شورا خپلمنځي غونډه درلودله، پر دي بحث روان وو چې څه ډول له دي پېغور څخه ځان خلاص کړي چې د سولې عالي شورا د سولې په اړه کومه پريکنده کړنلاره نه لري او د سولې په اړوند موثر څه چې خنډ دی.
دا ډول پردي هم بحث وشو چې څه ډول وکولای شي چې ځان د دولت له چوکاټ څخه په مناسب او لازم انداز کې په خپلو کړنو کې ازاد وښئې.
د سولې عالي شورا د مشرانو په دغه خپلمنځي غونډه کې له پوره بحث څخه وروسته د رايو په اکثريت سره پريکړه وشوه:
لومړی: اوسنی افغان دولت (دښاغلي کرزي صاحب اداره) سوله نه غواړي، سولې ته ژمنه اداره نه ده، دولت د سولې په مخ کې خنډونه پيداکوي
دويېم: ددي له پاره چې په راتلونکې کې د سولې عالي شورا حثيت خوندي پاتي شي، د سولې عالي شورا د مخالفينو(وسلوال مقاومت) سره د سولې له پاره بايد هڅې وکړي
پاتي دي نه وي ښاغلي قاضي آمين وقاد د لومړۍ خبرې سخت مخالفت وکی او هغه نه منله چې اوسنی دولت د سولې په مخ کې خنډونه پيداکوي، ځکه هغه پوهيدی چې د سولې عالي شورا د پريکړو مينوټ به خامخا ښاغلي کرزي ته رسيږي، داسي نه چې دده د عايداتو سرچېنو ته زيان ورسيږي.
قاضي صاحب آمين وقاد په هرڅه ښه پوهيږي چې د سولې د تش په نامه ډرامي په لوی انګړ کې څه تيريږي، او هغه پر دی هم ښه پوهيږي چې ښاغلي کرزی صاحب په راتلونکې کې څه غواړي؟ (داچې دی او دده کورنۍ د افغانستان په معاصر تاريخ کې د هميش له پاره سياسي لوبغاړي او د درنښت او قدر وړ وګڼل او پاتي شي).
داچې ښاغلي کرزی صاحب په سوله کې د خپل ځان د واک او د خپلې کورنۍ د درنښت او بقا اميد او هيله نه وينې نو له همدې امله د يو سولئيز بدلون او باثباته او خپلواک افغان نظام د مخنيوي له پاره هلې ځلې کوي.
دسولې عالې شورا که څه هم ډير وروسته (تير رمضان ۱۳۹۲ هـ ل کال) کې په خپلمنځې غونډه کې په ښکاره سره وويل چې دولت د سولې اړوند هڅو مخالفت کوي، او خنډونه ورته پيداکوي، بياهم موږ همدغسي جرئت ته په کتو سره هيله لرو چې د سولې عالي شورا د سولې عالي شورا له جوړښت څخه بيا تر نن ورځې هغه څه هم د ملت په وړاندي ووايې کوم چې د سولې عالي شورا له خوا د سولې په مخ کې خنډونه پيداشوي وو.
او د خپل کار دصفر نتيجه هم له افغان ولس سره په مدلل او مستند ډول شريکه کړي، چې اصل لاملونه په سولې عالې عالي شورا کې د جنګې مجرمانو حاکميت او شتون وو؟ او که يواځي دولت اجازه نه ورکوله چې د رښتوني سولې له پاره هلې ځلې وکړئ؟ دغه ډول سپيناوی اړين دی، داهر څه تاريخ په خپله لمن او بطن کې ثبت کړي، خو ښه داده چې اوسمهال يې د سولې عالي شورا له ځينو هغو کسانو څخه افغان ملت واوري چې نسبتا ځان خپلواک بولي او دسولې عالې شورا له کړنو او اوسنيو جرياناتو څخه خوښ نه دي.
دقطر دفتر تر پرانستلو وروسته همدغه د سولې عالې شورا وه چې په قطرکې د طالبانو د سياسي دفتر د پرانستلو او سولې پروسي مخالفت يې د رسنيو دلاريڅخه څرګند کی. او په خپل ټول توان سره يې د کرزی صاحب په خوښه او مشوره هڅه وکړه چې د قطر دفتر سبوتاژ کړي، چې د ځينو ګاونډيو هيوادونو، افغان دولت،افغان پارلمان، د مشرانو جرګې، د رهبرانو شورا، ځينو سياسې دولت پلوه ډلو، او ځينو په نوم سياسي او مدنې ټولنو په ګډه د دولت په خوښه او اشاره د قطر دفتر د بيرغ او لوحې موضوع له خپل حد څخه زياته ټينګه ونيوله او بالاخره د سولې همدغه د اميد دروازه هم ديادو راټولو شوو او يوځای شوو ادراو او ډلو د ناوړه هڅو له برکته د افغان ولس پر مخ بنده او دسولې اميدونه او هڅي ناکامي وبلل شوي.
په ټوله کې امریکا له طالبانو سره توافق کړی وو چي د اسلامي امارت نوم او د طالبانو بيرغ او په ډيرو نورو جزياتو هم خبرې شوي وي، حتی تر دي چي يو بل ته مکتوب ليږل به په کوم عنوان وي، چي داهم منل شوی وه چي د طالبانو له خوا به د اسلامي امارت په نوم ليکونه بهرني سفارتونه مني.
يو عجيب ګونګ حالت دی، يوځل دکرزي صاحب دولت، سولې عالي شورا، پارلمان، مشرانو جرګې، د رهبرانو شورا او امريکا په ګډه د قطر دفتر د بيرغ او لوحې پر خبره د تړلو غوښتنه کوله چې بالاخره طالبانو د احتيجاج په ډول د لنډ وخت له پاره دخپل دفتر تړل اعلان کړل.
اوس بيا امريکا، کرزی صاحب، دسولې عالې شورا، پارلمان، سنامجلس، امريکا او افغان دولت پلوه ټول په يوه خوله ناري وهي چې قطر دفتر بايد پرانستل شي، دغه ډول ضد او نقیض څرګندوني او تصاميم ډول ډول انديښني پيداکوي؟ داچي افغان دولت او امريکا غواړي د سولي له پاک نوم څخه ناوړه استفاده وکړي او طالبان په ډلو وويشي او نظامي واک يې کمزوری کړي
اوسني معلومات دادی چې امريکان ډيرې هلې ځلي کوي چې طالبان بياځل مذاکراتو ته چمتو شي، خو تراوسه يې د طالبانو له خوا مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.
امريکايانو په ځينو ناستو کې ويلې چي موږ اوس هم د امارت په نوم له بيرغ او لوحې سره ستونزه نه لرو، خو وخت ته اړتيا شته چې دغه موضوع له افغان دولت سره سپينه کړو.
دا ډول ښاغلي کرزي صاحب هم په ځانګړو ناستو کې له سياسي او ټولنيزو شخصيتونو څخه غوښتنه کړي چې هڅې وکړي ترڅو بيرته د قطر دفتر خلاص او طالبان مذاکراتو ته چمتو شي، خو د کرزي په وړانديز او غوښتنو اوس سياسي کارپوهان پوهيږي چي هغه په هيڅ ډول د سولي پلوی نه دی.
داچې د امريکا او طالبانو ترمنځ بې باورې چې دقطر د فتر پرسر راغله له منځه ولاړه شي، لاندې څلور شيان کيدای شي دغه رامنځته شوي بې باورې له منځه يوسي
لومړی: تر ټولو اسانه او ساده لاره که طالبان ومنې د مذاکراتو د بيا پېل کيدو له پاره امريکا د طالبانو سره پرکړي ژمنه ودريږي، دامارت په نوم بيرغ او لوحه د قطر پر دفتر ومني، ولي زه فکر نه کوم چې داځل به طالبان له امريکا سره داسي په اسانه معامله وکړي
دوېيم: داچې پرته له قيد اوشرط څخه د حسن نيت ښودلو سره امريکا د ګوانتانامو څخه افغان بنديان قطر او طالبانو ته وسپاري، دا ډول کړنه به مذاکراتو ته لاره هواره او بې باورې به له منځه يوسي.
درېيم: داچې امريکا په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال ټولټاکني لغوه اعلان کړي، چې طالبانو د اختر په پېغام کې هم ورته اشاره کړي. داهم د مذاکراتو د بيا پېل کيدو ښه لاره ده.
څلورم: چې امريکا په افغانستان کې د خپلو عسکرو د صفر اعلان وکړي. دغه ډول اعلان به طالبان وهڅوي چې امریکا اشغال ته ادامه نه ورکوي او مذاکراتو ته به غاړه کيږدي.
دسولې عالې شورا په اړوند بيا د دولت (کرزي صاحب) په امنيتي چارو کې مشارو ډاکټر سپنتا
وايې چې په دسولې عالې شورا د جوړښت له پېل څخه بيا تر نن ورځې پوري د سولې عالې شورا کومه خاصه لاسته راوړنه نه لري، او نه د سولې اړوند کومه ځانګړې تګلاره لري، په کار ده چې د سولې عالې شورا لغوه شي، دغه خبري ډاکټر سپنتا افغان پارلمان ته د تړلو دروازو شاته وکړي، چې وروسته رسنيو ته د پارلمان د وکېلانو له خوا د نوموړي خبري ورسيدی، خو د سولې عالې شورا يې په اړه سخت له قهر ډک غبرګون وښود.
دا اوس اوس چې بيا د سولې عالي شورا غولونکی ډرامه پېل کړی چې په دوبۍ کې يې د طالبانو سره کتلي او دا ډول يې په سعودي عربستان کې له طالبانو سره خبري کړي، ماته د تير په ډول داهم هڅي بې بنسټه دعوه ښکاري.
دسولې عالي شورا اوس هڅه کوي چې خپل فعاليت وښئې خو زما مشوره دوی ته داده چې په درواغو، چل او فريب سره د رسنيو دلاري بې ځايه دعوي ونه کړي او افغان ولس ته تشويشونه پيدانه کړي، برعکس په رښتوني ډول د سولې له پاره ګامونه پورته کړي.
ددي له پاره چې د وسلوال مقاومت د سياسي کسانو او نظامي کسانو تر منځ درز پيداکړي، هڅه وکړي چې افغانستان دبد راتلونکی خطر او کورنۍ جګړي څخه وساتل شي.
دسولې عالي شورا که په کابل کې له پخوانيو طالبانو سره د ليدلو کتلو چانس پيداکړي هم دوی وايې زموږ انفرادي ليدني رواني دي او د طالبانو مشرانو ته مو پېغام ليږلي، حال داچې په کابل کې ميښت پخوانۍ طالبان ښه پوهيږي، چې د سولې عالي شورا يواځني هدف د ورکړل شوي ډالرو حيف او ميل کول دی.
دسولې عالي شورا که چېرته يې کوم غړی سفر کوي، داچې دوبۍ د نړيوالو الوتنو مرکز دی، او طالبان هم په روژه کې هڅه کوي چې د دوبۍ له شتمنو څخه زکاتونه او صدقات ترلاسه کړي، يه مختلفو څيرو او نومونو دوبۍ ته ممکن تګ وکړي، که د دوبۍ په ميدان کې تصادف کوم لوړ رتبه او يې ټيټه رتبه طالب د سولې عالي شورا په سترګو شوي وي، داهم دوی لاسته راوړنه ګڼي، کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ چې د امريکا او غرب په چوپړ کې دي افغان دولت ته يې په واک کې ورکړي بيا له دغه ډول تصادفي مخامخ کېدو څخه هم غوغا جوړوي.
که په سعودي عربستان کې د طالبانو له خوا د شړل شوو پخوانيو طالبانو چې ځينې يې کابل (پرته له ضعيف صاحب او متوکل صاحب څخه) کې دي او ځينې په نورو هيوادونو کې خو کابل ته تګ او راتګ لري، کښيني هم دوی بيا د رسنيو د لاري هڅه کوي او په درواغو پرته له ثبوت او اسناد څخه دعوه کوي چې د سولې عالي شورا د طالبانو سره په پټه خبري کړي او رواني دي.
دسولې عالي شورا څخه د يو افغان په صفت په ټول احترام سره هيله کوم چې که دغه ډول خبري دوی رسنيو ته کوي نو بيا ستونزه څه ده چې ثبوت نه وړاندي کوي، هيله ده چې د طالبانو سره د خبرو ثبوت، د هغوی نومونه، دمجلس وخت، نيټه، ځای او ګډونوالو نومونه هم افغان ولس ته ووايې، ولي ډاډه اوسئ چې داکار نه شي کولای ځکه ددوی دعوه درواغجنه او دملت غولول وي.
اوسمهال د نظام د بدلون له پاره درې لاري دي: نظامي فشار، موقت يا عبوري حکومت او سوله
لومړی: نظامي فشار:
که د نظامي فشار د لاري نظام بدلون مومي، د اوسني نظام تغير د بهرنيانو له شتون سره سره حتمي دی، او بهرنيان به متضرره کېږي. دا هغه حالت دی چې لا نورو ډيرو وينو تويدو ته اړتيا شته.
زما په آندچې نظامي طالبان همدغه ډول د نظام بدلون ته برتري ورکوي.
دوېيم: موقت يا عبوري حکومت
که د موقت حکومت د لاري اوسنی نظام بدلون مومي، دا يوه ښه لاره ده، خو بايد چې ددي تضمين او ډاډ افغان ولس ترلاسه کړي چې تيرو تجربو ته په کتو سره بيا ځل موقت حکومت د واک او قدرت د ساتلو او اوږديدو حرص ونه کړي، لکه چې د جهاد پرمهال استاد رباني د څلورو مياشتو موقت حکومت پر ګدۍ ځان واچوو او دغه هره مياشت يې کال ته ورسوله، چې بلاخره د دجنګ او طالب د زور له برکته يې ارګ په تيښته پريښود.
اوس هم ويره شته، او بايد چې وسلوال مقاومت او په کور دننه سياسي ډلي دي ته متوجه وي چې که چېرته په يو افغان شموله موقته اداره هوکړه کېږي بايد چې نړيواله ټولنه، اسلامي کنفرانس او ځيني، په ځانګړي ډول همسايه هيوادونه ددي تضمين افغان ولس ته ورکړي چې موقته اداره به د واک غزولو حرص نه کوي.
درېيم: سوله
د سولې د لاري د اوسني نظام بدلون د بهرنيانو له شتون سره سره حتمي دي، او دسولې د لاري د نظام بدلون د بهرنيانو د وتلو له پاره هم ښه چانس دی.
که دنظامي فشار په نتيجه کې بهرني يرغلګر شرميدلي ماتي ويني او له افغانستان څخه ؤځي، داهغه څه دي چې امريکا ته ډيره ګرانه ده، او ترخپله وسه نه غواړي چې ماتي ومني.
سوله دوه دوه ډوله ده: کمزوري سوله او فاتحانه سوله:
دکمروزي سولې په نتيجه کې لکه افغان حکومت او نړيواله ټولنه چې يې غوښته لري د نظام دبدلون او بهرنيانو د وتلو چانس ډير کم دي. او کمزوري سوله ناشوني ښکاري
د کمزوري سولي ښه مثال د فلسطين د سولي خبري دي چې نږدې ۶۵ کلونه يې کيږي، او لاهم بې نتيجې خبري کله بندي او کله روانې وي.
ویل کيږي چي کله د لومړی ځل له پاره د فلسطين مشر ياسر عرفات له امريکايې چارواکو سره وکتل او سولي اړوند خبري يې وکړي، دومره خوشبين وو چې د خوشالۍ نښې يې پر تندې له ورايه معلوميدلي، او داهم ويل کيږي چې د سولي د خبرو په لومړې پړاو کې د سولي اړوند مذاکراتو باندی توافق په دوو صفحو کې وليکل شو.
ويل کيږي چې اوس د ۶۵ کلونو په جريان کې هغه دوه صحفي توافقعات دوه زره صفحو ته رسيدلی، لاهم د سولي کوتره د فلسطين پرځمکه نه ده کښينستلی، کله د اسرائيلو، کله د امريکا او کله به يې د پخواني مصري ولسمشر حسني مبارک پر وطن وزرونه ښورول، او دفلسطين خواري خواري ته ونه رسيدل.
وسلوال مقاومت هم بايد چې دامريکا - ويټنام، اسرائيل+فلسطين+امريکا، امريکا او جنوبي کوريا او نوروي هيوادونو سره ددغه غدار او چل کوونکي هيواد امريکا د سولي قراردادونه او د سولي په پروسه کې په خپلو ژمنو نه دريدل په دقيق ډول وڅيړي.
د فاتحانه سولې په نتيجه کې د نظام بدلون حتمي دی، او د يو ځانګړي مهال وېښ له مخې د بهرنيانو وتل هم شوني کوي.
که د سولې او مذاکراتو په نتيجه کې نظام بدلون مومي او بهرنيانو ته هم د اوړو پوزه جوړيږي، نو دا هغه لاره ده چې افغان ولس يې تمه درلودله، خو داوسني حکومت او حکومت پلوه لويو او کوچنيو ادار، حکومت پلوه ډلو، همسايه هيوادونو او امريکا له خوا هر وخت ددغه ډول (فاتحانه سولې) مخنيوی کېږي او په مخ کې يې په يو او بل نوم سره خنډونه پيداکوي.
که چېرته د سولې دغه ډول مذاکرات کاميابيږي او منل کېږي نو په نتيجه کې به يې يو پايدار او افغان ولس ته منلي نظام او حکومت منځته راځي.
ولي د کمزوري سولې په نتيجه کې به بې پايښته او نامنل شول نظام او حکومت وي.
سوله او د بهرنيانو شتون دوه متضادې لارې دي
وسلوال مقاومت په هيڅ صورت او په هیڅ نوم سره د بهرنيانو شتون نه مني، که چېرته بهرنيان پر دي ټينګار کوي چې په افغانستان کې آډي ولري نو بيا د سولې مذاکرات او آډي متضاد او مخالف شيان دي چې يوځای کېدل يې ناممکن ښکاري او د سولې مذاکرات به هم نتيجه ورنه کړي.
ځينې سياسي شنونکې سوله او آډي بيلې بېلي لاري بولي، او مثال راوړي چې امريکايانو ته نورو اسلامي هيوادونه هم آډې ورکړي دي. خو موږ وايو چې:
که نورو هيوادونو لکه سعودي، قطر او يا ترکېې بهرنيانو ته اجازه ورکړي او په خپلو هيوادونو کې يې آډې ورکړي هغه زموږ په هيواد کې بهرنيانو ته له آډو ورکولو سره فرق لري
امريکايانو د يادو هيوادونو قوانين پر ځان منلي، امريکايان يادو هيوادونو خپلې خاوري ته غوښتي برعکس زموږ مشران امريکايانو راوستي او زموږ خاوري ته امريکايان د يرغل په شکل کې په زور راغلي دي.
د سعودي عربستان حکومت او خلک ارام دي منلي يې ده چې د توافق شوي شرايطو لاندی امريکايان ددوي په خاور کې واوسي، دلته په افغانستان کې يې ولس په مقابل کې پورته شوی، وسلوال مقاومت کوي، په سعودي کې امريکايانو مرګ او وژنه نه ده کړي دلته يې په لکونو افغانان شهيدان او معيوب کړي، او په لکونو خلک يې بې کوره کړي او مهاجرت ته يې اړ کړي دي.
سعودي عربستان يو قوي حکومت دی، په سيمه کې هم امریکايانو ته ستونزه نه شته، افغانستان يوکمزوری هيواد دی او سيمه هم د امریکايانو د شتون او اډو مخالفت کوي
دارنګه په ترکېه کې امريکايې عسکر په پوځي يونيفورم کې له خپل اډي بهرنه شي وتلای. او د ترکېې حکومت او ولس يې په خلاف يوه ورځ هم احتيجاج نه دی کړی. خو دلته په افغانستان کې يو امريکايې عسکر دکرزي صاحب په ابايې ټاټوبي کندهار کې د پنجوايې په زنګاوات کلي کې ۱۷ ماشومان او ښځي په شهادت رسوي، سوځوي يې ولي امريکايې عسکر په سرو ستروګو بيرته امريکا ته ژوندی ځي.
په ترکېه کې هوايې قلمرو د ترکانو په بشپړ واک کې دی، دلته په افغانستان کې برعکس هوايې قلمرو په بشپړ ډول د امريکايانو په واک کې دي، په بې ګناه مظلومو ماشومانو، محصلينو، زده کوونکو، پيغلو، ښځو او سپين ژيرو بمبارد کوي، او حتی چې په افغان اردو او افغان پوليسو هم بمبارد کوي.
داسي ويل کېږې چې افغان دولت او په ځانګړي ډول ولسمشر کرزی د سولې له پاره دلچسپې نه لري او هڅه کوي چې خپل واک په يو او بل نوم تر دوو نورو کلونو هم وغځوې.
غواړي دی او کورنۍ يې د ټول وخت له پاره د افغانستان په سياسي واک کې ونډه لرونکې پاتي شي، له همدې امله يې د استاد سياف په هڅو د ملي اجماع يوه بله غولونکې ډرامه هم پېل کړي.
کله چې په کندهار کې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر آخند له پاره د کندهار دباباصاحب دغره په ډډه (دباباصاحب دغره څوکه) کې کور جوړيدی، او دغره په دننه کې د خوندې ساتلو پټ ځايونه او هلته د د امنيتې تدابيرو په نظر کې نيولو سره ځانګړې د جنګ، دفاع او مقاومت اړوند مهندسي نقشي په نظر کې نيول شوي وي، خو د غره يوه وړه ټوټه چې د همدې کور په احاطه کې راتلله د غره دهمدژ وړې ټوټې په نس کې پر تونل کار پيل شوي وو (ويل کېدل چې ددغه ځای د موقيعت په نښه کېدل، نقشه او اړوند مالي چاري يې اسامه بن لادي په غاړه اخستي وي، او نقشه يې هم د القاعدي ډلي مسلکې او فني کسانو له خوا څه عملي کېدله)، د امريکا د يرغل پر مهال وليدل شول چې دهمدغه کور بام امريکايانو پر راکټونو ويشت خو بام چې څو طبقي وو، او منځنۍ طبقه يې په ډير مهارت او پټ ډول داسي جوړه شوي وه چې ويل کېدل ټايرونه او داسي مواد پکې ځای په ځای شوی وو چې د اهتزاز قوه يې فوق العاده زياته وه، هم هغه وو چې کله به راکټ پر بام لګيدی، جمپ به يې کاوو او راکټ خپل هدف نه شو ويشتلای.
ما د طالبانو د وخت يوه وزير ته وويل چې که زما پېغام (خبره) لوی ملاصاحب ته ورسوي منندوی به دي يم، په کورنو او سمڅو کې له دښمن څخه څوک نه شي پټيدلای، کله چې دښمن راغی په کارده چې د ولس له منځ څخه يې مقابله ؤشي.
بل داچې دغه ډول فکر چې مډرن، په عصري وسايلو سمبال او موډرن کور چې د امنيتي پلوه يې هم په لوړ معيار جوړيږي، د واک او قدرت د بقا اميدونه او هڅوني پيداکوي، ښه داده چې همدغه اندازه پيسي د کندهار ښار په رغونه کې ولګول شي.
د طالبانو د وخت وزير ماسره وعده وکړه چې خبره به دي لوی ملاصاحب ته رسوم، ځکه هغه يې په نږدې ورځو کې دندې اړوند کارونو له پاره ليدلو ته کندهار ته روان وو، خو نه پوهيږم چې زما خبره به يې ورته رسولې وي که نه؟ فکر نه کوم؟ که چېرته لوی ملاصاحب ته کوم چا دا نظر ورکړی وای ډاډه يم چې هغه به له هغه کورڅخه منصرف شوی وای، چې د طالبانو له سقوط وروسته د امريکايې استخباراتي او سپيشل فورس جنرالانو له پاره په افغانستان کې تر ټولو امن ځای وو، او اوس هم دی.
راځم اصل خبري ته!
باوري سرچينې وايې چې ښاغلي کرزي د خپل واک څخه د ناوړه استفادي کولو په جرم ارګ ته څيرمه د اماني ليسې مخامخ د پخواني ولسمشر داؤد خان له کورنۍ څخه يوه لويه ټوټه ځمکه واخستله، دا ډول هغه کور يې هم واخيست چې د همدي ځمکې سره نښتي او د ملګرو ملتونو دفتر پکې وو، کوم چې ډاکټر نجيب الله هم تر مرګ مخکې پکې اوسيدی، دغه سيمه ټوله ارګ ته څيرمه پرته ده، او د داؤد خان د کورنۍ پخوانيو قصرونو (چې اوس کرزی صاحب اخستي) له ارګ څخه لاره شته، داسي ويلای شو چې دغه سيمه ټوله ارګ ده.
ښاغلي کرزي صاحب پخوانۍ ودانۍ له منځه يووړي او ورور محمود کرزي تر سرپرستي لاندي هلته په ارګ کې دننه دوه مجلل قصرونه ورته جوړيږي
که څه هم کرزی صاحب په خپلو خبرو کې وايې چې دا د محمودجان کارونه دی هغه تجار سړی دی په خپلو کارونو ښه پوهيږي، خو تجار هيڅکله د ارګ سيمه نه خوښوي؟ د ارګ سيمه پاچايان او په واک مين خلک خوښوي.
داسي هم ويل کېږي چې د ښاغلي کرزي صاحب نږدې سلاکارانو کرزي صاحب ته سپارښتنه کړی وه چې د دارلآمان ماڼۍ سره نږدي دده په خوښه د کومې تپې پر سر لويه سيمه دده د کورنۍ له پاره جلا کړي او هلته د خپل خوښي هستوګن ځايونه ، باغونه، حوضونه او د پاچايانو د خوښي او دهغوی سره مناسب د بازيو (لوبغالی) جوړ کړي.
خو چا چې په ارګ کې په شاهي تختونو خوب کړی وي، بيا يې په ژوندون له دغو کټونو څخه زړه نه ځي، هغه مشور متل چې ارګ ته به ژوندی ورځي او مړ به ورڅخه وځي.
دوېيمه برخه
انتخابات
نوربيا.....