
حبيب الرحمن حكمتيار
څو ورځي وړاندي مي د يوه كس چي ځان
ته موسى جان نقشبندي وايي، يوه ډېره كچه، بې خونده او بې محتوى ليكنه ترلاسه كړه، ده
د حكمتيار صاحب د دوو مهمو تأليفاتو حكمة البارئ او اسلامى نهضت په څو برخو د نقد
او اعتراض لپاره ملا تړلې، او داسي څه ئې ليكلي چي نه له ادبي پلوه په ويلو ارزي
او نه له علمي او ديني پلوه څه ارزښت لري، په اصل كي دا ليكنه له څو ښكنځلو پرته
بل څه نه ده، كه څه هم دا ليكنه زړه ده او نږدې دوه كاله پرې تېر شوي، خو د دې لپاره
چي هغه په يوه ايران پلوه ويب سايټ (افغان سبا) كي اېښودل شوې نو ځواب مې ضروري او
گټور وگڼلو، ما د ده د ليكني له پيل تر پاى پوري داسي جمله ونه موندله چي له ادبي پلوه
صحيح وي او په هغې كي ئې د خپلي غلطي ادعاء لپاره كوم معقول دليل وړاندي كړى وي، د
ده له بې محتوى ليكني معلومېږي چي نه عالم دئ او نه له قرآن او حديث خبر، بس كوم
سركاري مفتي دئ چي دنده ئې د مسلمان تكفيرول او د جهاد او مجاهد غندل دي، د حكمة
البارئ او اسلامي نهضت ځيني برخي ئې په ناقصه توگه او د امانت او علمي تحقيق د
ابتدايي تقاضا او غوښتني خلاف اقتباس كړې او بيا ئې له هغې د الزام مورد جوړ كړى،
كټ مټ داسي لكه چي څوك ووايي: په قرآن كي راغلي: ويل للمصلين: او بيا ئې داسي وژباړي:
د لمونځ كوونكو پر حال افسوس، خو هغه برخه پرېږدي چي دا فقره بشپړوي، حال دا چي دا
د يوه بشپړ مطلب نيمايي برخه ده، بشپړ مطلب ئې داسي دئ: د هغو لمونځ كوونكو پر حال
افسوس چي له خپل لمانځه غافل دي.
جناب نقشبندي په داسي حال كي پر دې
ليكني خپل او د نورو وخت ضائع كړى چي په كار وه د اسلام د سترو سترو دښمنانو او
هغو نظامي، سياسي، فكري او اخلاقي بريدونو په ضد ئې څه ليكلي وى چي اسلام او اسلامي
امت ورسره مخامخ دئ، دې جناب او ملگرو ئې تر نن پوري نه د كوم كمونيست د ليكني او پر
اسلام د هغه د نيوكو په خلاف څه ويلي يا ليكلي او نه د كوم ملحد او دين دښمن غربپال
د ليكنو په خلاف او نه د هغه څه په خلاف چي نن په افغانستان او نړۍ كي د اسلام په
ضد روان دي.
د نقشبندي له ليكني او تخلص
معلومېږي چي هغه اوس د امريكايانو تر سلطې لاندي ژوند كوي، د جهاد مخالف دئ، ښايي د
كوم زيارت مجاور، يا د كوم ټگمار پير داسي مريد او خليفه دئ چي گوزاره ئې له خلكو
د شكرانو په ترلاسه كولو ده، همدا ئې دكان او همدا ئې حرفه ده، د ده د اعتراض او ښكنځلو
اصلي باعث دا دئ چي حكمتيار صاحب ولي د (وسيلې) په اړه داسي څه ليكلي چي د دوى د
شكرانو بازار له كساد سره مخامخ كوي، هغه په خپل وروستي (خو په حقيقت كي تر ټولو
وړاندي) اعتراض كي ليكي: مستري د خپل منحوس كتاب په ج١ ص ٤٧٢ كي په مطلق وسيلي رد
كړي ددي ترمينځ ئي د جائز او بدعي وسيلي فرق نه ده كړي، سره له دي چي جائز وسيله خو
په بي شماره احاديثو كي راغلي.
دا راته غوره وبرېښېده چي خپل ځواب
له همدې اعتراض چي د ده له نظره ډېر مهم برېښي پيل كړم:
جناب نقشبندي! تا محترم حكمتيار
صاحب د انجنير پر ځاى د مستري په نامه ياد كړى!! له دې ستا اخلاقي مستوى او له له
مجاهد مسلمان سره ستا د تور زړه كينه او رخه جوته كېږي!! تا د حكمة البارئ مهم
ديني كتاب د منحوس!!! په نامه ياد كړى په داسي حال كي چي دا د رسول الله ﹽ د
احاديثو كتاب دئ، د بخاري دقيقه او منصفانه شرح دئ، لږ تر لږه دومره ويلى شو چي
سيال ئې په پښتو، فارسي، اردو او انگرېزي يا بلي غير عربي ژبي كي نه موندل كېږي، په
عربي كي هم څوك نه دئ نتوانېدلى چي د بخاري د هر روايت په څنگ كي د بخاري مكرر
روايات هم كښېږدي او د حديث په نورو كتابونو كي راغلي روايات هم، توپيرونه ئې په گوته
كړي او بيا تر ټولو غوره او ارجح ئې معلوم كړي، دا كار د كمپيوټر له مرستي پرته
شبه محال دئ، حكمتيار صاحب د كمپيوټر په مرسته دا كار كړى. په حكمة البارئ ستا له
كچه اعتراضاتو معلومېږي چي ته نه ديني اصولو ته التزام لرې او نه حديث ته درناوى!!،
آيا پوهېږې د تخاصم پر مهال ښكنځلي او پوچه خوله كارول د چا خصلت دئ؟ رسول الله ﹽ
دا د منافق يو خصلت گڼي، عجيبه ده چي تا د دې پروا هم نه ده كړې چي حكمة البارئ د
بخاري د يوې برخي احاديثو مجموعه ده، د بخاري روايات ئې داسي څېړلي چي تر دې
وړاندي نورو هم څېړلي، د عمدة القارئ محترم او محقق مصنف علامه بدر الدين محمود بن
احمد العيني ﷼ همدا كار كړى، د بخاري هر روايت ئې څېړلى، په خوا كي ئې هغه روايات
هم راوړي چي بخاري نه دي راوړي او بيا ئې د دوى تر منځ ارجح په گوته كړى، علامه
عيني حنفي مذهب دئ، د ده كتاب چي اولس جلده دئ په حقيقت كي پر بخارى د نقد كتاب
دئ، هغه روايات ئې ارجح ثابت كړي چي احناف پرې استناد كوي او بخاري يا نه دي راوړي
او يا ئې د هغوى معارض روايات رااخيستي، ما ته ووايه: كه حكمة البارئ په دې نامه
يادوې نو عمدة القارئ ته څه نوم وركوې؟! دا هم راته ووايه: د مشهوري وينا له مخي
امام بخاري ﷼ له شپږو لكو رواياتو نږدې دوه زره روايات غوره كړي او نور ئې د
راوړلو او استناد وړ نه دي گڼلي، يا ئې د هغوى سند د اعتبار وړ نه دئ گڼلى او يا
ئې د صحيح احاديثو خلاف موندلى، امام بخاري ته څه نوم وركوې چي پنځه لكه اته نوي
زره روايات ئې نه دي منلي.
كه نن كوم كمعقل او بې علم انسان د
حكمة البارئ په اړه اعتراض وكړي پروا ئې نه لرو، إن شاء الله ډېر ژر به هغه ورځ راورسېږي
چي په ټولو مدرسو كي به د حديث مضمون د حكمة البارئ ستر او معتبر كتاب وي او د
تفسير مضمون د قرآن پلوشې.
جناب نقشبندي! تا ليكلي: جائز
وسيله خو په بي شماره احاديثو كي راغلي!! څو عرائض درته لرم: ستا دا جمله هم له
ادبي پلوه په بشپړه توگه غلطه ده او هم د حقيقت خلاف ده، سمه او د پښتو ادبي
قواعدو مطابق جمله داسي ده: جائزه وسيله خو په بې شمېرو احاديثو كي راغلې، او
حقيقت دا دئ چي ستا مزعومه وسيله په هيڅ صحيح حديث كي نه ده راغلې، كه داسي حديث
وى او تا ته په كوم كتاب كي په نظر درغلى وى نو حتماً به دي دلته راوړى وو، خو تا
د دې پر ځاى چي پر كوم آيت يا حديث استناد وكړې بر عكس د داسي خلكو پر اقوالو او بې
ثبوته ادعاگانو دي استناد كړى چي انگېرني ئې ستا په څېر دي، ستا او ستا د ملگرو د پوهاوي
لپاره بايد ووايم: په قرآن كي گڼ شمېر دعاگاني راغلې، هغه دعاگاني چي الله تعالى ته
مقبولي دي او له خپلو صالح بندگانو ئې دا دعاگاني قبولي كړې دي، قرآن د دعاء د څرنگوالي
او ادب په اړه هم زموږ لارښود دئ، په ټول قرآن كي يوه داسي دعاء نه مومو چي بالواسطه
وي او د الله تعالى په وړاندي د مخامخ او مستقيمي دعاء پر ځاى د كومي وسيلې له
لاري وړاندي شوې وي، ټولي داسي دي لكه د فاتحې په سوره كي چي راغلې: اياك نعبد و
اياك نستعين، اهدنا الصراط المستقيم. دې ته دي بايد پام وي چي فاتحه د ټول قرآن خلاصه
ده، او دعاء ئې د قرآن د ټولو دعاگانو د كيفيت او محتوى خلاصه ده، په احاديثو كي
هم د گڼ شمېر دعاءگانو شاهد يو، د قرآن او حديث د دعاگانو شمېر سلگونو ته رسېږي، ټولي
ئې مخامخ او مستقيمي دعاگانى دي، په هيڅ يوه كي نه دي ويل شوي چي خدايه! د فلاني په
خاطر زما دعاء قبوله او حاجت ترسره كړه، رسول الله ﹽ فرمايي: وَإِذَا سَأَلْتَ
فاَسْأَلِ اللَّهَ، وَإِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللَّهِ، وَاعْلَمْ أَنَّ
الأُمَّةَ لَوِ اجْتَمَعُوا عَلَى أَنْ يَنْفَعُوكَ، لَمْ يَنْفَعُوكَ إِلاَّ بِشَيْءٍ
قَدْ كَتَبَهُ اللَّهُ لَكَ، وَلَوِ اجْتَمَعُوا عَلَى أَنْ يَضُرُّوكَ، لَمْ
يَضُرُّوكَ إِلاَّ بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللَّهُ عَلَيْكَ، رُفِعَتِ الأَقْلامُ،
وَجَفَّتِ الصُّحُفُ: كه څه دي غوښتل نو له الله ئې وغواړه، كه مرسته دي غوښتله نو
له الله ئې وغواړه، پدې پوه شه چي كه د نړۍ ټول خلك راغونډ شي او وغواړي څه گټه درورسوي،
نو يوازي هومره گټه دررسولى شي چي الله درته ليكلي او كه ټول پدې راغونډ شي چي تا
ته كوم تاوان ورسوي نو يوازي هومره تاوان دررسولى شي چي الله درته ليكلى، قلمونه
پورته شوي او صحيفى وچي شوې دي. يعنى د مقدراتو كتاب وچ شوى، نور نه څه پكي زياتېږي
او نه څه ترې كمېږي او هغه قلم چي د انسان برخه ليك ئې ليكو پورته كړى شوى او له
ليكلو ودرېدلي.
جناب نقشبندي! آيا دا ټول آيتونه
او احاديث درته كافي نه دي؟ څه ضرورت لرې چي پر دغو قرآني دعاگانو او د رسول الله ﹽ
په لارښوونو او د ده له لوري ښودل شوو دعاگانو باندي اكتفاء نه كوې؟!! زه پوهېږم چي
پر وسيلې باندي ستا د تركيز موخه څه ده، باعث ئې نه كوم روايت دئ او نه كوم آيت،
باعث ئې ستا غلط مسلك او منهج دئ، تا خپله روزي په دې (وسيلې) پوري تړلې ده، ته
غواړې خلكو ته ووايې: خداى ته د قبرونو له اړخه رسېدى شئ، خداى له واسطې پرته د چا
دعاء نه قبلوي، دا قبرونه مجاورين لري، په شكرانو سره د مجاور زړه ترلاسه كړئ، د
قبر خاوند به درنه راضي شي او ستاسو دعاگاني به پر الله تعالى قبولي كړي او
حاجتونه به مو ترسره شي!!! او دا هغه څه دي چي قرآن ئې د شرك په نامه يادوي او په
كلكه او مكرره توگه ئې ردوي.
ښه به وي چي د حكمة البارئ هغه
برخه هم ستا مخي ته كښېږدم چي د وسيلې په اړه راغلې:
(٧) باب: د آذان په وخت دعاء
٣٧1- حَدَّثَنَا عَلِىُّ بْنُ عَيَّاشٍ قَالَ حَدَّثَنَا
شُعَيْبُ بْنُ أَبِى حَمْزَةَ عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ الْمُنْكَدِرِ عَنْ جَابِرِ بْنِ
عَبْدِ الله أَنَّ رَسُولَ الله٭ قَالَ \"مَنْ قَالَ حِينَ يَسْمَعُ النِّدَاءَ
اللهمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ وَالصَّلاَةِ الْقَائِمَةِ آتِ مُحَمَّدًا
الْوَسِيلَةَ وَالْفَضِيلَةَ وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِى وَعَدْتَهُ،
حَلَّتْ لَهُ شَفَاعَتِى يَوْمَ الْقِيَامَةِ\". (بخاري:614)
٣٧1- له
جابر بن عبدالله ﷶ روايت دئ چي رسول الله (صلى الله عليه و سلم) فرمايلي: (چا چي
آذان واورېد او وئې ويل: (اللهم رب هذه الدعوة التامة والصلوة القائمة آت محمدا
الوسيلة والفضيلة وابعثه مقاما محمودا الذي وعدته) د قيامت په ورځ زما شفاعت ورته
واجب شو).
د
دې دعاء معنى دا ده: اى خدايه! د دې بشپړي بلني او د هغې په نتيجه کي د اداء
کېدونکي لمانځه ربه! محمد (صلى الله عليه و سلم) ته وسيله او فضيلت ورکړه او په
هغه ستايل شوي مقام ئې راپاڅوه چي وعده دې ورسره کړې ده.
تكرار: دا روايت په بخاري كي يو ځل
بيا هم په دغي شمېرې راغلى: 4719
توپير: دواړه د الفاظو او معنى له پلوه سره
ورته دي.
دا روايت كه له يوې خوا موږ ته لارښوونه
كوي چي خپل گران پيغمبر عليه السلام ته دعاء وكړو، له الله تعالى وغواړو چي د ده
درجې لوړي كړي، هغه ستايل شوى مقام ورپه برخه كړي چي وعده ئې ورسره كړې، له بلي
خوا موږ ته د (وسيله) حقيقت راښيي، ځيني ناپوه او د شرك او خرافاتو په مرض اخته كسان
داسي انگېري چي د بنده او الله تعالى تر منځ بايد يو څوك واسطه او وسيله شي، د همدې
وسيلې له لاري الله تعالى ته دعاگاني وړاندي شي، هغه ئې پر الله تعالى قبولي كړي، دوى
الله تعالى د زمكي له واكمنانو سره تشبيه كوي چي له واسطې او وسيلې پرته د هغوى
دربار ته رسېدا ممكنه نه ده، هغه واكمنان چي د دوى دربار ته د مقربو ذواتو د سپارښتنو
او شفاعت په نتيجه كي د خلكو عرائض اوري او حاجتونه ئې ترسره كوي!! دا روايت د دغو
دوكه شوو غلطه انگېرنه په بشپړه توگه ردوي او وايي: د پيغمبر عليه السلام په څېر د
الله تعالى حضور ته د مقرب بنده لپاره به هم الله تعالى ته دعاء كوې، نه يوازي دا چي
له الله تعالى پرته به له بل چا څه نه غواړې، كه څه هم هغه د رسول الله٭ په څېر
ستر شخصيت وي بلكي هغه ته به له الله تعالى د درجو لوړولو دعاء كوې، له بلي خوا دا
روايت موږ ته لارښوونه كوي چي د وسيلې معنى هغه نه ده چي مشركين ئې ادعاء كوي، وسيله
په قرآن او حديث كي د هغه نېك عمل په معنى استعمال شوې چي د الله تعالى د تقرب او
نږدېوالي موجب گرځي، الله تعالى فرمايي:
1. يَأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَ ابْتَغُوا إِلَيْهِ الْوَسِيلَةَ وَ جَهِدُوا فى سبِيلِهِ لَعَلَّكمْ تُفْلِحُونَ* المائد:35
اې مؤمنانو! له الله ووېرېږئ او د ده
لوري ته وسيله ولټوئ او د ده په لار كي جهاد وكړئ ترڅو بريالي شئ.
پدې آيت كي د مؤمنانو د برياليتوب
لپاره درې شرائط ښودل شوي:
·
تقوى او ځان ساتنه.
·
د الله تعالى لوري ته وسيله لټول.
·
د الله تعالى په لار كي جهاد.
كه دا مبارك آيت د قرآن په رڼا كي تفسيركړو او
په قرآن كي دا ولټوو چي وسيله څه ته ويل كېږي چي بنده الله ته نږدې كوي؛ نو وبه
گورو چي قرآنكريم لمونځ، زكات، حج، روژه، په نېكۍ امر، له بدي نهى، د الله په لار
كي مال لگول، د الله او د رسول الله اطاعت او د اسلام د حاكميت لپاره جهاد؛ الله
ته د نږدېوالي او تقرب وسائل گڼلي دي. د اسلام له نظره هيڅ داسي عمل نشته چي د
فرائضو تر اداءء كولو زيات الله تعالى ته د تقرب سبب شي، پيغمبر عليه السلام
فرمايي چي انسان د سجدې په حالت كي تر بل هر حالت الله ته زيات ورنږدې وي. خو كه د
رنځورو زړونو خاوندانو ته ووايو چي د قرآن له نظره دا اعمال، الله ته د تقرب وسائل
دي؛ د هغوى شيطان پدې خبرو نه قانع كېږي! كه ورته وويل شي چي د دعاء د اجابت او
قبلېدو تر ټولو غوره وخت د فريضې له اداء وروسته شېبې او لحظې دي، د دعاء د قبلېدو
لپاره تر ټولو غوره ځاى جومات او د جهاد سنگر دئ، په دې هم نه راضي كېږي، كه څه هم
دا د الله او د ده د رسول خبره ده. دوى داسي دريځ نيولى چي نه د خداى خبره مني او
نه د ده د رسول!! آيا د تعجب او حيرت خبره نده چي څوك په قرآن باندي له ايمان سره
سره له وسيلې داسي تعبير ولري چي سل په سلو كي له قرآن سره تناقض لري؟ قرآنكريم \"وسيله\"هلته
ذكر كړې چي له هغې مخكي او وروسته ئې د شرك په نفي او له غيرالله د مرستي غوښتلو
په تحريم ټينگار كړى او فرمايلي ئې دي: كه له خداى پرته له هرچا؛ كه په زمكي كي وي
يا آسمان كي، مړ وي يا ژوندى، انسان وي يا فرشته او له هرچا او هر څه استعانت او
مرسته وغواړئ، هغه نه درنه د زيان دفع كولو وس لري او نه ستا حالت بدلولى شي، هغه
چي مشركان مرسته ترې غواړي په خپله د الله دربار ته د تقرب د وسيلې په لټه كي دي،
غواړي د الله په وړاندي نږدې مقام ترلاسه كړي، په خپله ئې سترگي د الهي رحمت په
لوري دي او له عذاب ئې وېره لري. فرمايي:
قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُم
مِّن دُونِهِ فَلا يَمْلِكُونَ كَشف الضرِّ عَنكُمْ وَ لا تحْوِيلاً * أُولَئك
الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلى رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ أَيهُمْ أَقْرَب وَ
يَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَ يخَافُونَ عَذَابَهُ إِنَّ عَذَاب رَبِّك كانَ محْذُوراً
* الاسراء: 56-57
ووايه: له الله تعالى پرته چي \"پر
هر چا او هرڅه د ملجأ او مرجأ\" گمان كوئ؛ \"خپلي مرستي ته\"ئې
دروبولئ، هغوى نه له تاسو د ضرر دفع كولو توان لري او نه ئې د بدلولو، هغه چي
مشركان ئې مرستي ته وربولي؛ هر يو ئې چي الله ته ډېر نږدې وي په خپله د الله دربار
ته د تقرب وسيله لټوي، (يا هر يو ئې خپل رب ته د تقرب لټه كوي چي كوم يو به تر
نورو زيات ورنږدې شي) د هغه رحمت ته ئې سترگي دي او له عذابه ئې وېره لري، بې شكه
چي ستا د رب عذاب د دې وړ دئ چي وېره ترې وشي.
دا دئ گورئ چي قرآنكريم خپلو
مخاطبينو ته امركوي چي له شرك او له ماسوى الله د مرستي له غوښتلو ډډه وكړئ، يوازي
له خداى مرسته او مدد وغواړئ او د الله لوري ته ورلنډ شئ. پداسي حال كي چي د خداى
لوري ته وسيله لټول، د شرك د نفى لپاره او د هغه ترڅنگ ذكر شوې، خو متأسفانه عوام
غولوونكي او ټگماران دا جزء داسي تفسيروي چي له ماسوى الله د مرستي غوښتلو د جواز
دليل پكي وموندل شي!!
جناب نقشبندي! تا ليكلي: ده خو فقه
شريفه د قران او حديث څخه د انحراف لامل ګڼلي، فقه ئي د قران او حديث د هيريدو سبب
ګڼلي.... دده خپل ليكل په دي ډول دي:...... خلكو په فقهي احكامو اكتفاء وكړه او قرآن
او حديث ته رجوع ورنه پاتې شوه، په دې سره د قرآن ترڅنگ حديث هم هيرشو.[ اسلامي
نهضت ص ٦٥ ].
جنابه! ستا دا جملې هم له ادبي پلوه
غلطي دي، او هم د تحقيق له آدابو ډېري لري، تا بيا هم د يوه بشپړ مطلب يوه وړوكې
برخه رااخيستې ده، هغه هم په غلطه توگه او په غلطه موخه، راشه د اسلامي نهضت دا
برخه ستا مخي ته كښېږدم چي ته ئې وگورې او نور قضاوت وكړي چي د غلطي موخي لپاره
ناقص او محرف اقتباس څنگه وي:
3ـ د فقه د تدوين مرحله:
پدې مرحله كي يوه نوې سلسله پيل
شوه، چي هغه د مخكنۍ مرحلې طبيعي او حتمي پايله وه، د لكهاوو صحيح، ضعيف او جعلي
احاديثو خورېدل خلكو ته دا خبره گرانه كړه چي د ديني احكامو په اړه په كوم حديث
عمل وكړي او په كوم نه؟ كوم ومنى او كوم نه؟ هرڅوك د دې پېچلي او ستر كار له عهدې
نشو وتلى، څو د لوړ همت خاوندان راوړاندي شول، د دې ستونزي د حل كولو لپاره ئې ملا
وتړله، احاديث ئې وچڼل راويان ئې وڅېړل، غوره ئې له ضعيف او جعلي او ثقه ئې له
ناثقه بېل كړل، فقهي احكام ئې له قرآن او غوره احاديثو استنباط كړل او د عوامو غوښتنو
او پوښتنو ته ئې ځواب ووايو. پدې كار سره كه څه هم ډېرى ستونزي حل شوې او په ځينو
ديني احكامو د پوهېدو كار ئې خلكو ته آسان كړ، خو څو غير مترقبه عواقب ئې درلودل:
الف: خلكو په فقهي احكامو اكتفاء
وكړه او قرآن او حديث ته رجوع ترې پاته شوه، پدې سره د قرآن ترڅنگ حديث هم هېرشو.
ب: په فقه كي د اسلام يوازي يو اړخ
څېړل شوى او صرف د ورځني ژوند احكام توضيح شوي، لكه اودس، حيض، نفاس، غسل، لمونځ،
روژه، زكات، حج، نكاح، طلاق … خو په نورو بنيادي او اساسي مسائلو
بحث كول او د اسلام نور اړخونه څېړل نه د فقه د بحث موضوع وه او نه خلكو پدې باب د
څېړني او بحث غوښتنه كوله او نه چارواكو له ورځنيو ديني احكامو پرته په نورو اساسي
او حياتي مسائلو بحث خوښولو، عملاً گورو چي په فقه كي د امام د انتخاب د څرنگوالي
په اړه، د ده د صلاحيتونو په اړه، د ده په انتخاب كي د عام ولس د ونډي او وظيفى په
اړه، د شورى په باب، په بيت المال كي د چارواكو د تصرف په باب، د جهاد او هجرت په اړه،
يا هيڅ ندي ويل شوي يا ډېركم ويل شوي. په قرآن كي د اودس په اړه صرف يو آيت راغلى
او د شورى په اړه درې آيتونه، په فقه كي بايد د شورى په اړه بحث او څېړنه د اودس
په نسبت درې برابره زياته وى، خو خبره برعكس ده، د اودس په اړه مفصل او د قيق
بحثونه گورو، هر فقيه خپله رساله په همدې بحث پيل كړې، خو د شورى په اړه يا اصلاً
بحث ندئ شوى يا ډېر سطحى او ضمني اشاره شوې.
ج: مخكي دين ولسى بڼه درلوده، هرچا
هڅه كوله چي په خپله مخامخ له قرآن د دين حقيقت درك كړي، دا كار هرچا ته آسان او
ممكن وو، دين د كومي خاصي ډلي په انحصار كي نه وو، داسي نه وه چي ځيني كسانو به
خلكو ته دين ښودو او خلكو به لدوى سره مالي مرسته كوله، ترڅو د دوى ورځني مالي
مشكلات حل كړي، نه چا په امامت له خلكو پيسې غوښتلې، نه په آذان او تدريس، هر چا
هم په خپله د دين زده كړه كوله، هم ئې نوروته ښودو او هم ئې خپل مالي مشكلات په
خپله حل كول، خو دا حالت ورو ورو بدل شو، آذان او امامت د حرفې بڼه غوره كړه او دا
كار په هماغو خطرناكو عواقبو منتج شو چي نن ئې ترخه نتائج گورو. مخكي به د خلكو
امام او ديني مشر هغه څوك وو چي تر نورو به ئې د دين په لار كي زياته قرباني وركړې
وه، زياتي ستونزي او كړاوونه به ئې گاللي وو، خو اوس دا مقام په هر لاس كي پرېوت، ډېرو
لدې آسان كار د امرار معاش لپاره حرفه جوړه كړه او دا كار اكثراً د داسي كسانو لاس
ته ورغى چي له دين ئې ځانته دكان جوړ كړ، د ظالمو واكدارانو ملگري او حاميان وو او
دين ئې د واكدارانو په پښو كي ذبح كاوو.
متأسفانه اسلامي فقه په داسي دوران
كي تدوين شوې چي اقتدار د ظالمو او مفسدو واكدارانو په لاس كي وو، د اختناق او
استبداد په سختو شرائطو كي دا كار گران او حتى محال وو چي زموږ فقهاء له عباداتو
او معاملاتو علاوه د سياست، اجتماع، نظام، جهاد، هجرت، شورى، د خلكو حقوق، د
واكدارانو مسئوليتونه او صلاحيتونه، د امير د انتخاب طريقه، د بيعت څرنگوالي او
اهميت او دې ته ورته مسائل وڅېړي. چا چي پدې اړه د څه فقهي تحقيقاتو هڅه كړې، يا ئې
خپل سر خوړلى، اعدام شوى، تبعيد شوى او د محبس تورو خونو ته لېږل شوى او يا ئې
مدرسه او مسجد تړل شوي.
جناب نقشبندي! ما ته ووايه: په دې
جامع بيان كي به كوم حقپال انسان د اعتراض او انتقاد جسارت وكړي، دلته خو فقهاء په
ډېر درناوي سره ستايل شوي او د دوى د هڅو ډېره ستاينه شوې، ويل شوي: هرڅوك د دې پېچلي
او ستر كار له عهدې نشو وتلى، څو د لوړ همت خاوندان (فقهاء) راوړاندي شول، د دې
ستونزي د حل لپاره ئې ملا وتړله، احاديث ئې وچڼل، راويان ئې وڅېړل، غوره ئې له
ضعيف او جعلي او ثقه ئې له ناثقه بېل كړل، فقهي احكام ئې له قرآن او غوره احاديثو
استنباط كړل او د عوامو غوښتنو او پوښتنو ته ئې ځواب ووايو.
جناب نقشبندي افتراء كړې او ليكلي
ئې دي: حكمتيار د (بخاري په څېر) مقدس كتاب اكثره احاديث ضعيف ګڼلي، ځينو ته ئي
موضوعي يعني له ځانه جوړشوي ويلي ځېني ئي د شيعه ګانو روايتونه ګڼلي!!. په ج ١ ص:
٢٢ كي ليكې (ليكي): .... دا روايت په بخاري كي اوه ځلي راغلي (راغلى)، د سند له
مخي دومره كمزوري (كمزورى) دئ چې (چي) په پنځو نسلونو كي يوازي يوه يوه كس روايت كړي
(كړى)، هيڅ راوي ئي شاهد نه لري، يعني تر زيات غريب هم اوښتي (اوښتى)، او د متن له
مخي قطعاً د منلو او راوړلو وړ نه دئ!
جنابه! ستا دا جملې د نورو په څېر له
ادبي پلوه غلطي دي، او د محتوى له پلوه كچه او له دروغجني افتراء پرته بل څه نه
دي، دا خبره په بشپړه توگه يوه كركجنه افتراء ده چي په حكمة البارئ كي د بخاري
اكثر روايات ضعيف گڼل شوي، ځينو ته ئي موضوعي ويلي او ځيني ئي د شيعه ګانو
روايتونه ګڼلي!! له دې ستا ديني اخلاق جوتېږي، مسلمان دروغ نه وايي، افتراء نه
كوي، په خپل قضاوت كي د عدالت او قسط له پولو نه اوړي كه څه هم دا قضاوت د كافر په
اړه وي، په حكمة البارئ كي د بخاري روايات په ډېر دقت، احتياط او امانت سره څېړل
شوي، دا په گوته شوي چي كوم روايات ئې صحيح دي، كوم ئې د بخاري له نورو تكراري رواياتو
سره تعارض لري او كوم ئې له هغو رواياتو سره چي احناف پرې استناد كوي، په حكمة
البارئ كي همغه كار شوى چي تر هغه وړاندي نورو منصفو محققينو كړى.
جناب نقشبندي! كه په تا كي د علمي
نقد استعداد، ظرفيت او پوهه وى نو د تورونو پر ځاى به دي د حكمة البارئ هغه برخه
او اړوند روايت رانقل كړى وو او د لوستونكو مخي ته به دي اېښى وو، تا خو د صفحې
حواله وركړې خو دا دي نه دي ليكلي چي په دې صفحه كي د اعتراض وړ ټكي كوم دي!! راشه
زه به هغه صفحه ستا او لوستونكو مخي ته كښېږدم:
\" كه عمر ﷻ د صحابه وو غريب
روايت نه منلو او د شاهد وړاندي كولو مطالبه ئې ترې كوله، نو موږ به ولي داسي
روايات منو چي په څلورو او پنځو طبقو كي يوازي يو يو راوي لري، مخصوصاً هغه روايات
چي نه په قرآن كي كوم شاهد ورته مومو، نه په احاديثو كي او نه له عقل او درايت سره
اړخ لگوي؟!! د داسي خبري څو مثالونه له بخاري وړاندي كوم:
·
د تبع تابعينو له دور وروسته يو كس
د ذر په نامه وايي چي ما له سعيد بن عبدالرحمن او هغه له خپل پلار اورېدلي چي عمار
ﷻ عمر ﷻ ته وويل: آيا په ياد دي دي چي زه او ته په يوه سفر کي سره ملگري وو، او تا
لمونځ ونه کړ خو زه (په خاورو کي) ورغړېدم او لمونځ مي وکړ، دغه قصه مي رسول الله٭
ته وکړه، رسول الله٭ راته وويل: (دا درته کافي وو چي داسي وکړې: بيا رسول الله٭
خپل دواړه لاسونه پر زمكه ووهل او ورپو ئې کړل، بيا ئې خپل مخ او دواړه لاسونه
ورباندي مسح کړل.
·
دا روايت په بخاري كي اوه ځلي
راغلى، د سند له مخي دومره كمزورى دئ چي په پنځو نسلونو كي يوازي يوه يوه كس روايت
كړى، هيڅ راوي ئې شاهد نه لري، يعني تر زيات غريب هم اوښتى، او د متن له مخي قطعاً
د منلو او راوړلو وړ نه دئ؛ ځكه نه خو دا د منلو وړ ده چي عمر ﷻ د تيمم له حكم خبر
نه وو او لمونځ ئې پرېښود، نه دا چي عبدالله بن عباس چا ته د تيمم اجازه نه
وركوله، او نه دا چي عمار دومره بې خبره وو چي د تيمم لپاره په خاورو كي رغړېدو!!
آيا د عمر ﷻ په ضد داسي ادعاء له شاهد پرته منلى شو؟! هغه خو د علم او تقوى له
پلوه دومره لوړ مقام درلود چي له ابوبكر ﷻ وروسته هيڅ صحابي د هغه مقام ته نه رسېدو،
هغه حتى د خندق په جنگ كي هم خپل لمونځ نه دئ پرېښى، د تيمم په اړه خو د قرآن آيت
دومره صريح او واضح دئ چي د قرآن هر لوستونكى پرې پوهېږي. او اړوند آيت ئې داسي
مهال نازل شوى چي له رسول الله٭ سره لويه ډله په سفر كي ملگرې وه، ټولو همغه مهال
تيمم زده كړى. عبدالله بن عباس ﷶ به څنگه له داسي كار خلك منع كول چي الله تعالى ئې
د كولو اجازه وركړې؟!! د روايت دغو خبرو ته په پام سره دا هم ويلى شو چي دا برخه ئې
هم د منلو وړ نه ده چي رسول الله٭ په خپلو لاسونو كي پو كړي، دا ځكه چي په تيمم كي
پاك لاس پر مخ موښل مراد نه دي بلكي په خاورو لړلى لاس مراد دئ. لاسونه څنډل يا يو
له بل سره وهل چي شگي او لوټي ترې توى شي مانع نه لري خو خاوري ترې پو كول له قرآن
سره اړخ نه لگوي.
اوس كه څوك ووايي: زه دا روايت نه
منم، گمان كوم چي دا روايت به په پنځم نسل كي كوم شيعه جوړ كړى وي، چي عمر ﷻ ته ئې
په تيمم نه پوهېدا او د لمونځ پرېښودا منسوب كړې، عمار ﷻ ته د تيمم لپاره په خاورو
كي رغړېدا!! او عبدالله بن عباس ﷶ ته ئې دا حق وركړى چي د قرآن يو صريح حكم نسخ كړي!!
نو دې سړي هيڅ گناه نه ده كړې، بلكي حق لري ووايي: زه د دغو درنو صحابه وو په اړه
دا تورونه نه منم، كه دا خبره ونه كړي نو هم به ئې له دغو صحابه وو سره جفا كړې وي
او هم له خپل عقل سره. د نقشبندي د پوهاوي لپاره بايد دا هم هغه ته ووايم چي د
محققينو له نظره د دې روايت د پنځمي طبقې راوي په شيعه توب تورن دئ.
عمر ﷻ خو داسي وو چي چا به د ده په
وړاندي وويل چي له رسول الله٭ مي اورېدلي، نو فوراً به ئې ورته وويل: يا شاهد وړاندي
كړه يا دي ملا دُرې ته تياره كړه!! په كار خو دا وه چي زموږ درنو محدثينو د
احاديثو په اړه تر څلورو هم زيات شاهدان غوښتى، د داسي رواياتو له راوړلو ئې ډډه
كولى چي يو راوي لري؛ نه په صحابه وو كي د راوي ترڅنگ شاهد شته، نه په تابعينو كي
او نه په تبع تابعينو كي، لږ تر لږه دومره خو ئې بايد كړي وى چي د داسي رواياتو تر
څنگ ئې ليكلى: پام كوئ چي د دې راوي يوازي يو كس دئ او هيڅ شاهد نه لري!! كه نن د
يوه داسي روايت په اړه چي غريب وي، يو راوي لري، په قرآن كي هم كوم شاهد ورته نه
مومي، يو څوك ووايي: زه دا روايت نه منم، استناد پرې نه كوم، وېرېږم چي رسول الله٭
او صحابه وو ته داسي خبره منسوب نه كړم چي هغوى نه وي كړې، نو دې سړي نه يوازي له
حديث انكار نه دئ كړى، گنهگار او مجرم ئې نشو گڼلى، بلكي د عمر ﷻ په سنت ئې عمل كړى
او له دې ئې ځان ساتلى چي رسول الله٭ ته غلطه خبره منسوب كړي او د دوزخ د اور
مستحق شي.
زه درنو لوستونكو ته وايم: آيا
نقشبندي پر دغه علمي تحقيق د اعتراض حق لري؟ په څه به ئې اعتراض كوي؟ ولي ئې د
اعتراض ټكى نه دئ په گوته كړى؟ او ولي ئې خپل دليل نه دئ وړاندي كړى؟!! هغه ځان ته
حنفي وايي په داسي حال كي چي احناف دا روايت نه مني چي رسول الله ﹽ د تيمم په وخت كي
خپل لاسونه پو كړي چي دوړي ترې لري شي!!
جناب نقشبندي ورپسې ليكي: د حكمت
الباري په همدغه لومړي ټوك ٢٣، او ٢٤ مخ كي د يو بل روايت په اړه ليكي:..... دا
روايت د سند له مخي تر ټولو زيات غريب روايت دئ .............. او د متن له مخي
داسي دئ چي هيڅ وزن او اعتبار نه لري.................. ( د بخاري شريف په دي
روايت كي چې كومي دوه خبري راغلي ) ددي دواړو خبرو په اړه بايد ووايو چي دا په پشپړه
توگه بي بنسټه او د حقيقت خلاف خبري دي...... د ( بخاري شريف) ددي روايت په دويمي
برخي كي انس رضي الله عنه ته منسوب ويناوي داسي دي چي هيڅ مسلمان ئي بايد د هغوى د
ويلو جسارت ونه كړي، دا هم د عقل خلاف دي، هم د فطرت او هم د حقيقت، دا د رسول
الله په شأن كي جسارت او هتك حرمت دئ.
نقشبندي دلته هم د خپل عادت مطابق د
بشپړ متن پر ځاى څو بېلي بېلي فقرې رانقل كړې دي، او د دې پر ځاى چي د حكمة البارئ
اړوند مطلب ترديد كړي او خپل دلائل وړاندي كړي په دې ئې اكتفاء كړې چي ويل شوي: دا
روايت د سند له مخي تر ټولو زيات غريب روايت دئ ... او د متن له مخي داسي دئ چي هيڅ
وزن او اعتبار نه لري، خو نه ئې اړوند روايت رانقل كړى او نه د حكمة البارئ دلائل،
دا كار به زه ورته وكړم او هغه روايت به د لوستونكو په وړاندي كښېږدم:
\"بل مثال ئې هغه روايت دئ چي
وايي: رسول الله٭ به د شپې او يا د ورځي په يوې برخي کي له خپلو ټولو مېرمنو سره نږدېكت
كولو، او د مېرمنو شمېره ئې يولس او په بل روايت نه (٩) وه، انس ﷻ ته وويل شول:
آيا رسول الله٭ دومره طاقت درلود؟ ده وويل: موږ به سره ويل چي رسول الله٭ ته د دېرشو
کسانو قوت او طاقت ورکړى شوى.
دا روايت د سند له مخي تر ټولو
زيات غريب روايت دئ، ځكه په صحابه وو، تابعينو او تبع تابعينو كي يوازي يو يو راوي
لري، او د متن له مخي داسي دئ چي هيڅ وزن او اعتبار نه لري، ځكه راوي ته داسي خبره
منسوب شوې چي په هيڅ توگه نشي ترې خبرېدى، (ټول محققين پر دې متفق دي چي هغه روايت
د اعتبار وړ نه دئ چي په هغه كي راوي ته داسي خبره منسوب شوې وي چي هغه ترې خبرېدى
نه شو)، انس ﷻ څه پوهېدو چي د رسول الله٭ او د هغه د مېرمنو تر منځ څه تېرېدل؟! چا
دا خبره ورته كړې؟ څنگه ترې خبر شوى؟! په كار خو دا وه چي دغه روايت ته په پام سره
معاذ بن هشام د ضعيفو او غير ثقه راويانو په جمعي كي نيول شوى وى او هر هغه روايت
يوې خوا ته پرېښودل كېدى چي د ده له لوري روايت شوى.
دا روايت په همدې اړه د بخاري له
نورو رواياتو سره تعارض لري، بخاري نه دا ويلي چي كوم روايت صحيح دئ او نه ئې هغو
جدي پوښتنو ته ځواب ويلى چي په دې اړه راولاړېږي.
دا روايت دوه برخي لري، يوه ئې دا چي
رسول الله٭ به د ورځي يا د شپې په كومي برخي كي په خپلو ټولو مېرمنو راگرځېدو، دا
برخه په ځينو نورو رواياتو كي هم راغلې او مطلب ئې دا دئ چي د ټولو پوښتنه به ئې
كوله، په دې كي دقيقه خبره دا ده چي كله به ئې مازديگر دا كار كاوو او كله تر ماښام
وروسته. بله برخه ئې انس ﷻ ته منسوب دا دوه ويناوي دي: 1- رسول الله٭ يا نه (9) يا
يولس (11) مېرمني درلودې او گواكي په همدې وخت كي به ئې له ټولو سره نږدېكت كاوو!
2- دا ځكه چي موږ به ويل: رسول الله٭ ته د دېرشو كسانو طاقت (جنسي طاقت) وركړى شوى
دئ. د دې دواړو خبرو په اړه بايد ووايو چي دا په بشپړه توگه بې بنسټه او د حقيقت
خلاف خبري دي، په څو دلائلو:
·
راوي له دې خبر نه دئ چي په يوه
وخت كي د پيغمبر عليه السلام په حرم كي څو مېرمني وې، په خپله وايي چي نه يا يولس!
څوك چي له دې خبر نه وي نو له دې به څنگه خبرېدو چي له خپلو مېرمنو سره د ليدو پر
مهال څه تېر شوي، پيغمبر عليه السلام خو خاوند او مېرمن له دې منع كړي چي د خپل
خلوت خبري د بل چا په وړاندي وكړي، د خلوت له خبرو له خاوند او مېرمني پرته بل هيڅوك
نه خبرېږي، د راوي د دې ادعاء مرجع كومه ده؟ چا دا خبره ورته كړې؟
·
نه قرآن دا خبره كړې چي رسول الله٭
د دېرشو كسانو جنسي قوت درلود او نه پيغمبر عليه السلام په خپله دا خبره كړې ده،
نو راوي د كوم دليل له مخي دا ادعاء كړې ده؟
·
قرآن خو وايي چي پيغمبر عليه
السلام به كله د شپې له دريو دوه برخي، كله نيمايي شپه او كله يوه برخه په لمانځه
او د قرآن په تلاوت تېروله (إِنَّ رَبَّك
يَعْلَمُ
أَنَّك
تَقُومُ
أَدْنى
مِن
ثُلُثىِ
الَّيْلِ
وَ
نِصفَهُ
وَ
ثُلُثَهُ) او د ورځي له پلوه به هم د دعوت په
سخت كار كي مصروف وو (ان لك فِي النهار سبحاً طويلاً)، گڼ شمېر روايات هم وايي چي رسول
الله٭ ډېر ځلي له خپلو مېرمنو اجازه غوښتې ده چي د دوى د وار شپه په عبادت تېره كړي،
دا روايت خو په بشپړه توگه د قرآن او دغو رواياتو له وينا سره تعارض لري او وايي چي
رسول الله٭ به نږدې يولس ساعتونه په جنسي تعلقاتو تېرول!!
·
د احاديثو په كتابونو كي خو بايد
يا د رسول الله٭ وينا، يا فعل، يا هغه وينا او فعل چي رسول الله٭ اورېدلې او ليدلى
خو ترديد ئې نه دئ كړى، راوړل شي، د هر چا وينا د حديث په نامه راوړل خو د دې
روايت په څېر ډېري ستونزي راولاړوي.
·
د دې روايت په دوهمي برخي كي انس ﷻ
ته منسوب ويناوي داسي دي چي هيڅ مسلمان بايد د هغوى د ويلو جسارت ونه كړي، دا هم د
عقل خلاف دي، هم د فطرت او هم د حقيقت، دا د رسول الله٭ په شأن كي جسارت او هتك
حرمت دئ، هغه نه پوهېږي چي كه دښمنانو ته داسي خبري په لاس ورغلې نو د اسلام په ضد
به څومره استفاده ترې كوي؟!! څوك چي دا خبره په خوله راوړي بايد د رسول الله٭ هغه
حديث ئې مخي ته ودرېږي چي وايي: چا چي ما ته داسي څه منسوب كړل چي ما نه وي ويلي د
جهنم اور ته دي چمتو شي. داسي خبري هغه څوك كولى شي چي د رسول الله٭ د تعدد زوجاتو
له حكمت او فلسفې بې خبره وي او گمان كوي چي د دې وجه جنسي قوت وو؛ نه هغه ستر
مصلحت چي په دې كار كي نغښتى وو.\"
د نقشبندي پر ځاى له درنو لوستونكو
پوښتنه كوم: آيا دا د رسول الله ﹽ په سپېڅلي شأن كي يو كركجن تور او كرغېړنه افتراء
نه ده چي ويل شوي هغه مبارك به لږ تر لږه يولس ساعتونه په جنسي نږدېكت كي تېرولو
او هغه هم له پنځوس كلنۍ وروسته؟!!!
په افتراءاتو كي زړه ور او جسور نقشبندي؛
مرحوم مولوي صاحب نصرالله منصور او انجنير مهدي ته څو خبري منسوب كړې او گواكي
انجنير مهدي مولوي صاحب منصور ته ويلي چي له حزب اسلامي په دې دليل وتلى چي حكمتيار
صاحب د فقه شريف، علماءو او روحانينو په اړه كركجنه لهجه كاروله!! زه يقيين لرم چي
دا د نقشبندي بله دروغجنه افتراء ده، باور مي دا دئ چي كه نن څوك له انجنير مهدي پوښتنه
وكړي نو هغه به حتماً ووايي: زه نه له حزب اسلامي بل تنظيم ته تللى يم او نه مي د
حكمتيار صاحب په اړه دا خبره چا ته كړې!! زه نقشبندي ته بلنه وركوم چي د حكمتيار
صاحب يوه داسي وينا او ليكنه وړاندي كړي چي د فقه او علماءو په اړه ئې له احترام
او درناوي پرته بله خبره كړې وي، ناپوه نقشبندي په دې نه پوهېږي چي حكمتيار صاحب په
همدې حكمة البارئ كي د محدثينو او فقهاءو څومره درناوى او ستاينه كړې، د بخاري
دقيقي او تفصيلي شرحي ته ملا تړل او د خپل ژوند په سختو شپو ورځو كي چي د امريكايانو
تر سخت تعقيب لاندي وو او د وژلو او نيولو پر سره ئې څو مليونه ډالر جائزه ټاكل
شوې وه، د حكمة البارئ د ليكلو دروند كار ته مخه كول، او د بخاري د هر روايت په اړه
ژوره څېړنه ښيي چي هغه حديث ته څومره اهميت وركوي، په فقهي مسائلو كي ئې په څومره
مضبوطو دلائلو سره د امام اعظم ابوحنيفه ﷼ د آراءو تأييد كړى، هغه وايي: امام
بخاري ﷼ لوى او دروند شخصيت تېر شوى، اسلام ته ئې ستر خدمت كړى، خو د امام
ابوحنيفه ﷼ په وړاندي داسي دئ لكه د ده د شاگرد شاگرد، امام ابوحنيفه ﷼ د ټولو
فقهاءو استاد گڼل كېږي، آراء ئې د قرآن او سنت مطابق، نه پر قرآن او سنت استناد كي
څوك ورسره سيالي كولى شي او نه په قياس او استنباط كي.
هو؛ شهيد مولوي منصور او د باغران
رئيس هم د حزب اسلامي غړي ول، ډېر كلونه ئې په دې حزب كي تېر كړي، په سياست، جهاد او
لمانځه كي ئې په حكمتيار صاحب پسي اقتداء كړې، او په يوه وخت كي د خاصو دلائلو له
كبله له حزب اسلامي وتلي، خو گمان نه كوم هغوى به له حزب اسلامي د وتلو په اړه هغه
څه ويلي وي چي نقشبندي ئې ادعاء كړې، كه نقشبندي دروغ نه وي ويلي او دا تور ئې له
ځانه نه وي افتراء كړى نو يا دي شاهد وړاندي كړي او يا د دوى دواړو كومه ليكنه!!
مفترئ نقشبندي ادعاء كړې چي
حكمتيار صاحب له حنفي مذهب وتلى او په دې اړه ئې دوه كچه دلائل وړاندي كړي: يو دا چي
د رسول الله ﹽ د معراج سفر ئې جسماني سفر نه دئ گڼلى او بل دا چي په سفر كي د دوو
لمونځونو يو ځاى اداء كول (جمع صلاتين) ئې تأييد كړي!!
جناب نقشبندي! حكمتيار صاحب په
فقهي مسائلو كي حنفي مذهب دئ، په خپلو اړوند تأليفاتو او ليكنو كي د احنافو له
آراءو دومره مضبوطه او مقنع دفاع كړې چي د افغانستان په تاريخ كي تر ننه هيچا نه
ده كړې، دا قضاوت هغه څوك كولى شي چي د نقشبندي په څېر د تعصب او عناد په بيمارۍ
نه وي اخته او څه علمي پوهه او سليقه ولري، له قرآن او حديث خبر وي او د حكمتيار
صاحب تأليفات ئې په سړه سينه او شفاف ذهن سره لوستلي وي. حكمتيار صاحب چي د معراج په
اړه كوم ژور، دقيق او علمي بحث كړى په يقين سره ويلى شو چي هر څوك ئې ولولي نو
حتماً به د ده له رأيي سره توافق كوي او هغه به سل په سلو كي د قرآن او حديث مطابق
گڼي. راشئ د حكمة البارئ د هغي برخي څو كرښي خپلي مخي ته كښېږدو چي د معراج اړوند
روايت ئې څېړلى:
\" په حكمت البارئ كي لولو: د
معراج اړوند روايت په بخاري كي اته ځلي په دغو شمېرو راغلى: 349، 1636، 3342، 3570، 4964، 5610، 6581، 7517،
د دوى تر منځ دا توپيرونه تر سترگو كېږي:
د بخاري دوه روايتونه وايي چي دا عروج په خوب كي وو، په3570 روايت كي راغلي حَتَّى
جَاءُوا لَيْلَةً أُخْرَى، فِيمَا يَرَى قَلْبُهُ، وَ النَّبِيُّ ٭ نَائِمَةٌ عَيْنَاهُ
وَلاَ يَنَامُ قَلْبُهُ وَكَذَلِكَ الأَنْبِيَاءُ تَنَامُ أَعْيُنُهُمْ وَلاَ تَنَامُ
قُلُوبُهُمْ، فَتَوَلاَّهُ جِبْرِيلُ ثُمَّ عَرَجَ بِهِ إِلَى السَّمَاءِ او په 7517
روايت كي راغلي وَاسْتَيْقَظَ وَهْوَ فِي مَسْجِدِ الْحَرَامِ په نورو كي ئې دا
برخه نه ده راغلي او پر ځاى ئې د دې خلاف دوه خبري شوې: يوه دا چي د مسجد الحرام پر
ځاى په مكه كي د رسول الله٭ د كور يادونه شوې گواكي له خپل كور بېول شوى او بل دا چي
دا د ويښي بېول وو!!
د احاديثو په نورو كتابونو كي هم په
دې اړه گڼ شمېر روايات راغلي، ټول پنځه ويشت روايات دي، خو تر منځ ئې ډېر توپيرونه
او ژور تعارض تر سترگو كېږي، د دغو متعارضو رواياتو له ليدو سره به تاسو ته دغه پوښتني
راولاړېږي: آيا معراج په ويښه وو كه په خوب كي؟ پر براق كه بې له براقه؟ د رسول الله٭ له
كور كه له مسجدالحرام؟ مستقيماً د آسمان په لور كه لومړى بيت المقدس ته او بيا له
هغه ځايه آسمان ته؟ آيا لمونځ تر دې د مخه فرض شوى وو كه له دې وروسته؟ په
آسمانونو كي د رسول الله٭ ليدنه له پيغمبرانو عليهم السلام سره په كوم ترتيب ترسره
شوې، په لومړي، دوهم، درېيم، څلورم، پنځم، شپږم او اوم آسمان كي ئې څوك څوك ليدلي؟
په لومړي آسمان كي ئې آدم عليه السلام ليدلى كه عيسى عليه السلام؟ ابراهيم عليه
السلام ئې په شپږم آسمان كي ليدلى كه په اوم كي؟ موسى عليه السلام ئې په اوم كي
ليدلى كه ابراهيم عليه السلام؟ هارون عليه السلام ئې ليدلى كه نه؟ په دغو متعارضو
رواياتو كي كوم يو صحيح دئ؟ سدرة المنتهى چېري ده؟ هلته ئې جبريل عليه السلام ليدلى
كه الله تعالى؟ الله تعالى ئې په خپلو سترگو ليدلى كه نه؟ په هري مراجعې كي پنځه پنځه
لمونځونه كم شوي كه لس لس او كه ځيني؟ د دې معنى څه ده چي هر ځل د الله تعالى په پرېكړي
كي بدلون راغلى خو سره له دې ويل شوي: ما يبدل القول لدى؟ آيا دا آيت په قرآن كي په
همدې ارتباط راغلى؟ قرآن د معراج په اړه څه وايي؟ آيا په قرآن كي د دې رواياتو لپاره
څه شاهد موندلى شو؟ د معراج په اړه د متعارضو رواياتو له منځه به يو څنگه
انتخابوو؟ كوم يوه ته به په كوم دليل صحيح وايو او بل به يوې خوا ته ږدو؟ دا هغه پوښتني
دي چي نه امام بخاري ﷼ ځواب ورته ويلى، نه ئې د بخاري په رواياتو كي ځواب موندلى
شو او نه په نورو رواياتو كي. له دې پرته بله چاره نه لرو چي دا روايات به د قرآن په
تله تلو او هغه به ئې صحيح گڼو چي له قرآن سره تطابق ولري يا لږ تر لږه له قرآن سره
تعارض ونه لري. په دې اړه څو خبري په پام كي ولرئ:
·
د معراج د څرنگوالي په اړه هم په
امت كي د شديد اختلاف شاهد يو، دا اختلاف هم له متعارضو رواياتو راولاړ شوى.
قرآن د معراج په اړه دوه مختصر آيتونه
لري چي د الاﺀسراء د سورې دا اول او شپېتم آيتونه دي:
سبْحَنَ الَّذِى أَسرَى بِعَبْدِهِ
لَيْلاً مِّنَ الْمَسجِدِ الْحَرَامِ إِلى الْمَسجِدِ الأَقْصا الَّذِى بَرَكْنَا
حَوْلَهُ لِنرِيَهُ مِنْ ءَايَٰتنَا إِنَّهُ هُوَ السمِيعُ الْبَصِيرُ*
پاكي ده هغه ذات ته چي يوه شپه ئې خپل
بنده له مسجدالحرام تر هغه مسجد الاقصى پوري بوت چي موږ ئې شاو خوا ور بركتي كړې،
تر څو ځيني خپل آيتونه وروښيو، يقيناً چي هغه ښه ليدونكى اورېدونكى دئ.
2. وَ إِذْ قُلْنَا لَك إِنَّ رَبَّك أَحَاط بِالنَّاسِ
وَ
مَا جَعَلْنَا الرُّءْيَا الَّتى أَرَيْنَك إِلا فِتْنَةً لِّلنَّاسِ وَ الشجَرَةَ الْمَلْعُونَةَ فى الْقُرْءَانِ
وَ
نخَوِّفُهُمْ فَمَا يَزِيدُهُمْ إِلا طغْيَناً كَبِيراً*
او كله چي مو درته وويل: يقيناً چي ستا
رب پر دغو خلكو احاطه كړې، او هغه رؤيا (خوب) چي تا ته مو دروښود؛ هغه مو فقط د
خلكو لپاره يوه آزموينه گرځولې، او په قرآن كي (ياده شوې) هغه لعنت شوې ونه او دا چي
دوى وېروو، نو (دغو خبرو) يوازي د دوى ستر طغيان لازيات كړ.
په دغو دواړو آيتونو كي د معراج اړوند
دا لارښووني زموږ مخي ته اېښودل شوې:
·
دا سفر په شپه كي ترسره شوى.
·
له مسجدالحرام تر مسجد الاقصى پوري
بېول شوى.
·
د سفر موخه دا وه چي الله تعالى خپل
آيتونه وروښيي.
·
په دې اړه چي خلكو څه ويلي الله
تعالى اورېدلي.
·
په دې سفر كي چي پر رسول الله صلى
الله عليه و سلم څه تېر شوي الله تعالى ليدلي.
·
دا هر څه فقط يوه رؤيا وه چي رسول
الله صلى الله عليه و سلم ته په خوب كي ښودل شوې.
·
خلكو ته دا رؤيا يوه آزموينه وه، ځينو
ته ئې منل گران وو، ځينو هغه له ځانه جوړ شوى خوب وگڼلو، ځينو د تبليغاتو لپاره
وكارولو او ويل به ئې دا دئ دا پيغمبر اوس ادعاء كوي چي په يوه شپه كي تر
مسجدالاقصى پورى تللى، د ټولو پيغمبرانو عليهم السلام امامت ئې كړى، تر اوم آسمان پوري
رسېدلى، په هر آسمان كي ئې يو يو پيغمبر ليدلى، جنت او دوزخ ئې په خپلو سترگو
ليدلي او ... دا رؤيا د دوى لپاره داسي فتنه وه لكه په قرآن كي چي د دوزخيانو په اړه
يادونه وشوه چي خوراك به ئې د زقوم هغه تريخ بوټى وي چي د دوزخ په تل كي به راټوكېږي،
يا د قرآن هغه وينا چي الله تعالى كافران احاطه كړي، داسي څه نشي كولى چي الله
تعالى ئې د كولو توان او توفيق ورنه كړي، او يا د قرآن دا وينا چي الله تعالى به
داسي څه وكړي چي ستا دښمنان به پرې ووېروي، لكه چي قريشو د قرآن پر دغو خبرو ملنډي وهلې او هغه ئې
د منلو وړ نه گڼلې ستا د دغي رؤيا په اړه هم همدا كار كوي!!
د النجم په سوره كي په دې اړه مزيد
وضاحت كوي او فرمايي:
أَ فَتُمَرُونَهُ عَلى مَا يَرَى *
وَ لَقَدْ رَءَاهُ نَزْلَةً أُخْرَى
* عِندَ سِدْرَةِ المُْنتَهَى * عِندَهَا جَنَّةُ المَْأْوَى * إِذْ يَغْشى
السدْرَةَ مَا يَغْشى * مَا زَاغَ الْبَصرُ وَ مَا طغَى * لَقَدْ رَأَى مِنْ
ءَايَٰت رَبِّهِ الْكُبرَى* النجم: 12- 18
نو آيا د هغه څه په اړه ورسره شخړه كوئ چي
دى ئې ويني؟!! په داسي حال كي چي هغه ئې يو ځل بل هم ليدلى وو، د سدرة المنتهى
(وروستۍ بېري) خوا ته، چي هغې ته څېرمه جنت المأوى (د جنت استوگنځى) دئ، هغه مهال چي
سدرة المنتهى ځانگړي شي پوښلې وه، نه سترگي كاږه ليدل كړي او نه تېروتې، يقيناً د
خپل رب ځيني ستر ستر آيتونه ئې وليدل.
دا آيتونه ښيي چي:
·
قريشو د دغي رؤيا له امله له رسول
الله صلى الله عليه و سلم سره سخته شخړه او مجادله پيل كړې. هغه څه ئې نه منل چي رسول
الله صلى الله عليه و سلم په دې رؤيا كي ليدلي وو.
·
رسول الله صلى الله عليه و سلم په
دې رؤيا كي جبرئيل عليه السلام په خپل اصلي بڼه كي ليدلى او دا د ده دوهم ځل ليدل
وو.
·
دا ليدنه په سدرة المنتهى كي شوې، د
سدرة المنتهى له نامه معلومېږي چي دا د آسمانونو پاى او انتهاء ده، له دې آخوا نه
لوړه شته او نه مخلوق شته، د قرآن د وينا له مخي جنت المأوى هم دلته دئ، نو رسول
الله صلى الله عليه و سلم هم اوه آسمانونه ليدلي او هم جنت المأوى. رسول الله صلى
الله عليه و سلم تر دغه ځايه تللى او همدلته ئې دا روحاني سفر پاى ته رسېدلى.
·
سدرة المنتهى داسي څه پوښلې وه چي د
انسان په قاموس كي د هغه د تشريح لپاره الفاظ نشته.
·
دلته ئې جنت المأوى ليدلى.
·
په دې رؤيا كي ئې د الله تعالى نور
ستر ستر آيتونه هم ليدلي.
·
د قرآن صريح آيتونه موږ ته لارښوونه
كوي چي پيغمبر عليه السلام دوه ځلي جبرئيل عليه السلام په خپلي اصلي څېرې كي
ليدلى، يو ځل داسي چي د آسمان افق پرې ډك وو، خو ده ته ډېر (د قاب قوسين په
اندازه) ورنږدې شوى او د الله تعالى وحي ئې وررسولې، او بل ځل په سدرة المنتهى كي او
د معراج په شپه.
د مفسرينو تر منځ په دې اړه اختلاف
دئ چي له جنت المأوى مراد همغه جنتونه دي چي په آخرت كي به د مؤمنانو په برخه كېږي
كه هغه جنت چي اوس او تر آخرت مخكي د شهداوو ارواح په كي اوسي، په سلف كي هم ځيني
يوه رأيه لري او ځيني بله، قتاده ﷼ په دوهمي رأيي دئ چي ابن عباس رضي الله عنهما
هم ورسره موافق دئ او دا پرې اضافه كوي چي د آخرت جنت به په زمكي كي وي نه په
آسمان كي، حسن بصري ﷼ وايي چي جنت المأوى همغه جنت دئ چي مؤمنان به په آخرت كي
ورننوځي.
له دې آيتونو په صراحت سره معلومېږي
چي د معراج سفر يو روحاني سفر وو نه جسماني سفر، نو هغه روايت د قرآن له دې آيت
سره اړخ نه لگوي چي وايي دا سفر په ويښه ترسره شوى او جسماني سفر وو. څوك چي رؤيا
له خوب پرته په بله معنى تعبيروي او د ويښي ليدنه ئې گڼي لويه اشتباه حتى د قرآن په
اړه جسارت كوي، ځكه قرآن اوه ځله دا كلمه (رءيا) راوړې چي په ټولو كي ئې معنى د
خوب رؤيا ده، دا به ډېر جسارت او حتى د قرآن آيتونه د يوه ناسم تصور لپاره تحريفول
وي چي څوك د دې كلمې اصلي معنى پرېږدي او د ويښي رؤيا ئې وگڼي. دا په داسي حال كي چي
له رواياتو هم ځيني وايي چي دا يو خوب وو او د دغو رواياتو په پاى كي راغلي چي
رسول الله صلى الله عليه و سلم له خوبه راويښ شو. د بخاري دوه روايتونه همدا خبره
كوي.
·
هغه روايات صحيح نه دي چي وايي:
رسول الله٭ دلته الله تعالى په خپلو سترگو ليدلى، دا خبره هم له قرآن سره په بشپړه
توگه تعارض لري او هم له گڼ شمېر هغو رواياتو سره چي وايي: انسان نشي كولى په دنيا
كي او په دغو سترگو الله تعالى وگوري، پيغمبر عليه السلام د يو چا په ځواب كي فرمايي
چي الله تعالى نور دئ نو څنگه به ليدل كېږي؟! جبريل عليه السلام د رسول الله٭ د دې
پوښتني چي آيا الله تعالى دي ليدلى؟ په ځواب كي وايي: زما او الله تعالى تر منځ د
نور اويا زره حجابونه دي، كه لاندني حجاب ته نږدې شم وزرونه مي سوزي!! قرآن دلته
وايي چي هغه ئې يو ځل مخكي هم ليدلى وو، له دې په صراحت سره معلومېږي چي دا جبريل عليه
السلام وو چي تر دې د مخه ئې هم ليدلى وو چي دې ليدني ته د التكوير د سورې په23
آيت كي داسي اشاره شوې: ôs)s9ur çn#uäu È,èùW{$$Î/ ÈûüÎ7çRùQ$# ÇËÌÈ او بې شكه چي هغه ئې په افق كي په څرگنده
توگه ليدلى. دې دوهم ځل ليدني ته په احاديثو كي هم اشاره شوې چي په خپل ځاى كي به
ئې وگورئ. عائشه رضى الله عنها وايي: كه چا درته وويل: رسول الله٭ خپل رب ليدلي نو
پوه شه چي هغه دروغ وايي.
·
د قرآن كوم آيت چي
وايي: ما يبدل القول لدي... دا د (ق) د سورې د 29 آيت يوه فقره ده، چي د قيامت په ورځ د دوزخيانو تر
منځ د شخړي په اړه راغلې او مطلب ئې دا دئ چي د الله تعالى پرېكړي پرېكنده او
تغيير نه منونكې دي او هغه پر خپلو بندگانو ظلم نه كوي، هر چا ته به عادلانه سزا
وركوي، دا آيت له يوې خوا د معراج له سفر سره هيڅ تړاو نه لري له بلي خوا د روايت
له هغي برخي سره په بشپړه توگه تعارض لري چي وايي الله تعالى د لمانځه په اړه خپله
پرېكړه څو څو ځلي بدله كړې ده!!
·
د الاسراء سوره له ډېرو هغو
سورتونو وروسته نازله شوې چي په هغوى كي هم د لمانځه امر راغلى او هم د لمانځه
وختونو ته اشاره شوې، خو له دې رواياتو داسي معلومېږي چي گواكي لمونځونه د معراج په
سفر كي فرض شوي!! دا خبره له قرآن سره قطعاً اړخ نه لگوي، په ډېر يقين سره ويلى شو
چي د معراج تر سفر مخكي هم لمونځونه فرض شوي وو او هم ئې اوقات ټاكل شوي وو. د
كوثر، المدثر، المزمل، هود، طه، العنكبوت، الانعام، الحجر، الحج، الروم، په
سورتونو كي د لمانځه امر شوى، د هود په سوره كي داسي راغلي:
3. وَ أَقِمِ الصلَوةَ طرَفىِ النهَارِ وَ زُلَفاً مِّنَ الَّيْلِ
إِنَّ
الحَْسنَتِ يُذْهِبنَ السيِّئَاتِ
ذَلِك
ذِكْرَى لِلذَّكِرِينَ
* هود:114
او د ورځي په دواړو
خواوو كي او (ورپسې نږدې) د شپې ځيني برخي كي لمونځ كوه، يقيناً چي ښېگڼي بدي له
منځه وړي، دا د پند اخستونكو لپاره پند دئ.
د آيت له الفاظو داسي معلومېږي چي
له (طرفي النهار) مراد د ورځي دواړه خواوي دي، له غرمې مخكي او وروسته برخي ئې، چي
په دې سره د گهيځ، ماسپښين او مازديگر لمونځونو ته اشاره شوې او له (زلفا من
الليل) مراد د شپې هغه لومړنۍ برخه مراد ده چي ورځي ته نږدې وي، چي په دې سره د ماښام
او ماخستن لمونځونو ته اشاره شوې.
د الاسراء په سوره كي هم د لمانځه
او اوقاتو په اړه ئې لارښوونه شوې او وايي:
4. أَقِمِ الصلَوةَ لِدُلُوكِ الشمْسِ إِلى غَسقِ الَّيْلِ وَ قُرْءَانَ الْفَجْرِ
إِنَّ
قُرْءَانَ الْفَجْرِ كانَ مَشهُوداً * وَ مِنَ الَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَّك عَسى أَن يَبْعَثَك رَبُّك مَقَاماً محْمُوداً *
الاسراء: 78-79
په دغو مباركو آيتونو كي رسول
الله٭ ته د پنځه وخته فرض لمونځ او د تهجد د لمونځ سپارښتنه شوې، كه د الاسراء له
سورې مخكي د لمانځه او د هغه د وختونو هيڅ يادونه نه وى شوې نو ويلى مو شوى چي
لمونځ د معراج د روايت له مخي فرض شوى، خو خبره د دې عكس ده، تر معراج ډېر د مخه
هم لمونځ فرض شوى وو او هم ئې اوقات ټاكل شوي وو.
ام هاني ﷹ وايي چي رسول الله ﹽ د
معراج په شپه زما په كور كي وو، د ماخستن لمونځ ئې وكړ، ويده شو، سحر پاڅېد او له
لمانځه وروسته ئې د دې سفر په اړه موږ ته وينا وكړه... له دې روايت څو خبري معلومېږي:
لمونځونه د معراج له سفر مخكي فرض
شوي وو، ځكه په دې روايت كي د ماخستن او سحر د لمانځه يادونه شوې.
د معراج روحاني سفر په هغه شپه تر
سره شوى چي رسول الله ﹽ د ام هاني ﷹ په كور كي ويده شوى، په همدې شپه ئې دا خوب
ليدلى چي له مسجدالحرام مسجدالاقصى ته او له هغه ځايه د آسمانونو په لور بېول شوى.
په دې توجيه سره هغه تعارض هم له منځه ځي چي آيت وايي د معراج سفر له مسجد الحرام
د مسجد الاقصي په لوري وو او روايت وايي چي دا د رسول الله ﹽ له كور پيل شوى.
جناب نقشبندي! تا دې ته هم توجه نه
ده كړې چي د معراج په اړه په امت كي او د مفسرينو او فقهاءو تر منځ ژور اختلاف دئ،
ځيني دا يوازي رؤيا او روحاني سفر گڼي او ځيني ئې جسماني، حكمتيار صاحب د هغو
مفسرينو رأيه ارجح گڼلې او دلائل ئې وړاندي كړي چي دا سفر يوه رؤيا گڼي، بيضاوي
ليكي: واختلف في أنه كان في المنام أو في اليقظة بروحه أو بجسده: په دې كي اختلاف
شوى چي معراج د خوب په حالت كي وو او كه په ويښه او له خپلي روح او جسد سره، طبري
هم د بيضاوي خبره كوي، او له دې خبري له جسور او زړه ور نقشبندي پرته هيڅوك انكار
نه كوي چي د معراج په اړه په عمومي توگه دوه رأيي په امت او فقهاءو او مفسرينو كي
تر سترگو كېږي، له ده پرته هيچا دا جسارت نه دئ كړى چي د يوې رأيي خاوند تكفير
كړي.
زما د زړه هره حجره په دې گواهي
وركوي چي د معراج سفر يوه رؤيا وه، دا ځكه چي قرآن همدا خبره كوي او په رواياتو كه
هم ځيني او تر نورو غوره او ارجح ئې همدا خبره كوي، څوك چي دا جسماني سفر گڼي له قرآن
هيڅ شاهد او دليل نشي وړاندي كولى!!
جناب نقشبندي د دې پر ځاى چي د
قرآن كوم آيت يا د رسول الله ﹽ كوم صحيح حديث د دليل په توگه وړاندي كړي، برعكس
ليكي: د اهل السنة والجماعة د مشهوري ديني اداري ( بنوري ټاون) له طرفه په ماهنامه
بينات مجله ( رجب ١٤٢٧، مطابق ٢٠٠٦ ) كي ددي په اړه تفصيلي ليكل سوي دي!!
دې جناب ته وايو: اې د بنوري ټاون
شاگرده!! ماهنامه بينات څه ليكلي؟! ليكنه ئې له علمي پلوه او د قرآن او حديث په
تلي كي څه وزن او ارزښت لري؟ په كوم دليل سره ئې ستا غلطه رأيه تأييد كړې؟
د ده بل كچه اعتراض دا دئ: د حكمة
الباري اول ټوك ٢٦٤ صفحه كي ويل شوي: وحيه (وحي) په متلو او غير متلو، جلي او خفي
ويشل (وېشل) نه په قران كي شته او نه د پيغمبر عليه السلام په احاديثو كي.
جناب نقشبندي! ستا په اجازه به لومړى
د حكمة البارئ هغه برخه رانقل كړم چي دا مطلب په كي راغلى: \"وحي په متلو او
غير متلو يا جلي او خفي وېشل نه په قرآن كي راغلي او نه د پيغمبر عليه السلام په
احاديثو كي، د وحي اصلي معنى خفي اشاره ده، د جلي صفت ورسره مناسبت نه لري، شرعي
وحي متلو ده، غير متلو نه لري، پيغمبر عليه السلام ته قرآن وركړى شوى او د قرآن فهم
او د هغه د بيانولو توفيق، د وحي دا تقسيم له هغه روايت سره اړخ نه لگوي چي وايي: له
علي ﷻ پوښتنه وشوه چي آيا كوم خاص كتاب درسره شته؟ په ځواب كي ئې د الله تعالى په
نامه لوړه وكړه او وئې وويل:: نه؛ مگر د الله كتاب، او هغه پوهه چي يوه مسلمان سړي
ته په برخه كېږي او هغه څه چي په دې پاڼي كي دي، ورته وويل شو: نو په دې پاڼي كي څه
دي؟ وئې ويل: د ديت حكم، د اسير آزادول او دا چي مسلمان د كافر په بدل كي نه وژل كېږي،
(دا روايت په حكمة البارئ كي څېړل شوى).
اوس پوښتنه كوم: دا د متلو او غير
متلو او جلي او خفي نومونه دي د قرآن په كوم آيت كي ليدلي، د رسول الله ﹽ په كوم
حديث كي، د كوم صحابي، تابعي او كوم امام په كوم تأليف كي؟!! له استادانو دي پوښتنه
وكړه او زما ځواب راكړه، كه دا نومونه دي په پورتنيو مراجعو كي نه وي ليدلي، او دا
ډېر وروسته كوم چا له ځانه جوړ كړي وي، نه په قرآن او حديث كي شاهد ورته لري او نه
په صحابه وو، تابعينو او ائمه وو كي كوم ملگرى او مؤيد، نو ستا ئې خوښه منې ئې كه
نه، خو موږ درسره موافق نه يو او په منلو ئې ځان ملزم نه گڼو، دا نومَوَنه د قرآن د
څرگند آيت او د وحي د لغوي معنى خلاف بولو. دا هم راته ووايه چي له دې نومَوَني
سره د يو چا عدم توافق په كوم مذهب او د كوم فقيه له نظره كفر بواح دئ؟!! يوازي
ستا په څېر تكفيري مفتيان چي قرآن له مخي هم سم نشي لوستلى داسي كركجني او غلطي
فتواگاني وركولى شي.
د قبر مجاور نقشبندي په دې هم ډېر
غصه دئ چي حكمتيار صاحب ليكلي: شيطان او پيريان نه خپل شكل بدلولي شي او نه يي
انسانان ليدلي شي. (حكمة الباري اول ټوك ٤٠٣). په رد كي ئې وايي: له بي شماره
احاديثو سربيره پيريان ليدل خو زمونږ د حضراتو، علماوو او عامو كليوالو په مشاهده
او ليدلو هم ثابت دي!!!
جناب نقشبندي! راشه د حكمة البارئ
نوموړې برخه يو ځل بيا ولوله:
(٥١) باب: په جومات کي د اسير يا
پوروړي تړل
286- حَدَّثَنَا إِسْحَاقُ بْنُ
إِبْرَاهِيمَ قَالَ أَخْبَرَنَا رَوْحٌ وَمُحَمَّدُ بْنُ جَعْفَرٍ عَنْ شُعْبَةَ
عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ زِيَادٍ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِىِّ ٭ قَالَ
\"إِنَّ عِفْرِيتًا مِنَ الْجِنِّ تَفَلَّتَ عَلَيَّ الْبَارِحَةَ- أَوْ كَلِمَةً
نَحْوَهَا- لِيَقْطَعَ عَلَيَّ الصَّلاَةَ، فَأَمْكَنَنِى الله مِنْهُ، فَأَرَدْتُ
أَنْ أَرْبِطَهُ إِلَى سَارِيَةٍ مِنْ سَوَارِى الْمَسْجِدِ، حَتَّى تُصْبِحُوا
وَتَنْظُرُوا إِلَيْهِ كُلُّكُمْ، فَذَكَرْتُ قَوْلَ أَخِي سُلَيْمَانَ رَبِّ هَبْ
لِي مُلْكًا لاَ يَنْبَغِى لأَحَدٍ مِنْ بَعْدِى\". (بخاري:461)
286- له ابوهريره ﷻ روايت دئ چي
رسول الله٭ وفرمايل: (پرون شپه د پېريانو يو عفريت (ماهر) راڅرگند شو، (راوي وايي
يا ئې دې ته ورته کلمه وويله)، غوښتل ئې لمونځ مي قطع يا مختل کړي، خو الله تعالى
زه پرې برلاسى کړم، ومي غوښتل چي د جومات په يوې ستني پوري ئې وتړم چي تاسو ټول ئې
سهار ووينئ، خو د خپل ورور سليمان (عليه السلام) دا قول را په ياد شو: خدايه! ما
ته داسي پاچايي را چي له ما وروسته له هيچا سره نه ښايي).
دا روايت په بخاري كي څلور ځلي نور
هم په دغو شمېرو راغلى: 1210، 3284، 3423، 4808
توپير: په يوه كي إِنَّ عِفْرِيتًا
مِنَ الْجِنِّ تَفَلَّتَ عَلَيَّ الْبَارِحَةَ، په بل كي إِنَّ الشَّيْطَانَ
عَرَضَ لِي، په يوه كي لِيَقْطَعَ عَلَيَّ الصَّلاَةَ، په بل كي فَشَدَّ عَلَيَّ لِيَقْطَعَ
الصَّلاَةَ عَلَيَّ، په يوه كي فَأَرَدْتُ أَنْ أَرْبِطَهُ إِلَى سَارِيَةٍ مِنْ
سَوَارِى الْمَسْجِدِ، په بل كي فَذَعَتُّهُ، وَلَقَدْ هَمَمْتُ أَنْ أُوثِقَهُ
إِلَى سَارِيَةٍ راغلي. د دې توپيرونو تر څنگ بايد څو خبري د دې روايت په اړه په
پام كي ولرئ:
·
دا روايت د سند له مخي تر ټولو
زيات غريب دئ، په صحابه وو، تابعينو او تبع تابعينو كي يو يو راوي لري، په ټولو
صحابه وو، تابعينو او تبع تابعينو كي بل هيجا ته دا خبره نه ده منسوب شوې. له صحاح
سته نه يوازي بخاري او مسلم راوړى. د متن له پلوه داسي دئ چي له قرآن سره تعارض
لري.
·
قرآن وايي چي انسانان نشي كولى پېريان
په خپلو سترگو وگوري (إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَ قَبِيلُهُ مِنْ حَيْث لا
تَرَوْنهُمْ... الاعراف: 27 ) همداراز رسول الله٭ ته فرمايي چي خلكو ته ووايه: ما
ته وحي وشوه چي د پېريانو يوې ډلي قرآن واورېدو (قُلْ أُوحِىَ إِلىَّ أَنَّهُ
استَمَعَ نَفَرٌ مِّنَ الجِْنِّ فَقَالُوا إِنَّا سمِعْنَا قُرْءَاناً عجَباً*
الجن:1) يعني پيغمبر عليه السلام له دې نه خبر شوى نه وو چي د پيريانو يوې ډلي د
ده قرائت اورېدلى او ايمان ئې راوړى، له دې خبري هغه مهال خبر شو چي د وحي له لاري
ورته وويل شول.
·
د شيطان وسوسه داسي نه وي چي چا ته
راڅرگند شي او مشوش ئې كړي، بلكي د انسان په زړه كي وسوسې اچوي. څوك چي وايي شيطان
كولى شي خپل شكل بدل كړي هغوى ته وايو: هيڅ مخلوق په خپله خوښه خپل شكل نشي
بدلولى، دا كار يوازي خالق كولى شي، فرشتې د الله تعالى په حكم د انسان په بڼي كي
لېږل شوې دي، پېريان نشي كولى خپل شكل بدل كړي، څوك چي دا ادعاء كوي د اثبات لپاره
ئې هيڅ منقول او معقول دليل نه لري.
·
په نورو رواياتو كي راځي چي پيغمبر
عليه السلام فرمايلي: زما شيطان راته تسليم شوى، دا روايت له هغو سره تعارض لري.
·
دغو خبرو ته په پام سره ويلى شو چي
دا روايت په داسي مهمي اعتقادي مسئلې كي د استناد وړ نه دئ.
·
د ترجمة الباب او روايت تر منځ هم
خاص تړاو نه تر سترگو كېږي؛ ځكه په روايت كي دا خبره نه ده راغلې چي په جومات كي
كوم اسير يا پوروړى تړل شوى وي، كوم روايت چي په جومات كي د اسير د تړل كېدو خبره
كوي هغه بل روايت دئ.
راشه د حكمتيار صاحب د يوه بل
مقبول او ښكلي كتاب (متضاد روايات او مذهبي اختلافات) له هغي برخي څو كرښي ستا مخي
ته كښېږدم چي عنوان ئې دا دئ: آيا پيريان ليدل كېږي؟
\"په اسلامي امت كي په دې اړه
هم جدي اختلاف تر سترگو كېږي چي آيا انسان كولى شي پيريان په خپلو سترگو وگوري؟
آيا پيريان كولى شي خپل شكل او بڼه بدله كړي او د بل مخلوق په بڼه كي څرگند شي؟ راشئ
وگورو چي قرآن په دې اړه څه وايي او په دې اړه كومه عقيده صحيح گڼي.
د الاعراف په سوره كي لولو:
يَبَنى ءَادَمَ لا يَفْتِنَنَّكمُ الشيْطنُ كَمَا أَخْرَجَ أَبَوَيْكُم مِّنَ الْجَنَّةِ يَنزِعُ عَنهُمَا لِبَاسهُمَا لِيرِيَهُمَا سوْءَتهِمَا إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَ قَبِيلُهُ مِنْ حَيْث لا تَرَوْنهُمْ إِنَّا جَعَلْنَا الشيَطِينَ أَوْلِيَاءَ لِلَّذِينَ لا يُؤْمِنُونَ * الاعراف:27
اې د آدم اولاده! پام چي شيطان
تاسو ونه غولوي، همغسي لكه چي ستاسو مور پلار ئې له جنته وايستل، جامه ئې ترې
ايستله چي بدن ئې وروښيي (بدن ئې ورته ښكاره او لوڅ كړي)، دى او قبيله ئې تاسو په
داسي توگه ويني چي تاسو ئې نشئ ليدلى، موږ شيطانان د هغو دوستان گرځولي چي ايمان
نه راوړي.
د دې آيت له دغي فقرې (إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَ قَبِيلُهُ مِنْ حَيْث لا تَرَوْنهُمْ) د محققو علماوو
انتباه دا ده چي انسانان نشي كولى شيطان او د ده قبيله په خپلو سترگو وگوري، دوى
هغه آراء او روايات ضعيف او بې اعتباره گڼي چي د شيطان په ليدل كېدو تركيز كوي. د
دې آيت الفاظ هومره صريح او واضح دي چي نه شك ته كوم مجال پرېږدي او نه بلي توجيه
ته. په قاطع او پرېكنده توگه وايي چي تاسو شيطان او د ده قبيله نشئ ليدى.
د الجن په سوره كي لولو:
قُلْ أُوحِىَ إِلىَّ أَنَّهُ استَمَعَ
نَفَرٌ مِّنَ الجِْنِّ فَقَالُوا إِنَّا سمِعْنَا قُرْءَاناً عجَباً* يهْدِى إِلى
الرُّشدِ فَئَامَنَّا بِهِ وَ لَن نُّشرِك بِرَبِّنَا أَحَداً* الجن: 1-2
ووايه: راته وحي شوې چې د پېريانو
يوه ډله ورته غوږ شول او وئې ويل: بې شكه چې مونږ عجيب قرآن واورېدو. 2ـ د رشد او
كمال په لوري لارښوونه كوي، ايمان مو پرې راووړ، او هيڅكله به څوك له خپل رب سره
شريك نه كړو.
په دې آيتونو كي څو ظريف ټكي زمونږ
توجه جلبوي:
الف: د وحي له لاري پيغمبر عليه
السلام ته ويل شوي چې د پېريانو يوې ډلي د قرآن تلاوت ته غوږ اېښى او دومره ئې تر
اغېز لاندي راغلي چې نورو ته ئې ويلي: عجيب قرآن مو واوريدو، د كمال لوري ته لارښود،
ايمان مو پرې راوړ او دا پرېكړه مو وكړه چي له دې وروسته به هيڅكله د شرك مرتكب نه
شو او د الله تعالى په څنگ كي به د بل چا او بل څه عبادت ونكړو، پيغمبر عليه السلام
دا ډله نه ده ليدلې او د دې سورې تر نازلېدو له دې خبر نه وو چي دوى قرآن اورېدلى
او غبرگون ئې دا وو او خپل قوم ته ئې دا وينا كړې. له ټول جريان د دې سورې په رڼا
كي پوه شو. دا آيتونه هم په دغي خبري شهادت وركوي او د احقاف د سورې دا آيت هم چي
فرمايي:
وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا
مِّنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنصِتُوا
فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَى قَوْمِهِم مُّنذِرِينَ * الاحقاف:
29
او هغه وخت چي د پېريانو يوه ډله
مو ستا لوري ته راوگرځوله چي قرآن ته غوږ شي چي كله ورته حاضر شول وئې ويل: خاموش
شئ، نو كله چي پاى ته ورسېدو، خپل قوم ته بېرته وگرځېدل، خبردارى وركونكي.
دا دواړه آيتونه په ډېر صراحت سره
وايي چي رسول الله ﹽ په تلاوت لگيا وو چي دا ډله راغلې، قرآن ئې اورېدلى، پرته له
دې چي پيغمبر عليه السلام پرې پوه شي.
د قرآن دغه درې څرگند او محكم آيتونه
په ډېر وضاحت سره وايي چي نه موږ پيريان ليدلى شو او نه رسول الله صلى الله عليه و
سلم هغوى ليدلي. څوك چې پر قرآن ايمان لري نو هغه ته په كار ده چي كه د نړۍ ټول
خلك راغونډ شي او د قرآن د دغو صريحو آيتونو خلاف خبره وكړي نو هغه به نه د قرآن د
وينا په اړه شك كوي او نه به د خلكو خبرو ته څه اهميت وركوي.
خو په دې هكله څو روايته زمونږ مخي
ته راځي: يو ئې عبدالله بن عباس ﷻ ته منسوب دئ او دوه ئې عبدالله بن مسعود ﷻ ته، د
دغو دواړو جليل القدرو صحابه وو د رواياتو تر منځ تعارض دئ، يو ئې د نه ليدو او بل
ئې د ليدو خبره كوي، او عبد الله بن مسعود ﷻ ته منسوب روايتونه هم په خپلو كي
تعارض لري، په يوه كي داسي راغلي چې مونږ يوه شپه پيغمبر عليه السلام ونه موند، ډېر
پرېشانه شوو، دا وېره راسره پيدا شوه چي څه نه وي پرې شوي، سهار هغه رامعلوم شو او
پوښتنه مو ترې وكړه چې چېري تللى وې، هغه وفرمايل چي د پېريانو يوې ډلي ته مي قرآن
اوراوو، په بل كي راغلي چي عبد الله بن مسعود ﷻ وايي: زه ئې په يوه ځاى كي ودرولم
او راته وئې ويل چي له دې ځايه مه خوځېږه او هغه لاړ او د پېريانو يوې ډلي ته ئې قرآن
واوراوو. كه څه هم ځينو د دې تعارض په اړه څه توجيهات كړي، خو په ډېر تكلف سره، د
عبدالله بن مسعود ﷻ دوه روايات او د عبدالله بن عباس ﷻروايت ټول د يوې پېښي په اړه
دي، خو دا دئ گورئ چي تر منځ ئې څومره ژور تعارض او تضاد تر سترگو كېږي!! څوك چي
وايي د عبدالله بن مسعود روايات د دوو بېلو بېلو پېښو په اړه دي هغوى د تعارض رفع
كولو لپاره دا خبره كوي.
عجيبه ده چي څوك عبدالله بن مسعود ﷻ
ته منسوب دوه متعارض روايات په داسي حال كي صحيح گڼي چي له قرآن سره هم جدي او ژور
تعارض لري او په خپلو كي هم، خو بل لوري ته د عبد الله بن عباس ﷻ دا قول ضعيف بولي
چې وايي:
عن ابن عباس قال: ما قرأ رسول الله
ﹽ على الجن وما رآهم. رواه مسلم و الترمذي
له عبدالله بن عباس ﷻ روايت دئ چې
وايي: رسول الله ﹽ نه پيريانو ته د قرآن قرائت كړى او نه ئې دوى ليدلي.
حال دا چي دا وينا د قرآن له صريح
آيت سره مطابقت لري!! په ټول قرآن كي صريحاً يا تلويحاً داسي څه نه گورو چي وښيي
پيغمبر عليه السلام پيريان په خپلو سترگو ليدلي، يا ئې بل څوك ليدى شي، اما دا چې
سليمان عليه السلام ته پېريان مسخر وو، دا د سليمان عليه السلام ځانگړې معجزه وه،
خو قرآن د دغي معجزې د بيان په لړ كي هم دا نه وايي چي هغه يا نورو پيريان په خپلو
سترگو ليدل.
څوك چي وايي پيريان كولى شي خپله بڼه
او شكل بدل كړي ادعاء ئې بې بنسټه او بې دليله ده، هيڅ مخلوق نشي كولى خپل شكل او
خلقت بدل كړي، الله تعالى دا توان هيڅ مخلوق ته نه دئ وركړى. د قرآن دا آيت په
قاطع او پرېكنده توگه فرمايي چي د مخلوق فطرت او خلقت نشي بدلېدى:
فَأَقِمْ وَجْهَك لِلدِّينِ
حَنِيفاً فِطرَت اللَّهِ الَّتى فَطرَ النَّاس عَلَيهَا لا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ
اللَّهِ ذَلِك الدِّينُ الْقَيِّمُ وَ لَكِنَّ أَكثرَ النَّاسِ لا يَعْلَمُونَ
*
الروم:30
نو خپل مخ دي په بشپړه توگه د دين
لوري ته سم مخامخ كړه، همغه الهي فطرت ته چي خلك ئې پرې پيدا كړي، د الله په خلقت
كي تبديلي نشي راتلى، همدا قيم دين دئ خو ډېرى خلك نه پوهېږي.
·
كه انسان نشي كولى له ځانه پېرى او
فرشته جوړ كړي، په داسي حال كي چي هغه اشرف المخلوقات دئ نو پېريان به څنگه دا كار
وكړى شي، پيريان له اوره پيدا شوي، په داسي مخلوق نشي بدلېدى چي هغه له خاوري پيدا
شوى. هغه فرشتې چي د انسان په بڼه كي ځينو پيغمبرانو عليهم السلام ته لېږل شوې، يا
مريمي عليها السلام ته د انسان په بڼه كي متمثل شوې، دا د دوى ذاتي كار نه وو، هره
فرشته دا كار نشي كولى، همدغه خاصي فرشتې د الله تعالى په حكم او د دې لپاره د
انسان په بڼه كي لېږل شوې چي انسان يوازي د انسان په وينا او خبري پوهېدى شي.
·
څوك چي وايي آدم عليه السلام ته
شيطان په داسي بڼي كي ورغلى چي ليدل كېدو؛ ادعاء ئې بې بنسټه او غلطه ده، آدم عليه
السلام ته شيطان په داسي كيفيت كي ورغلى چي نن ئې اولاد ته ورځي، كه هغه شيطان په
خپلو سترگو ليدلى وى نو نن به موږ هم ليدلو، هغه زموږ جد دئ، هر څه ئې داسي وو لكه
زموږ، شيطان چي څنگه د ده اولاد غولوي، گناه ته ئې هڅوي، گناه ورته ښايسته كوي، له
ده سره ئې دې ته ورته معامله كړې، نه ئې د شيطان څېره ليدلې او نه ئې د هغه غږ اورېدلى،
هغه ئې وسوسه كړى: فوسوس لهم الشيطان، همغسي ئې وسوسه كړى چي نن د ده اولاد وسوسه
كوي!!
·
دا هم ډېره عجيبه ده چي څوك د قرآن
صريح وينا او د هغه مؤيد صحيح روايات نه مني او په اوهامو او افسانو پسي درومي او
وايي: ډېرو خلكو پېريان په خپلو سترگو ليدلي، كه ورته واويې له دغو كسانو نه يو
زموږ مخي ته ودروه چي پوښتنه ترې وكړو: پېرى دي كله او چېري وليدو؟ په كومي بڼي
كي؟ څوك درسره وو؟ داسي څوك نشي راوستى، كه احياناً څوك په خپله په دې اړه څه وايي
نو وبه گورئ چي هر يوه ئې يوازي يوازي او د بل له ملگرتيا پرته، په شپه كي، په يوه
تياره ځاى كي، هلته چي سترگي سم ليدل نشي كولى، د ونو تر سيوري لاندي، په يوې كنډوالې
كي او د ډېران خوا ته، يا د توري پشۍ په بڼه كي يا د تور سپي په شكل كي پېريان
ليدلي!!! نه كوم شاهد لري او نه كوم عاقل او بالغ انسان ته قناعت وركولى شي!! هيڅ
يوه ئې دې پوښتني ته ځواب نه دئ ويلى چي: څنگه پوه شوې چي دا تور سپى، توره پشۍ او
جگ سيورى پېرى وو نه ستا واهمه؟ ځيني بيا وايي: دا د عقل خبري نه دي، دلته به د
عقل نيلۍ نه ځغلوو، د خلكو رواياتو ته به اعتبار وركوو!! هغوى ته وايو: كه موږ د پېريانو
په اړه د خپل عقل له مخي قضاوت كولى نو هغه قصې به مو هرو مرو منلې وې چي په هر
كور كي د ووړ او زوړ په خوله تكرارېږي، انا خپل لمسيان پرې وېروي او د شپې له
لوري، په تياره كي له كوره بهر وتلو ته ئې نه پرېږدي او ورته وايي چي پام كوه په
ايرو پل كښېنږدې چي پېريان به دي ونيسي!! هر ناآشنا درب د پيريانو د پښو ترپا گڼي!!
خو موږ د قرآن او سنت تابع يو او همغه خبره كوو چي د صريح نص له مخي ثابته وي.
ښاغلي نقشبندي پر دې هم اعتراض كړى
په حكمة البارئ كي راغلي: په لوڅ سر او پټكي سره لمونځ يو برابر دي، (حكمة الباري
اول ټوك ٢٠٨ ). خو د دې پر ځاى چي له قرآن او حديث كوم دليل وړاندي كړي يا د كوم
امام پر قول استناد وكړي وايي: په فتاوي ديوبنددمحمدشفيع رحمة الله عليه ج ١ ص ١٩٢
كي دي : عمامه كي ساتهـ نماز پړهنا اور امامت كرانا افضل هـے اور ثواب زياده هے. پرته
له دې چي د اردو دا كرښه ترجمه كړي!! ترجمه ئې دا ده: له لونگۍ سره لمونځ كول او
امامت كول افضل او ثواب ئې زيات دئ!!
جنابه! د ثواب كار هغه دئ چي الله
تعالى او د هغه رسول د ثواب كار گڼلى وي نه هغه چي په كومي اردو مجلې يا كتاب كي د
ثواب كار گڼل شوى وي، موږ ته په ټول قرآن او د رسول الله ﹽ په ټولو احاديثو كي يو
ځاى راوښيه چي اشارتاً يا صراحتاً ئې له پټكي او لونگۍ سره لمونځ تر لوڅ سر غوره
او د زيات ثواب باعث گڼلى وي.
راشه دلته هم د حكمة البارئ اړوند
برخه په گډه وگورو:
\" دې ته بايد متوجه وو چي د
نارينه او ښځي لپاره د احرام لباس يو داسي معيار دئ چي ښيي مسلمان نارينه او
مسلمانه ښځه په همدومره لباس مكلف دي، تر دې زيات ئې نه فرض دئ او نه واجب، بلكي
مستحب دئ او د دوى خوښي او ظروفو ته پرېښودل شوى، كه د حج په څېر ستر عبادت كي، د
بيت الله خوا ته، د لكونو خلكو په منځ كي دومره لباس كافي وي؛ نو په نورو وختونو
كي خو په اولٰى درجه كافي دئ، څوك چي وايي نارينه د سر په پټولو او ښځه د مخ او
لاس په پټولو مكلف دي په دين كي غلو او بې ځايه سختي كوي او خلك په هغه څه مكلف
كوي چي الله تعالى نه دي پرې گمارلي، كه د ښځي لپاره مخ او لاسونه پټول ضروري وى
نو الله تعالى به د حج په دوران كي پرې مكلفه كړې وه او كه د نارينه لپاره سر پټول
ضروري وى نو الله تعالى به په حج كي پرې مكلف كړى وو. ښځي به په دې نه گمارل كېدې چي
د حج په دوران كي به نه مخ پټوي او نه به دستكشي په لاس كوي، نارينه به پر دې نه گمارل
كېدل چي سر به نه پټوي او داسي بوټونه به نه پښو كوي چي تر پڼو ئې زياتي پښې ورپټي
كړي، په لوڅ سر، له پكول، خولۍ، پټكي او لونگۍ سره لمونځ كول يو برابر دي، او حتى
ويلى شو چي كه څوك د الله تعالى په وړاندي د خپل عجز او انكسار ښودلو لپاره لوڅ سر
ودرېږي نه يوازي گناه ئې نه ده كړې بلكي د ثواب داسي كار ئې كړى چي د حج په دوران
كي ئې كوي. د احنافو د فقهاوو رأيه همدا ده، متأسفانه داسي كسان هم شته چي ځان ته
اهل حديث وايي خو عملاً د هغو احاديثو هم مخالفت كوي چي بخاري ئې صحيح گڼي، وايي:
د حج په دوران كي ښځي بايد نقاب پر مخ راكش كړي خو داسي چي له مخ سره به ئې نه لگېږي!!
گواكي په دې سره ئې هم پر حديث عمل كړى او هم ئې پر خپل مذهب!! ځيني ئې وايي چي په
لوڅ سر لمونځ كول مكروه دي!! كه پوښتنه وكړو چي د كوم نص په استناد؟ قرآن خو دا
خبره نه ده كړې، په احاديثو كي خو دا خبره نه ده شوې، رسول الله صلى الله عليه و
سلم خو هم د حج په دوران كي لوڅ سر لمونځ كړى او هم په ځينو نورو وختونو كي، تاسو
د څه په استناد دا خبره كوئ؟! داسي څه به ترې واورې چي حيران به شې!!
داسي ښكاري چي بستري نقشبندي د خپلي
ليكني په معنى هم نه پوهېږي، د يوه فقيه وينا ئې په دې موخه رانقل كړې چي د
حكمتيار صاحب رأيه پرې ترديد كړي خو هغه د ده د رأيي ترديد نه بلكي تأييد كوي: په
مذهب كي خو مسئله داسي بيان سوي : يكره أن يصلي الرجل حاسرا عن رأسه، لكن إذا قصد
التذلل فلا كراهة. دا جمله ئې نه ده ژباړلې په غالب گمان چي ژباړل به ئې ورته گران
وو، ژباره ئې دا ده: يوه سړي ته دا مكروه ده چي په لوڅ سر لمونځ وكړي خو كه د
انكسار او تذلل په موخه دا كار وكړي نو كراهيت په كي نشته!! د ده د وينا دا برخه
صحيح ده خو دا خبره ئې هيڅ وزن نه لري چي په لوڅ سر لمونځ كول مكروه دي.
نقشبندي له دې هم خبر نه دئ چي د ښځو
د لباس او حجاب په اړه د امام ابو حنيفه ﷼ او د ټولو احنافو رأيه همغه ده چي حكمتيار
صاحب ليكلې، هيڅ يو ئې مخ او لاسونه په حجاب او ستر كي شامل نه گڼي.
نقشبندي د حكمة البارئ پر دې مطلب
هم اعتراض كړى چي: په خفيه لمانځه كي فاتحه خلف الامام غوره ده، په دې اړه ئې دا
دليل وړاندي كړى: په فقه شريفه كي راځي: ولا يقرأ المؤتم خلف الإمام في السرية
والجهرية، دلته هم نه دئ توانېدلى چي دا عربي جمله وژباړي، ژباړه ئې دا ده: او
مقتدي دي په امام پسي قرائت نه كوي، هم په سري لمونځونو كي او هم په جهري لمونځونو
كي.
راشئ د حكمة البارئ اړوند برخه وگورو
چي په دې اړه څه وايي:
·
په قرآن كي د لمانځه د تركيب په اړه
څو خبري شوې دي: د لمانځه په پيل كي د الله نوم يادول (و ذكر اسم ربه فصلى)، قيام،
قرائت (فاقرأوا ما تيسر من القرآن)، (و قرآن الفجر)، ركوع، سجده. په قرآن كي د دې
لپاره شاهد نه مومو چي په لمانځه كي د فاتحې د سورې لوستل ترې معلوم شي. بلكي په
مكرره توگه ويل شوي چي د قرآن كومه آسانه برخه تلاوت كړئ.
· الله تعالى موږ ته امر كوي چي د قرآن د تلاوت په وخت كي ساكت وو او غوږ
ونيسو، د دې معنى دا ده چي د امام د قرائت په وخت كي به غوږ نيسو او له څه ويلو به
ډډه كوو. له دې وينا دا هم معلومېږي چي له قرائت مراد په لوړ غږ د قرآن لوستل دي،
نه په ټيټ غږ.
·
رسول الله٭ فرمايلي چي د امام
قرائت د مقتدي قرائت دئ: من صلى خلف الامام فان قراءة الامام له قراءة: څوك چي په
امام پسي لمونځ كوي نو د امام قرائت (قرآن په لوړ غږ لوستل) د ده قرائت هم دئ.
·
كه څوك امام په ركوع كي ونيسي نو
بشپړ ركعت ئې نيولى دئ او د دغه ركعت اعاده ورباندي لازمه نه ده، كه څه هم نه ئې
فاتحه اورېدلې ده او نه ئې ويلې ده، په دې اړه د ټولو فقهاوو اجماع ده.
دغو خبرو ته په پام سره ويلى شو
چي:
·
په جهر لمونځونو كي او هغه مهال چي
امام قرائت كوي د فاتحې سوره يا د قرآن نور آيتونه لوستل د قرآن د صريح حكم خلاف
عمل دئ. څوك چي د امام د قرائت په وخت كي له ځان سره قرائت كوي، شونډي خوزوي، په
عجله او تلوار سره قرائت كوي، دا كار ئې د قرآن او سنت خلاف دئ، ځكه الله تعالى
خپل پيغمبر له داسي كولو منع كړى، رسول الله٭ به د بعثت په لومړيو كي د وحي د نزول
پر مهال او د فرشتې د قرائت په دوران كي همدا كار كولو چي الله تعالى ترې منع كړ
او ورته وئې فرمايل:... وَ لا تَعْجَلْ بِالْقُرْءَانِ مِن قَبْلِ أَن يُقْضى
إِلَيْك وَحْيُهُ... طه: 114: تر هغه د مخه چي تا ته د قرآن وحي بشپړه شي پر قرائت
ئې تلوار مه كوه. اورېدل د لوستلو ځاى ناستى دئ، څوك چي قرآن اوري داسي دئ لكه چي
په خپله ئې لولي، ډېر ځلي د اورېدو اغېز تر لوستلو هم زيات وي، كه اورېدل او لوستل
يو شان نه وى نو په هغه چا به د تلاوت سجده نه لازمېده چي د سجدې آيت ئې اورېدلى!!
·
په خفيه لمونځونو كي په امام پسي
قرائت داسي دئ لكه له قرائت پرته نور تكبيرات او تسبيحات ويل، نه يوازي د ممانعت
لپاره ئې د منلو وړ دليل او توجيه نشته بلكي د جهري قرائت اړوند حكم په ناسمه توگه
تعبيرول او خفيه قرائت ته ئې غزول دي.
·
كه له فاتحې پرته لمونځ لمونځ نه
وى نو د هغه مقتدي لمونځ به صحيح نه گڼل كېدو چي له قرائت وروسته او په ركوع كي ئې
امام نيولى.
·
فرض هغه دئ چي الله تعالى ئې د
كولو حكم كړى وي، نه د فاتحې د ويلو په اړه په قرآن كي كوم حكم مومو؛ نه صراحتاً
او نه اشارتاً؛ او نه د رسول الله٭ له حديث داسي معلومېږي چي ويل ئې فرض وي، ځكه د
رسول الله٭ گڼ شمېر احاديث داسي مومو چي په نورو امورو كي ئې دې ته ورته الفاظ
كارولي، لكه (لا دين لمن لا عهد له)، (لا إيمان لمن لا أمانة له)، آيا د دې معنى
دا ده چي كه څوك يو ځل له چا سره خپله ژمنه ماته كړي له اسلامه ووت؟ كه څوك په يوه
واړه امانت كي يو ځل خيانت وكړي ايمان ئې حبط شو؟ لكه دلته چي كمال د اسلام او
ايمان مراد دئ په هغه روايت كي چي وايي: لا صلوة الا بقرآءة الفاتحة الكتاب، كمال
او حسن د ښه لمانځه مراد دئ، نه دا چي له فاتحې پرته لمونځ هيڅ اعتبار نه لري.
د جَمعي په لمانځه كي د فاتحې د
لوستلو او نه لوستلو په اړه ځيني روايات يو څه وايي او ځيني بل څه.
له عبدالله بن شداد رضي الله عنه،
جابر ﷻ او عبدالله بن عمر ﷶ راغلي روايات وايي چي د امام قرائت د مقتدي قرائت هم
دئ. روايات دا دي:
عن عبد الله بن شداد قال قال رسول الله ﹽ من كان
له امام فان قراءة الامام له قراءة. السنن الكبرى للبيهقي
عن جابر قال: قال رسول الله صلى
الله عليه وسلم: (من صلى خلف إمام، فإن قراءة الاﺀمام له قراءة). المعجم الأوسط
للطبرانى
عن جابر، عن النبي ﹽ قال: (من كان
له إمام فإن قراءة الاﺀمام له قراءة ) مسند عبد بن حميد
عن جابر قال: صلى رسول الله٭ ورجل
خلفه يقرأ فنهاه رجل فلما انصرف تنازعا حتى بلغ رسول الله٭ فقال رسول الله٭ من صلى
خلف إمام فإن قراءة الاﺀمام له قراءة. رواه البيهقي
عن عبد الله بن عمر- رضي الله
عنهما-: (كان إذا سُئِل: هل يقرأ أحد خلف الاﺀمام ؟ قال: إذا صلى أحدُكم خلف الاﺀمام
فحسبُه قراءةُ الاﺀِمام، وإذا صلى وحدَه فليقرأْ، قال: وكان ابنُ عمر لا يقرأ خلف
الاﺀمام). أخرجه الموطأ.
عَنِ ابْنِ عُمَرَ أَنَّهُ قَالَ
فِى الْقِرَاءَةِ خَلْفَ الاﺀِمَامِ تَكْفِيكَ قِرَاءَةُ الاﺀِمَامِ. سنن
الدارقطني
له دغو ټولو رواياتو يوازي دا
معلومېږي چي په جهري لمونځونو كي د امام قرائت د مقتدي قرائت هم دئ. خو بل لوري ته
له عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ رضي الله عنه، ابوهريره ﷻ او ابو امامه ﷻ راغلي
روايات وايي چي له فاتحې پرته لمونځ يا ناقص دئ يا اصلاً لمونځ نه دئ. روايات دا
دي:
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ
رَسُولَ الله-صلى الله عليه وسلم- قَالَ: \"كُلُّ صَلاَةٍ لاَ يُقْرَأُ فِيهَا
بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ فَهِىَ خِدَاجٌ\". البيهقي
عن أبى أمامة قال قال رسول الله٭:
من لم يقرأ خلف الاﺀمام فصلاته خداج. البيهقى. خو دا په مشخصه توگه د فاتحې يادونه
نه كوي.
من لم يقرأ بأم القرآن فى صلاته
فهى خداج. (الطبرانى فى الأوسط عن ابن عمرو بن ميمون بن مهران عن أبيه)
عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ
أَنَّ رَسُولَ الله-صلى الله عليه وسلم- قَالَ: \"مَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِأُمِّ
الْقُرْآنِ فَلاَ صَلاَةَ لَهُ\". سنن الدارمي
عن ابى هريرة رضى الله عنه قال
امرني رسول الله ﹽ ان انادى لا صلوة الا بقرآن بفاتحة الكتاب. سنن الكبرى للبيهقي
سنن الدارقطني كي دوه روايات راغلي
چي دواړه ئې ضعيف گڼلي، يو ئې ابن عباس ﷶ ته منسوب شوى چي الدارقطني ئې د اعتبار وړ
نه گڼي، روايت دا دئ:
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ عَنِ
النَّبِىِّ-صلى الله عليه وسلم- قَالَ \"يَكْفِيكَ قِرَاءَةُ الاﺀِمَامِ
خَافَتَ أَوْ جَهَرَ\". عَاصِمٌ لَيْسَ بِالْقَوِىِّ وَرَفْعُهُ وَهَمٌ.
بل ئې محمد بن عبدالله بن عمير
روايت كړى چي ضعيف ئې گڼلى:
حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ
الله بْنِ عُبَيْدِ بْنِ عُمَيْرٍ عَنْ عَمْرِو بْنِ شُعَيْبٍ عَنْ أَبِيهِ عَنْ
جَدِّهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ الله-صلى الله عليه وسلم- \"مَنْ صَلَّى صَلاَةً
مَكْتُوبَةً أَوْ تَطَوُّعًا فَلْيَقْرَأْ فِيهَا بِأُمِّ الْكِتَابِ وَسُورَةٍ
مَعَهَا فَإِنِ انْتَهَى إِلَى أُمِّ الْكِتَابِ فَقَدْ أَجْزَأَ وَمَنْ صَلَّى
صَلاَةً مَعَ إِمَامٍ يَجْهَرُ فَلْيَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ فِى بَعْضِ
سَكَتَاتِهِ فَإِنْ لَمْ يَفْعَلْ فَصَلاَتُهُ خِدَاجٌ غَيْرُ تَمَامٍ\".
مُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ الله بْنِ عُبَيْدِ بْنِ عُمَيْرٍ ضَعِيفٌ.
دې ته مو پام وي چي د يوې رأيي
پلويانو دغو رواياتو ته صحيح ويلي او د بلي رأيي پلويانو مخكنيو ته، د اسنادو له
مخي د دغو رواياتو د صحت او عدم صحت په اړه وروستۍ پرېكړه كه محال نه وي نو ډېره
گرانه ده، دومره چي د امت محققينو په تېرو څوارلسو پېړيو كي ونشوى كړى. د دواړو تر
منځ وسطه رأيه دا ده چي په جهري لمونځونو كي د امام قرائت د مقتدي قرائت دئ، مقتدي
به ساكت وي او قرائت ته به غوږ نيسي، په خفيه لمونځونو كي تر ساكت ودرېدا دا غوره
ده چي فاتحه ولولي او قرآن له ځان سره تلاوت كړي، په دې سره به پر دواړ رواياتو
عمل شوى وي، كوم روايات چي وايي د امام قرائت د مقتدي قرائت هم دئ په دغو رواياتو
كي له قرائت مراد په لوړ ږغ قرآن لوستل دي، د قرآن له وينا معلومېږي چي قرائت په
لوړ غږ د قرآن لوستلو ته وايي نه په خفيه او ټيټ غږ، له دې رواياتو دا معنى
راايستل چي په خفيه لمونځونو كي د مقتدي له لوري قرآن لوستل مكروه دي، درنه او
موجه رأيه نه برېښي، داسي صحيح روايت نشته چي وايي په خفيه لمونځ كي به مقتدي د
قرآن له تلاوت ډډه كوي، كوم روايات چي وايي د امام قرائت په جهر او خفيه لمونځونو
كي د مقتدي قرائت هم دئ ضعيف گڼل شوي. نه رواياتو ته په پام سره دا ويلى شو چي په
خفيه لمونځونو كي د مقتدي قرائت مكروه دئ، ځكه روايات خو داسي دي چي ځيني گمان كوي
په جهري لمونځونو كي به هم مقتدي فاتحه لولي، او نه د درايت له مخي دا رأيه د منلو
وړ برېښي، ولي به د مقتدي ساكت ودرېدل ضروري او تلاوت ئې مكروه وي؟!! حال دا چي مقتدي
هم د تكبيراتو او هم تسبيحاتو په ويلو مكلف شوى.
كه د قرآن په رڼا كي د دې رواياتو
په اړه قضاوت وكړو نو ويلى شو:
·
څوك چي په امام پسي لمونځ كوي د
امام قرائت ورته كافي دئ.
·
په جهر لمونځونو كي او هغه مهال چي
امام قرائت كوي د فاتحې سوره يا د قرآن نور آيتونه لوستل د قرآن د صريح حكم خلاف
عمل دئ.
·
په خفيه لمونځونو كي په امام پسي
قرائت داسي دئ لكه له قرائت پرته نور تكبيرات او تسبيحات ويل، د مكروه والي لپاره
ئې د منلو وړ دليل نشته.
·
كه څوك په ركوع كي امام ومومي ركعت
ئې بشپړ گڼل كېږي او اعاده ورباندي نشته، ځكه د لمانځه ټولي هغه برخي ئې بشپړي كړې
دي چي په قرآن كي ورته اشاره شوې: تكبير تحريمه، قيام، ركوع او سجده، يوازي قرائت
ترې پاته شوى او دا نقيصه هم په دې سره رفع شوې چي د امام قرائت د ده قرائت گڼل
شوى.
نقشبندي ليكلي چي د حكمة البارئ اول
ټوك ٥٦٧ صفحې كي داسي راغلي: په لمانځه كي تورك او نه تورك دواړه روا دي!! هغه ته
وايو: موږ نه په دغي صفحې كي دا الفاظ وموندل او نه په ټول حكمة البارئ كي، دا
الفاظ دي له كومه راايستلي او ولي؟!!
په حكمة البارئ كه داسي راغلي:
(٣٤) باب: څوک چي په طاق رکعتونو
کي کښېني بيا پاڅي.
460- حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ
الصَّبَّاحِ قَالَ أَخْبَرَنَا هُشَيْمٌ قَالَ أَخْبَرَنَا خَالِدٌ الْحَذَّاءُ
عَنْ أَبِى قِلاَبَةَ قَالَ أَخْبَرَنَا مَالِكُ بْنُ الْحُوَيْرِثِ اللَّيْثِىُّ
أَنَّهُ رَأَى النَّبِىَّ ٭ يُصَلِّى، فَإِذَا كَانَ فِى وِتْرٍ مِنْ صَلاَتِهِ
لَمْ يَنْهَضْ حَتَّى يَسْتَوِىَ قَاعِدًا.
(بخاري:823)
460- له مالک بن حويرث ﷻ روايت دئ
چي رسول الله (صلى الله عليه و سلم) ئې پداسي حال کي په لمانځه ليدلى چي په طاق
رکعت (يعني اول او درېيم رکعت) کي به تر هغه پوري له سجدې قيام ته نه لوړېدو چي ښه
به نه وو ناست. يعني له کښېناستو وروسته به قيام ته پورته شو.
دا روايت د سند له مخي تر مطلق
غريب اوښتى او په څلورو طبقو كي يو يو راوي لري، د متن له پلوه له هغو رواياتو سره
تعارض لري چي وايي: له سجدې راپورته كېدا به په تكبير سره وي، كه په طاق ركعتونو
كي له وروستۍ سجدې وروسته ناسته وشي نو له ناستي وروسته ولاړېدا بل تكبير ايجابوي،
دا ځكه چي د لمانځه هر حركت له يوه ږغ او وينا سره توأم وي، دا حركت به ولي په
استثنائي توگه له كومي وينا او ږغ پرته ترسره كېږي؟!! ښايي د مخكني حديث راوي مالك
بن حويرث به د رسول الله٭ داسي ناسته په كوم استثنايي حالت كي ليدلې وي، لكه د
بيمارۍ يا د زنگنو د درد په حالت كي. نه له بل صحابي داسي روايت شته او نه رسول
الله٭ د داسي كولو امر كړى.
همداراز هغه ليكلي: د حكمة الباري په
اول ټوك ٦٢٤ مخ كي داسي راغلي: وتر واجب نه دي، بلكه راجح داده چې وتر سنت دي!!
جناب نقشبندي!! ولي غلط او له ځانه جوړ كړي الفاظ بل ته منسوبوې، موږ خو ستا دغه
الفاظ په نوموړې صفحې كه ونه موندل، د وتر په اړه په حكمة البارئ كي داسي راغلي:
امام ابوحنيفه ﷼ د وتر لمونځ واجب گڼي
او امام أبو يوسف او امام محمد ئې سنت گڼي. امام محمد په ځيني نورو مواردو كي هم
هغه څه ته د سنت په سترگه گوري چي امام ابوحنيفه د واجب نوم وركوي. دواړه خواوي ځان
ته دلائل لري، خو دې ته په پام سره چي رسول الله٭ د دې رخصت وركړى چي د سحر د داخلېدو
د وېري له امله كېدى شي د وتر يو ركعت د تهجد له دوو ركعتونو سره يو ځاى كړى شي،
او دا د دواړو ورته والى ښيي، ويلى شو چي د امام ابو يوسف او امام محمد رأيه ارجح
ده.
جنابه! دا خو د حكمتيار صاحب نه بلكي
د امام محمد او امام ابويوسف رأيه ده، ستا اعتراض په حقيقت كي پر دغو دوو جليل
القدرو امامانو دئ!!
نقشبندي ليكي: د حكمة الباري په اول
ټوك ٧٢٢ صفحې كي داسي راغلي: د كوم مړي جنازه چي نه وي شوي نو غوره داده چي جنازه
ور باندي وشي!!
دلته هم د حكمة البارئ اړوند مطلب
عمداً په ناقصه توگه نقل شوى، د حكمة البارئ اصل الفاظ دا دي:
\"دا روايت د سند له مخي له
مطلق غريب اوښتى، په صحابه وو كي يو، په تابعينو كي د ابوهريره دوه دوستان، او په
دريو نورو طبقو كي يو يو راوي لري، او د متن له پلوه داسي دئ چي له نورو رواياتو
سره توپير او تعارض لري، جدي توپير ئې له دې پلوه دئ چي يو ئې وايي رسول الله٭ د
نجاشي د مرگ په ورځ د هغه د مړيني اعلان وكړ او بل ئې دا نه وايي چي د هغه د مړيني
په ورځ ئې دا اعلان كړى. په دې دواړو كي كوم يو صحيح دئ؟ مجبور يو چي يو به ترې
غوره كوو، بخاري په دې اړه څه نه دي ويلي، دې ته مو بايد پام وي چي رسول الله٭ دا
خبره نه ده كړې چي نجاشي همدا نن مړ شوى، دا د راوي خبره ده، دا پوښتنه راولاړېږي
چي راوي له كومه او څنگه پوه شوى چي نجاشي همدا نن مړ شوى؟ كه احياناً د مړيني په
ورځ د اعلان روايت صحيح وي نو بيا بايد دا هم وويل شي چي رسول الله٭ ته د وحي له
لاري د هغه د مړيني اطلاع وركړى شوې وه، دا وينا په هغه صورت كي كولى شو چي رسول
الله٭ همداسي ويلي وي او يا داسي روايت ومومو چي وايي رسول الله٭ ته د وحي له لاري
دا اطلاع وركړ شوې وه، خو داسي روايت نشته، نو ځكه ويلى شو چي دوهم روايت ارجح دئ.
له دې روايت څو خبري معلومېږي: 1-
د جنازې تكبيرونه څلور دي. 2- د ميت په غياب كي د هغه لپاره د جنازې لمونځ شوى. 3-
له جومات بهر د جنازې لمونځ شوى. كه څه هم داسي روايات شته چي ښيي رسول الله٭ په
جومات كي هم د جنازې لمونځ كړى، ښايي دا د كوم مجبوريت او ضرورت له امله وو، لكه
باران، اولٰى دا دئ چي د جنازې لمونځ له جومات بهر وشي. 4- د لمانځه لپاره صفونه تړل
شوي.
ځيني نور روايات هم مومو چي وايي
رسول الله٭ د ميت په غياب كي د هغه لمونځ كړى، خو رسول الله٭ د هر غائب مړي لپاره
د جنازې لمونځ نه دئ كړى، د دې تعارض تلفيق په دې توگه دئ چي كه د مړي جنازه شوې
وي نو همغه جنازه ورته كافي ده او په غياب كي ئې د جنازې ضرورت نشته او كه نه وي
شوې نو غوره ده چي جنازه ئې وشي، خو دا صحيح نه ده چي په غياب كي جنازه يا ضروري
وگڼو يا ئې مكروه.
د نقشبندي خوشى او بې بنسټه اعتراض
د حكمة البارئ له دغه بيان سره مقايسه كړئ.
نقشبندي له خپل غلط عادت سره سم د
تراويح په اړه د حكمة البارئ وينا داسي نقل كړې او هغه ئې د اعتراض وړ گڼلې پرته
له دې چي خپل اعتراض يا دليل څرگند كړي: كه څوك جومات ته نه شي تلي او تراويح لمونځ
يوازي كوي دا ورته غوره ده چې شل ركعته وكړي او يو جزء ( سپاره) په كې تلاوت كړي
خو كه ئي تر شل ركعته كم اداء كړل او د قران لنډ سورتونه ئي په كي تلاوت كړل مه
اعتراض پري كوئ او مه ئي ګنهګار ګنئ... په وترو كي غوره داده چې د مسافر حالت ته
پريښودل شي يعني كه هغه ته په سورلۍ مناسب ښكاره شوه په هغي دي وكړي او كه ښكته نو
ښكته دي وكړي ، يعني وتر په سورلۍ هم ( د شرعي ضرورت څخه بغير ) هم كيدي شي. دا
حواله ئې وركړې (حكمة الباري اول ټوك ٦٢٥). ملاحظه ئې دا ده: په فقه شريفه كښي راځي
والوتر واجب (مراقي الفلاح ج١ ص ٨٨/ حاشية الطحطاوي علي مراقي الفلاح).
راشئ دلته هم د حكمة البارئ نوموړې
برخه وگورو:
(٤) باب: پر سپرلۍ د وتر لمونځ
536- حَدَّثَنَا إِسْمَاعِيلُ
قَالَ حَدَّثَنِى مَالِكٌ عَنْ أَبِى بَكْرِ بْنِ عُمَرَ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ
بْنِ عَبْدِ الله بْنِ عُمَرَ قَالَ فَإِنَّ رَسُولَ الله٭ كَانَ يُوتِرُ عَلَى
الْبَعِيرِ. (بخاري:999)
536- او له ابن عمر ﷶ روايت دئ چي
وايي: رسول الله (صلى الله عليه و سلم) به پر اوښ سپور د وتر لمونځ کاوو.
تكرار: 1000، 1095، 1096، 1098،
1105
توپير: په يوه كي كَانَ يُوتِرُ
عَلَى الْبَعِيرِ، په بل كي وَيُوتِرُ عَلَى رَاحِلَتِهِ، په بل كي يُصَلِّى عَلَى
رَاحِلَتِهِ وَيُوتِرُ عَلَيْهَا، په بل كي يُصَلِّى فِى السَّفَرِ عَلَى
رَاحِلَتِهِ، أَيْنَمَا تَوَجَّهَتْ يُومِئُ، په بل كي يُسَبِّحُ عَلَى الرَّاحِلَةِ
قِبَلَ أَىِّ وَجْهٍ تَوَجَّهَ، وَيُوتِرُ عَلَيْهَا، غَيْرَ أَنَّهُ لاَ يُصَلِّى
عَلَيْهَا الْمَكْتُوبَةَ او په بل كي كَانَ يُسَبِّحُ عَلَى ظَهْرِ رَاحِلَتِهِ
حَيْثُ كَانَ وَجْهُهُ، يُومِئُ بِرَأْسِهِ راغلي.
دا چي رسول الله٭ به د سفر په حالت
كي وتر د نورو لمونځونو په څېر په روانه او پر سپرلۍ سپور كاوو خو فرض به ئې نه
كاوو، ښيي چي وتر له نورو لمونځونو سره ورته دئ. خو په دې اړه له عبدالله بن عمر ﷶ
بل روايت داسي دئ چي وايي: وتر به ئې پر زمكه كاوو. د دغو متعارضو رواياتو له مخي
دا پرېكړه گرانه ده چي كوم صورت ئې ارجح دئ، غوره دا ده چي د مسافر حالت ته پرېښودى
شي.
نقشبندي يو ځل بيا د يوه بشپړ مطلب
يوه برخه رااخلي او تر اعتراض لاندي ئې نيسي خو پرته له دې چي خپل اعتراض په گوته
كړي او كوم دليل وړاندي كړي، ليكي: د (حكمة الباري اول ټوك ١٥٥) مخ كي داسي راغلي:
د حج په اركانو كي (د ترتيب) مراعات ضروري ده (دئ) خوكه څوك سهوا يا د ناپوهي (ناپوهۍ)
له امله ترتيب مراعات نه كړي دم پري نه لازميږي (لازمېږي).
راشئ د ده دا وينا د حكمة البارئ
له اصلي الفاظو سره مقايسه كړئ؛ د حكمة البارئ الفاظ دا دي:
١٥- باب: د
سورلۍ په حالت کي فتوى ورکول
٧٤- عَنْ عَبْدِ الله بْنِ عَمْرِو
بْنِ الْعَاصِ أَنَّ رَسُولَ الله٭ وَقَفَ فِي حَجَّةِ الْوَدَاعِ بِمِنًى لِلنَّاسِ
يَسْأَلُونَهُ، فَجَاءَهُ رَجُلٌ فَقَالَ لَمْ أَشْعُرْ فَحَلَقْتُ قَبْلَ أَنْ
أَذْبَحَ. فَقَالَ \"اذْبَحْ وَلاَ حَرَجَ\". فَجَاءَ آخَرُ فَقَالَ لَمْ
أَشْعُرْ، فَنَحَرْتُ قَبْلَ أَنْ أَرْمِىَ. قَالَ \"ارْمِ وَلاَ
حَرَجَ\". فَمَا سُئِلَ النَّبِيُّ ٭ عَنْ شَىْءٍ قُدِّمَ وَلاَ أُخِّرَ
إِلاَّ قَالَ افْعَلْ وَلاَ حَرَجَ.
(بخاري:83)
٧٤- له عبدالله بن عمرو بن العاص ﷻ
روايت دئ چي: رسول الله٭ په حجة الوداع کي په منٰى کي د خلكو لپاره ودرېد چي پوښتني
ترې وکړي، يو سړى ورته راغى او وئې ويل: فکر مي نه وو او تر ذبحي (قربانۍ) مخکي مي
سر وخرېيو؟ وئې فرمايل: (ذبحه وکړه او پروا نلري). بل کس راغى او وئې ويل: پام مي
نه وو او له جمرو ويشتلو مخکي مي ذبحه وکړه؟ وئې فرمايل: (جمرې ووله؛ باک نلري،
همداسي له رسول الله٭ چي د هر وروسته يا وړاندي شوي عمل په اړه پوښتنه وشوه وئې
فرمايل: وئې كړه پروا نلري.)
تكرار: دا روايت په بخاري كي پنځه ځلي
نور په دغو شمېرو راغلى: 124، 1736، 1737، 1738، 6665،
توپير: له ځينو عادي توپيرونو سره،
داسي چي د يوه سړي پوښتنه تر بل مخكي ياده شوې، دا روايت په نورو كتابونو كي هم له
همدې راوي او په همدې صيغه راغلى او ښيي چي د جمراتو ويشتل، ذبحه كول، وېښتان خرېيل
يا كمول او طواف كه سهواً يو له بل نه مخكي وروسته شي پروا ئې نشته او حاجي پرې نه
مواخذه كېږي.
دې ته مو پام وي چي ځيني فقهاء په
دغو امورو كي ترتيب سنت گڼي او ځيني ئې واجب، امام ابوحنيفه او امام مالك د واجب
په سترگه ورته گوري او د ترتيب د عدم مراعات په صورت كي دم لازم گڼي، امام شافعي
او امام احمد په پورتني روايت استناد كوي او وايي دم نه لازمېږي، احناف د دې روايت
په اړه وايي چي رسول الله٭ دا ځواب هغه چا ته وركړى چي سهواً او په ناپوهۍ كي
ترتيب ترې پاته شوى. دا هم بايد په پام كي ولرو چي قرآن د احصار (د حاجي د محاصره
كېدو او له خنډ سره د مخامخېدو) په حالت كي وايي چي تر هغه به سر نه خرېيي چي د
قربانۍ څاروى ئې خپل ټاكلي ځاى ته نه وي رسېدلى، كه څوك د ناروغۍ يا د سر د وېښتانو
له امله له كوم كړاو سره مخامخ وو كولى شي سر وخرېيي خو فديه پرې لازمېږي. كه څه
هم دا حكم په خاص حالت پوري تړلى دئ خو له هغه معلومېږي چي د ترتيب مراعات ضروري
دئ او ترك ئې فديه ايجابوي. د دې روايت په رڼا كي هم دا ويلى شو چي د ترتيب مراعات
ضروري دئ كه نه نو صحابه وو به د عدم مراعات په صورت كي پوښتنه نه كوله، خو كه څوك
سهواً يا د ناپوهۍ له امله ترتيب مراعات نه كړي دم نه پرې لازمېږي.
جناب نقشبندي! دا خو د بخاري روايت
دئ، د امام بخاري ﷼ پورتنى روايت وايي چي د ترتيب د عدم مراعات په صورت كي دم نه
لازمېږي، ته نه د بخاري روايت منې او نه ئې رأيه!! آيا عجيبه نه ده چي بل له بخاري
سره د مخالفت په تور تورنوې او ځان ته دا حق وركوې چي د
بخاري روايت ونه منې، ته ښايي خبر نه يې چي امام بخاري ﷼ په ډېرو مواردو كي له
امام ابوحنيفه ﷼ سره اختلاف لري، په ډېرو مواردو كي ئې هغه روايات راوړي او هغه
آراء ئې وړاندي كړي چي احناف ورسره موافق نه دي، د همدې لپاره ستا ملگرو په بخارا
او د ده په وطن كي د امام بخاري ﷼ په خلاف پاڅون وكړ او هغه ئې د خپل كور او كلي پرېښودو
ته اړ كړ. تا په دغو څو كرښو ليكني كي د امام بخاري ﷼ ډېر روايات او آراء رد كړي، چي
يو ئې همدا پورتنى روايت دئ!!
د نقشبندي له نظره يو بل ستر
اعتراض دا دئ چي ولي په حكمة البارئ كي هغه روايات راغلي چي جومات ته د ښځو تگ په گوته
كوي، په رد كي ئې ليكي:
\"پر (په) يو بل ځاي كي ليكل
سوي: خُرُوجَهُنَّ (خُرُوجُهُنَّ) إلَي الْجَمَاعَةِ سَبَبُ الْفِتْنَةِ، وَالْفِتْنَةُ
حَرَامٌ ، وَمَا أَدَّي إلَي الْحَرَامِ فَهُوَ حَرَامٌ. يعني و مسجد ته د ښځو تلل
د فتني سبب ګرځي او فتنو (فتنه) خو حرامه ده نو څه چي د حرامو سبب ګرځي هغه په
خپله حراميږي (حرامېږي). [ بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع د امام كاساني رحمة
الله عليه ج٢ص ١٢٤].\"
دې جناب ته وايو: ښځو ته جومات ته
د تگ اجازه حكمتيار نه بلكي رسول الله ﹽ وركړې، مدينې ته د رسول الله ﹽ له هجرت
بيا د هغه تر رحلت پوري ښځي جومات ته تللې، رسول الله ﹽ په خپلي وروستۍ د حجة
الوداع مشهوري وينا كي د نورو مهمو خبرو په ضمن كي وفرمايل: جومات ته د ښځو د تگ
مخنيوى مه كوئ. ستا اعتراض په اصل كي پر رسول الله ﹽ دئ نه پر حكمتيار، راشئ د
حكمة البارئ دا برخه وگورو:
٢٢- باب: ښځو ته وعظ او ښوونه ئې
٨٤- حَدَّثَنَا سُلَيْمَانُ بْنُ
حَرْبٍ قَالَ حَدَّثَنَا شُعْبَةُ عَنْ أَيُّوبَ قَالَ سَمِعْتُ عَطَاءً قَالَ
سَمِعْتُ ابْنَ عَبَّاسٍ قَالَ أَشْهَدُ عَلَى النَّبِيِّ٭ - أَوْ قَالَ عَطَاءٌ
أَشْهَدُ عَلَى ابْنِ عَبَّاسٍ- أَنَّ رَسُولَ الله٭ خَرَجَ وَمَعَهُ بِلاَلٌ،
فَظَنَّ أَنَّهُ لَمْ يُسْمِعِ النِّسَاءَ فَوَعَظَهُنَّ، وَأَمَرَهُنَّ بِالصَّدَقَةِ،
فَجَعَلَتِ الْمَرْأَةُ تُلْقِى الْقُرْطَ وَالْخَاتَمَ، وَبِلاَلٌ يَأْخُذُ فِي
طَرَفِ ثَوْبِهِ. (بخاري: 98)
٨٤- له ابن عباس ﷶ روايت دئ چي: يو
ځل رسول الله٭ په داسي حال کي (د نارينه وو له ليکو يا منځ نه) ووت چي بلال ﷻ هم
ورسره وو (ښځو ته ورغى) گمان ئې وكړ چي ښځو د ده وعظ او نصيحت نه دئ اورېدلى، نو
هغوى ته ئې وعظ وکړ، د صدقې ورکولو امر ئې ورته وکړ، نو ښځو خپلي لښتۍ او گوتي د
صدقې په توگه اچولې او بلال ﷻ په خپلي لمن کي راټولولې.
دا روايت په بخاري كي ديارلس ځلي
نور په دغو شمېرو راغلى: 962، 964، 975، 977، 979، 989، 1431، 1449، 4895، 5249،
5880، 5881، 5883، 7325
توپير: په پورتني كي دا نه دي ويل
شوي چي ښځو ته له وعظ مخكي لمونځ شوى، بيا خطبه وركړى شوې، خو په ځينو نورو كي دا
مطلب ويل شوى، په دې كي دا هم نه دي ويل شوي چي د بلال په څادر يا لمن كي به ئې
خپلي گاڼې غورځولې خو په نورو كي دا مطلب هم راغلى، په يوه كي يوازي دومره ويل شوي
چي د عيد لمونځ مي له رسول الله صلى الله عليه و سلم، ابوبكر، عمر او عثمان ﷸ سره
كړى ټولو به له خطبې مخكي لمونځ كاوو.، په يوه كي دا هم ويل شوي چي رسول الله٭ د
الممتحنه د سورې دا آيت ولوستو: (يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا جَاءَكَ
الْمُؤْمِنَاتُ يُبَايِعْنَكَ ) الا~يَةَ كله چي ترې فارغ شو نو وئې فرمايل: آيا
تاسو همدا بيعت كوئ؟ يوې ځواب وركړ چي هو؛، په يوه كي ويل شوي چي د كمكي اختر لمونځ
ئې وكړ او په بل كي راوي شك كوي چي د كمكي اختر كه د لوى اختر لمونځ.
د دې روايت په اړه څو خبري توجه
غواړي: د دې روايت په اصلي مطلب هلته سم پوهېدى شو چي نور روايات هم وگورو، د نورو
رواياتو په رڼا كي راته جوته كېږي چي دا د اختر لمونځ وو، پيغمبر عليه السلام لومړى
لمونځ كړى، بيا ئې خطبه ويلې، بيا د خلكو له منځه تېر شوى او د ښځو د لمانځه ځاى
ته ورغلى، هغوى ته ئې بيا وعظ كړى، د صدقې وركولو ته ئې هڅولې او هغوى خپلي گاڼې
صدقه كړې.
دا او دې ته ورته گڼ شمېر روايات ښيي
چي د پيغمبر عليه السلام په دوران كي ښځو د جماعت په لمونځونو كي شركت كولو، د ودرېدو
ځاى ئې بېل او د نارينه وو تر شا وو، پيغمبر عليه السلام د هغوى روزني ته خاصه
توجه كوله، د اختر په لمانځه كي له عامي خطبې وروسته د ښځو خوا ته ورغلى او هغوى
ته ئې بيا وعظ كړى. خو متأسفانه اوس حالت داسي دئ چي ښځي مېلو، ودونو، زيارتونو ته
تلى شي، نه خاوندان او خپلوان پرې اعتراض كوي او نه واعظان، خو جومات ته ئې تگ
ممنوع دئ!! څوك چي وايي اوس د فساد او فتنو دور دئ نو ځكه جومات ته د ښځو تگ ښه نه
دئ!! هغوى ته وايو:
·
له فساد او فتنو د ښځو د مخنيوي
لار خو دا ده چي هغه جومات ته راشي او وعظ واوري.
·
څوك وايي چي د پيغمبر عليه السلام
په وخت كي تر نن فتنې لږ وې؟! دا خبره يوازي هغه څوك كولى شي چي له حقائقو بې خبر
وي، په مدينه كي ښځي هغه مهال جومات ته تللې چي محدود شمېر كسانو ايمان راوړى وو،
قرآن وايي چي ډېر ځلي به منافقينو، مرجفينو او د بيمارو زړونو خاوندانو هغه ښځي ځورولې
چي جومات ته به تلې، د دغو مفسدينو له امله ئې ښځي جومات ته له تلو منع نه كړې
بلكي امر ئې ورته وكړ چي له جلباب سره جومات ته ولاړي شي.
·
آيا څوك دا حق لري چي ووايي: اوس د
فتنې دور دئ نو ښځي دي حج نه كوي، يا د حج په دوران كي دي مخ او لاسونه هم پټوي؟
كه دا حق نه لرو نو له جومات ئې څنگه منع كوو؟ رسول الله٭ خو د خپل مبارك ژوند په
وروستيو شېبو او په خپلو وروستنيو خطبو كي فرمايلي: كه ستاسو ښځي غواړي چي په
جومات كي لمونځ وكړي نو مخنيوى ئې مه كوئ!!!
·
څوك چي وايي د عمر ﷻ په وخت كي دا
پرېكړه وشوه چي ښځي دي جومات ته نه ځي! هغوى ته وايو: دا نه د يوه حكم د تغيير په
معنى اخيستى شو او نه د تعطيل په معنى، يوازي دومره ويلى شو چي كه دا ادعاء صحيح
وي نو دا پرېكړه هغه مهال د خاصو ظروفو او شرائطو په وجه شوې، داسي نه ده چي د دې
پرېكړي مخالفت حرام او ناجائز وي او نن چي د اسلام او مسلمانانو مصلحت دا تقاضاء
او غوښتنه كوي چي د ښځو ديني او اخلاقي روزني ته لازياته توجه وشي او له نورو
خواوو ئې مخ جومات ته واړوو نو دا كار حرام او ناروا وگڼو!! حرام هغه دي چي الله
تعالى او د هغه رسول حرام كړي.
كه رسول الله٭ ښځو ته ويلي وى چي
ستاسو لمونځ تر جومات په كور كي غوره دئ نو يوه ښځه به هم جومات ته نه وه تللې، د ښځو
له عمل او د رسول الله٭ له ويناوو معلومېږي چي د پيغمبر عليه السلام تر رحلت پوري ښځي
جومات ته تلې، او رسول الله٭ په خپلي وروستۍ خطبې كي دا سپارښتنه كړې ده چي كه ښځو
غوښتل جومات ته ولاړي شي مخنيوى ئې مه كوئ، رسول الله٭ حتى د عمر ﷻ دا مطالبه ونه
منله چي ويل ئې: يا رسول الله! خپلي مېرمني دي بهر ته له وتلو منع كړه، رسول الله٭
له څه ځنډ وروسته وفرمايل: ما ته وحي شوې چي دوى منع نه كړم. موږ يوازي د دومره څه
ويلو حق لرو چي ووايو: جوماتونه بايد داسي جوړ شي چي هم د ښځو د لمانځه ځاى بېل وي
او هم ئې د تگ راتگ لاره بېله وي، خو هغه حلال كار نشو حرامولى چي رسول الله٭ نه
دئ تحريم كړى.
نقشبندي پر دې هم اعتراض لري چي
ولي په حكمة البارئ كي ليكل شوي چي په سفر كي د دوو وختونو لمونځ (ماسپښين او
مازديگر، او ماښام او ماخستن) يو ځاى كول جائز دي!!
دې جناب ته وايو: ته كه له دې سره
موافق نه يې نو د دې معنى خو دا ده چي نه د امام بخاري ﷼ رأيه منې او نه هغه
روايات چي په بخاري كي په دې اړه راغلي، امام بخاري په جمع صلاتين باور لري او هغه
روايات ئې راوړي چي همدا خبره په كي راغلې، نو ته سره له دې څنگه پر نورو دا
اعتراض كوې چي د بخاري شريف روايات نه مني؟!!! د بخاري د رواياتو او آراءو لوى
منكر خو همدا ته په خپله يې!!
كاش تا داسي دلائل هم وړاندي كړي
وى چي له مخي ئې جمع صلاتين ناجائز ثابت شي، آيا پوهېږې چي په دې اړه د څلورو
مذاهبو د امامانو له ډلي درې ئې يوه لوري ته دي او يو بل لوري ته، آيا يو خدايپال
انسان دا جسارت كوي چي دغو ائمه وو او د هغوى رأيي ته په سپكه سترگه وگوري، هغه هم
په داسي حال كي چي هيڅ دليل نه لري!!
راشئ د حكمة البارئ هغه برخه هم وگورو
چي نقشبندي ئې د اعتراض وړ بولي پرته له دې چي كوم دليل وړاندي كړي:
\"د لمانځه لپاره اوقات ټاكل
شوي، هر لمونځ په خپل خپل وخت اداء كول فرض دي. مخكنى رخصت د يوه ضرورت له مخي
موقت رخصت وو، په عادي حالاتو كي به هر لمونځ په خپل ټاكلي وخت ترسره كوئ. خو د
سفر او خوف په حالت كي به دا له خپل ټاكلي وخت لمونځ مخكي يا وروسته كول څنگه وي؟
په دې هكله دوه رأيي دي: د ماسپښين او مازديگر لمونځونه، يو ځاى او په يوه وخت كي،
يو په بل پسي، په يوه آذان او دوه اقامته اداء كول او د ماښام او ماخستن لمونځونه
همداسي، لكه څنگه چي د حج په دوران كي، په عرفات كي د ماسپښين او مازديگر لمونځونه
يو ځاى او په مزدلفه كي د ماښام او ماخستن لمونځونه يو ځاى اداء كېږي، دوهمه رأيه
دا ده چي له حج پرته په نورو سفرونو كي د دوو لمونځونو يو ځاى كول بايد داسي وي چي
يو په خپل آخري وخت كي او بل په خپل لومړني وخت كي همداسي يو ځاى اداء شي، دې ته
صوري او شكلي جمع صلاتين وايي، دا د احنافو رأيه ده، له احنافو پرته نور ټول مخكنى
صورت غوره گڼي او له دې لحاظه د حج او نورو سفرونو ترمنځ په توپير باور نلري، د دې
لپاره څو دلائل وړاندي كوي: 1- د لمونځونو صوري جمع تر دې ډېر گران كار دئ چي هر
لمونځ په خپل خپل وخت او بېل بېل اداء شي، دوه لمونځونه يوه وخت ته رابرابرول او
هغه هم په سفر كي گران كار دئ، قصر او جمع صلاتين خو د تخفيف لپاره دي، د هر لمانځه
لپاره پراخ وخت ټاكل شوى، صوري جمع دا پراخوالى او سهولت له منځه وړي او په يوه
محدود وخت كي ئې راخلاصه كوي. 2- په سفر كي لمونځ رامخكي كول يا وروسته كول داسي
دئ لكه چي د مسافر او مريض لپاره دا رخصت وركړى شوى چي روژه بل وخت او د كال نورو
ورځو ته وځنډوي، روژه د لمانځه په څېر ثابت وخت لري خو د مسافر او مريض لپاره ئې
دا سهولت وركړى. 3- د حج په موسم كي دوه جمع صلاتين لرو، يو ئې په عرفات كي د ماسپښين
او مازديگر لمونځ د ماسپښين په لومړي وخت كي او بل ئې په مزدلفه كي د ماښام او
ماخستن لمونځ د ماخستن په وخت كي، كه د حج په حالت كي او د عرفات او مزدلفې په
مقام كي جائز وي نو په نورو وختونو كي خو په اولٰى درجه جائز دئ.
احناف هم جمع صلاتين جائز گڼي خو
داسي چي مخكنى لمونځ به په خپل آخري وخت كي او ورپسي لمونځ به په لومړي وخت كي يو
په بل پسي اداء كېږي، دې ته جمع صوري وايي، نور مذاهب جمع حقيقي جائز گڼي.
په داسي حال كي چي د لمانځه د
توقيت په اړه دا آيت ډېره واضحه لارښوونه كوي او په داسي حال كي چي د پيغمبر عليه
السلام سنت زموږ مخي ته پروت دئ، هغه مبارك نږدې اتلس زره لمونځونه په مدينه منوره
كي كړي، د مدينې په سلگونو او زرگونو اوسېدونكو پنځه وخته آذان اورېدلى، د پيغمبر
عليه السلام په امامت كي ئې د جماعت لمونځ ليدلى، د آذان او اقامت الفاظ ئې اورېدلي،
د ده او اصحابو د لمانځه كيفيت ئې ليدلى او دا ټول د مدينې مسلمانانو يو په بل پسي
له يوه بل نسل ته انتقال كړي، خو سره له دې گورو چي ځيني ټول لمونځونه په يوه وخت
كي كول هم جائز گڼي، له سفر او خطر پرته په عادي حالت كي د ورځي پنځه لمونځونه په
درې وختونو كي ترسره كول هم جائز گڼي، ځان ته د آذان خاص الفاظ او د لمانځه خاص
ترتيب او تركيب لري او د خپل مسلك په هكله هومره تعصب لري چي په بل كيفيت او هيئت
كي لمونځ ورته لمونځ نه ښكاري، د بل مسلك په امام پسي لمونځ كول جائز نه گڼي، د
هغه په آذان روژه نه ماتوي او حتى هغه مسلمان نه گڼي. اى كاش ټول امت لږ تر لږه په
دغسي واضح مسائلو كي له اختلاف لري پاته شوى وى، د قرآن صريح نص، د پيغمبر واضح
سنت او د مدينې د مسلمانانو د لمانځه هيئت او كيفيت ئې د ملاك په توگه منلى وى.
جناب نقشبندي! حنفي مذهب د يوه
مسلك نوم دئ نه د يوه كس د آراءو نوم، په دې مسلك كي شاگرد د خپل امام او استاد له
رأيي سره مخالفت كوي او استاد د شاگرد دلائل قبلوي او له خپلي رأيي تېرېږي، وروستني
راځي او په ډېرو مواردو كي د شاگردانو رأيه ارجح گڼي، په دې سره هغوى له حنفيت نه
دي وتلي، ته خلك د ړندو فتواگانو د سوټي په زور له مذهب مه باسه، كه همت لرې نو يو
څو كسان دين ته راوبله، په خپله د دين په حقيقت ځان پوه كړه او بل پوه كړه، متأسفانه
تاسو د خلكو په كافر كولو كي مخكي يئ خو د خلكو د مسلمانولو كمال او هنر نه لرئ، تاسو
هغه څه وايئ او كوئ او د دين او مذهب داسي تعبير او تصوير وړاندي كوئ چي خلك له
دين او مذهب بې زار شي.
جناب نقشبندي! د دې ليكني په پاى
كي مجبور يم درته ووايم: ته چېري او د حكمتيار صاحب پر ليكنو اعتراض چېري!! ستا
سويه او د پوهي كچه تر دې ډېره ډېره ټيټه ده چي د ده پر كومي ليكني اعتراض وكړې!! افسوس
د هغه چا په حال چي تعصب او عناد ئې سترگي ړندې كړې، د حق له پېژندو او منلو ئې
عاجز كړى، نه د قرآن آيتونو ته اعتناء كوي، نه د رسول الله ﹽ احاديثو ته او نه
عقلي او نقلي دلائلو ته، يوازي هغه خبره مني او كوي چي د ده شيطان ئې ورته خوښوي،
له مؤمن، مجاهد او داعي الى الحق سره دښمني كوي او په ضد ئې پوچه خوله كاروي او
ښكنځلي ورته كوي، خو كافر ته تسليم دئ، نه د كافرانو په لاس د مظلومو مسلمانانو پر
وژلو اعتراض كوي او نه د دين د دښمنانو له لوري پر اسلام او د الله تعالى پر كتاب
د بربنډ او پرله پسې تېري په وړاندي كوم غبرگون ښيي، په خپلي مورنۍ ژبي د يوې سمي
جملې او يوه عادي خط له ليكلو به عاجز وي خو له ځانه به ئې داسي مفتي جوړ كړى وي چي
د كفر ټاپه ئې په لاس كي او تر اصلي كافر وړاندي ئې د اصلي مؤمن پر تندي وهي!! والسلام
على من اتبع الهدى.
د اولی
برخی پای
حبيب الرحمن حكمتيار