
احساس مې هروخت ژاړي او دا زړه مې هروخت ژاړي
د سـتا پــه بــیلـتانه کې خیال لیمه مې هر وخت ژاړي
زه چـــې مـســافــــــر شــم پــه ژړا د کــلـي لاړ شــم
بیـلتون کې مې نور څوک ژاړي هغه مې هروخت ژاړي
مــــــا چې د هــجران څپیړې وخـوړې پــه مــخ بــانــدې
غــزل مې هــروخت ژاړي او مـاغــزه مې هــروخت ژاړي
خــواره چــې ســره اورونــه د بــاردو شي پــه ګـل وطن
په حــال ددې وطن زمـــا دنــګ غــره مې هـروخت ژاړي
ویــنې چې خوستی پــه دغـــه خــاوره کــې زه ووینـم
طبیعت مې په ژړا شي ځان خفه مې هــروخت ژاړي Unlike · · Unfollo