زموږ ورځې

زموږ ورځې هم تیارې دي لور په لور
په اوږو مو جنازې دي لور په لور
خپل پردي یو یو له بله سره ورک
د باردو سرې لمبې دي لور په لور
خور په سمه غره لوګی ده د باردو
د ولس مو سترګې سرې دي لور په لور
یو په بل پسې خبرې بد رد ویل
عجیبه غوندې کیسې دي لور په لور
د بمونو د کارتوسو کړنګهار دی
شولې ډکې هدیرې مو لور په لور
دې حالاتو کې غریب ټوکر ټوکر شو
خو د بعضو بیا مزې دي لور په لور
خوستی وسوم بیلتانه بې اب بې اوره
د تن غوښې مې پخې دي لور په لور