د کرزي پيغورونه د حقيقت په هنداره کې!

  د نیکمرغه کوچني اختر په ورځ کرزي د ددې پر ځای چې ولس او نړیوالو ته د خپلې ښې! حکومتدارۍ کوم واضح پیغام ولري، په تېرو دولسو کلونو کې د اشغال تر سیوري لاندې د خپلو کړو وړو په اړه کومه د پام وړ لاسته راوړنه یاده کړي، کوم څه چې تر ننه يې نه دي درلودلي، د زړې بوډۍ په څېر یې داسې پیغورونو ته مخه کړه کوم چې له حقیقت نه سره اړخ نه لګوي.
  دا خو له هېچا پټه نه ده چې کرزی له لومړۍ ورځې د امریکې او ور سره ملګرو په پيرزوینه افغانستان ته په داسې حال کې راوستل شو چې شاوخوا امریکايي باډيګاردان ترې را چاپیر وو!! او تر ننه پورې یې د کور حراست د همغوی پر غاړه دی! خو د حیرت او تعجب ځای دا دی چې دی څه رنګه او په کوم منطق د افغان مجاهد ولس ريښتیني بچیان د پردیو په لاس کې ګڼي!
  نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې طالبانو ته پیغور ور کړ چې پردیو مو بیرغ ښکته کړ او لوحه مو یې لیرې کړه!
په دې اړه لاندې کرښې د پاملرنې وړ دي:  
  د موثقو معلوماتو له مخې د طالبانو بیرغ او لوحه د هغوی په موجودیت کې نه دي لیرې کړای شوي، کله چې ته ښاغلی ( کرزی ) خپلو بادارانو ( امریکایانو ) ته په ژړا شوې چې طالبانو ولې بیرغ پورته کړ او ولې یې لوحه ولګوله!  هغوی ستا اوښکو ته په کتو سره هڅه وکړه چې بیرغ او لوحه لیرې کړي، مګر  طالبانو یې کلک مخالفت وکړ! دا یې په هېڅ ډول و نه منله چې بیرغ او لوحه دې لیرې کړي!
  کله چې طالبان پوه شول چې امریکا سوله نه غواړي نو په همغه سبا یې قطر هېواد ته وویل چې مونږ نه بیرغ لیرې کوو او نه لوحه، که څوک غواړي چې بیرغ او لوحه دې لیري شي، نو دا تاسو، دا مو کلي ګانې او دا مو ودانۍ! مونږ په هېڅ صورت ددفتر له پاره داسې ودانۍ نه غواړو چې خپل بیرغ او نوم مو چې دټولو نړیوالو انساني قوانینو له مخې زمونږ مسلم، ثابت او قانوني حق دی نه وي پکي.
  د یوې موثقې منبع له قوله، کله چې طالبانو ددفتر کلي ګانې قطر ته وسپارلې، له هغه وروسته بیا بیرغ او لوحه ایسته شوي، نه طالبانو خپله لیرې کړي او نه د طالبانو په موجودیت کې لیرې شوي دي.
  اوس نه پوهېږم چې کرزی په کوم اساس طالبانو ته پیغورونه ور کوي چې بیرغ او لوحه مو لیرې کړل شول!؟ طالبانو ته به هغه وخت د پیغور ځای و چې ددوی په لاس او یا ددوی په شتون کې بیرغ او لوحه لیرې کړای شوي وای، دا چې دوی کلي ګانې ور وسپارلې اودفتر یې وتړلو له هغه وروسته  که هر څه کېږي دوی ته کوم پیغور نه شي کېدای، ځکه چې له دې وروسته قانونا نوموړی ځای ددوی نه دی! په دې صورت کې دغه ودانۍ او یوه بله عادي ودانۍ یو حیثیت لري! په پوره یقین سره چې په دې صورت کې طالبان په هېڅ ډول ددې مسول نه شي بلل کېدای چې ولې له نوموړې ودانۍ نه بیرغ لیري شوی او یا ولې لوحه ترې لیرې شوې ده؟
  طالبانو ددیپلوماسۍ د اصولو په رڼا کې په هېڅ صورت ماته نه ده خوړلې او نه کوم پیغور ورته متوجه کېدای، ځکه د انساني او اسلامي تاریخ په رڼا کې ددیپلوماسۍ په ډګر کې وهل او ټکول نشته، د یپلوماسۍ په داصولو په رڼا کې باید دیپلوماتیک چلن وشي کوم چې طالبانو وکړ!
   پیغور به هغه وخت و چې طالبانو په خپل لاس پورته کړی بیرغ په خپل لاس بیرته ښکته کولای، او یا دفتر ددوی په لاس کې وای او څوک راتلی بیرغ او لوحه یې لیرې کولی، کوم څه چې نه دي شوي.
  او که فرض کړو چې دا د طالبانو لپاره یو پیغور کېدای شي، نو بیا په دې خبره غور په کار دی چې دا کار چا وکړ؟ آیا دا خپله کرزي و نه کړ؟ او کرزی بیا وايي چې دا پردیو وکړ!
  په رښتیا هم چې دا کار پردیو وکړ مګر کم اصله پردیو! چې په راس کې یې خپله کرزی راځي!
  د پوښتنې ځای دا دی چې کرزی ولې له ډېر ځنډ وروسته اوس وايي چې دا کار پردیو وکړ؟ په لومړي سر کې یې اعلانونه کول چې دا کار ما وکړ، د هېواد د تجزيې په اړه مې لویه دسیسه شنډه کړه! او اوس وايي چې دا کار پردیو وکړ؟
  په دې کې حکمت دا دی چې کرزی خپله هم ښه پوهېږي چې ډېر ستر جنایت او لوی خیانت یې وکړ! ځکه د اسلام له  مقدسې کلیمې سره یې مخالفت وکړ! دسولې هغه تاندې او نازکې هیلې یې ووژلې کومې چې ټول ولس یې ټوکېدو ته سترګې په لاره و.
دا ټولو ته معلومه ده چې په بیرغ کې پرته له مقدسې کلیمې بل هېڅ کومه نښه نښانه نه وه، یوازې ( لا اله الا الله محمد رسول الله ) پرې لیکل شوي وو، او دا د ټولو مسلمانانو هغه اتفاقي کلیمه ده چې که چا شک او شبهه پکې وکړه د اسلام د مبارک دین له دایرې څخه خارجېږي!
  کرزی اوس غواړي په دې توګه خپل ځان له دغه تاریخي او نه بښونکي جنایت څخه مبرا وښيي، ځکه که په راتلونکې کې خدای ناخواسته دداخلي جګړو په پیل کېدو سره د افغان ولس وینې بهېږي نو مسولیت به یې د کرزي پر غاړه وي، دا به راتلونکي نسلونه په تاریخ کې لولي چې دامریکایانو انډیوال کرزي چې ځان یې مسلمان هم باله له ( لا اله الا الله محمد رسول الله ) سره مخالفت وکړ! امریکایانو که دا کار کولو ثابته خبره ده چې هغوی کفار دي، نه په مقدسه کلیمه ایمان لري او نه په پاک قرآن، کرزیه! ته چې ځان په همدغه کلیمه مسلمان بولي ولې دې مخالفت ور سره وکړ؟ او له مقدسې کلیمې سره ستا دمخالفت معنی څه کېدای شي؟
  ته که اوس هر څو ووايي چې دا کار پردیو وکړ، ما نه دی کړی، خلک یې نه در سره مني، ټولو ته معلومه شوه او معلومه ده چې د ( لا اله الا الله محمد رسول الله ) مخالفت تا و کړ، او کفار هم تا وهڅول!  که نه، هغوی خو منلې وه،  که دې له لوحې سره مخالفت کړی وای یوه لار، مګر له کلیمې سره دې مخالفت په کوم اساس وکړ؟
  که نور هېڅ نه وای کم تر کمه تا باید د یو کمزوري او بې غیرته مسلمان افغان په حیث دا مخالفت له دې وجې نه وای کړی چې آخر دا کلیمه خو یوازې د طالبانو نه ده، د ټولو مسلمانانو ده، او دا دې بیا ضمیر او وجدان څه رنګه برداشت کولی شوای چې کفارو ته ووايي چې د مسلمانانو مقدسه کلیمه لیرې کړئ! که یې نه لیر کوئ نو بیا زه نه افغانستان در باندې خرڅوم! او نه د افغان مجاهد ولس پر سر سودا در سره کوم!
  په دې پوهېږې چې تا په دغه مخالفت سره کفارو ته داسې وویل: چې تاسو د مسلمانانو مقدسه کلیمه لیرې کړئ، زه به یې په بدل کې خپله خاوره او خپل ولس در باندې خرڅ کړم! ته پوهېږې چې څومره ګټه دې کړې ده! د مسلمانانو د مقدسې کلیمې  د سپکاوي په مقابل کې دې افغان ولس او افغان خاوره د تحفې په ډول کفارو ته ور کړل!
  په تاریخ کې که نورو ستا په څېر ګوډاګیانو خاوره خرڅه کړې ده، یا یې د ولس پر سر سودا کړې ده، هغوی تر تا ډېر هوښیار و، ځکه هغوی د یو تاریخي او ملي خیانت په بدله کې  د اسلام له دښمنانو څخه یا پیسې اخیستې دي او یا یې چوکۍ ترې اخیسته ده، اګر چه دا هم بالکل سراسر یوه تاواني لوبه ده، مګر ددنیا یو څه ګټه پکې شته.
  تا ناولې خو نه ددنیا ګټه وکړه او نه د آخرت، نه یې پیسې در کړې او نه چوکۍ در کوي څو میاشتې وروسته به څوک کوڅې هم نه در باندې جارو کوي!
  کرزي دخپل دغه ناولي جنایت د پټولو او ځان سپین باز ښودلو په موخه  یوه بله ډرامه را پورته کړه، او هغه دا چې طالبانو غوښتل د نوموړي دفتر له لارې هېواد تجزیه کړي! ځکه یې ده ښاغلي مخالفت وکړ! هغه چې وايي دروغګو حافظه ندارد! که ته په خپله خبره کې ریښتونی وای اوس به دې نه ویل چې دا کار پردیو وکړ، لکه په لومړي سر کې دې چې د نیشي په حالت ویل چې ما د هېواد دتجزیې دسیسه شنډه کړه د اختر په ورځ به دې هم همغه سندره زمزمه کوله! دا چې اوس دې سندره بدله کړه نو معلوم شد که ملا نیستي!
   تر ټولو خنداوره دې لا پسې دا چې وايې که ملا محمد عمر په رښتیا د هېواد تجزیه نه غواړي نو جنګ دې بس کړي! دا ببولاله خو دې چې لږ مخکې بللې وای! اوس چې نور دې کیسه په ختمېدو ده هوښیار شوې! ته دومره ساده یې چې په دې هم نه پوهېږي چې د ملا محمد عمر جنګ له تا سره دی که له امریکې سره؟ هغه وخت چې د ملا محمد عمر او امریکې جګړه پیل کېده ته بیده وې! ته په دې نه ارزي چې څوک خبرې در سره وکړي، دا خو لا څه چې جګړه در سره وکړي، ځکه ته د خپل ځان واک نه لرې! او دا حقیقت تا خپله ښه درک کړی، ځکه خو دا ستا له لیونتوب پرته په بل څه دلالت نه کوي چې وايې که ملا محمد عمر جګړه نه بس کوي نو زه خلکو ته اعلان کوم چې هېواد تجزیه کوي! جګړه به هغه څوک بس کوي چا چې پیل کړې ده، که ته په رښتیا جګړه نه غواړې نو لکه څنګه دې چې دې د سولې د وژلو لپاره اوباما ته وژړل دغسې د جګړې د وژلو لپاره هم ورته وژاړه تر څو هغوی لاړ شي او جګړه بس شي!
  ته کله سوله غواړې؟ افغان ولس هغه وخت ته پېژندلی وې چې د سولې او آرامۍ لوی دښمن یې کله دې چې د امریکايي یرغل پر مهال له طالبانو سره ژمنه وکړه چې تاسو جګړه مه کوئ وسله پر ځمکه کېږدئ زه مو ضمانت کوم چې کورونو ته به مو روغ او جوړ ور سېږئ، په شمال کې محاصره زرهاوو طالبانو چې د ژوند تر وورستۍ سلګۍ پورې د جهاد تصمیم نیولی وو ستا په غوړه او مکاره خوله یې باور وکړ، تا ددې پر ځای چې له هغوی سره په کړې ژمنه دې وفا کړې وای ټول دې لاس تړلي خونخوار دوستم او وحشي امریکایانو ته په لاس ورکړل او هغوی په داسې وحشت سره شهیدان کړل چې د نړۍ کفار ورته حیران شول، په غربي پارلمانونو کې د انساني عاطفي له مخې د دغه مظلومانو پر حال ژړاګانې وشوې مګر په تا یې هېڅ اثر ونه کړ!
دا دمقدسې کلیمې آزار و چې ټولې نړۍ ته الله جل جلاله و شرمولې، مخکې به دې ویل چې ای کاش د طالبانو یو آدرس راته معلوم وای زه به خپله ملا محمد عمر آخوند ته ورغلی وم، د سولې پیغام به مې ور وړی وای، خو څه وکوم چې آدرس یې نه دی را معلوم، دا چې ته په خپله خبره کې درواغزن وې الله جل جلاله غوښتل ستا منافقت ټولې نړۍ ته وښيي، اوس ته ټولې نړۍ په ځانګړي ډول خپل ولس ښه و پېژندلې چې څوک یې! ته سوله غواړې او که دسولې لوی دښمن یې!  دا چې له تا نه لار ورکه شوه، په هغه وخت کې دې ویل چې طالبان خو هېواد تجزیه کوي، اوس چې پوه شوې چې دا خو مې لوی جک ووهل بیا دې دسولې ډنډورې پیل کړې، او وايي چې دا کار پردیو وکړ!
سوله هغه وخت راځي چې ستا یاران خپلې کډې بار کړي، او چې  هغوی خپلې کډې بار کړي بیا به ستا ناز څوک اخلي؟! ځکه خو ته سهار او بیګاه زارۍ ورته کوې چې ګورئ لاړ نشئ، کله چې هغوی ووايي چې مونږ ټو ځو سمدستي ستا ماڼۍ په خوځېډو شي، په یوه منډه دې ویاندویان رسنیو ته راووځي چې نه، نه، خدای دې نه کړي، داسې ونه کړئ، او خلکو ته وايي چې دوی ټول نه ځي، د دوی مطلب دا نه و چې ټول به ځي، تاسو سم پوه شوي نه یاست!
  په دې خو لیونی هم پوهېږي چې ستا په شمول هر څوک به د هېواد تجزیه ومني، مګر طالبان په هېڅ ډول دغه تاریخي او ملي خیانت نه شي زغملی، ځکه طالبانو له لومړۍ ورځې تر ننه پورې د اسلامي ارزښتونو او دهېواد د خپلواکۍ او یووالي لپاره په لس هاوو بلکې په سلهاوو زره د سرونو قربانۍ ور کړې دي، او دا هغه حقیقت دی چې ټوله نړۍ پرې ګواه ده.
  که طالبانو د هېواد دتجزیې په بیه چوکۍ تر لاسه کول غوښتلی نو په لومړي سر کې یې که له امریکایانو سره ۱۰٪ هغه څه منلي وای چې تا ٪۱۰۰  کې ور سره ومنل نو هم به یې واک په لاس کې وو، هم به میلیونران شوي وای، او داسې نه چې دوی په دې نه پوهېدل، دوی په دې له تا نه ښه پوهېدل، مګر ضمیرونو یې د ایمان او خاورې خرڅول نه شوای برداشت کولی!
  دا تشې د خولې خبرې نه، بلکې هغه ریښتوني حقیقت دی چې راتلونکی به یې ثابت کړي چې هېواد څوک تجزیه کوي؟!
 سید ولي حامد