
08.08.2013
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د جنازې لمونځ پر وخت ځانمرګی
برید شوی دی چې په کې د کوټې د پولیسو یوه لوړ پوړي چارواکي په ګډون ۱۲
کسان وژل شوي دي.
د پولیسو ویاند شهزاده فرحت خبري رسنيو ته ویلي، چاودنه
نن ماسپښین د کوټې په پولیس لاین کې هغه وخت وشوه چې خلکو د یوه اېس اېچ او
محب الله د جنازې تیاری کولو.
فرحت د دې خبرې تصدیق کړی دی چې په برید کې د کوټې ډي آی جي (آپرېشنز) فیاض احمد سنبل وژل شوی دی. په دې بريد کې ۱۱ نور کسان هم ووژل شول او یو شمېر ژوبل شول چې روغتونونو ته رسول شوي دي.
اېس اېچ او محب الله د زیارت (پنجشنبې) پر سهار د کوټې په عالمو چوک کې وژل شوی وو.
تر اوسه د پېښې پړه چا نه ده منلې.