
دزړه له کومې دکوچني نيکمرغه اخترمبارکي ټولومسلمانانوته اوپه خاصه توګه غيورواوباتوروافغانانوته وړاندې کوم٠
اختره!دادې څه انصاف دی،دخوښئ په ورځ خفګان راوړېمونږته خوښي نه راوړې اختره،وير پریمان راوړی
مونږدرته شېبې شېبې شميرو،چې بيا اخترراځيراشې خوهرکورته مودغم نوی داستان راوې
مونږ درنه اختره!دخوښيوانتظارکووته اوس دخوښيوپه ځای ويرپه ارمغان راوړې
دلته اوس اختره!کونډې،بورې په پلتنوديهرې بورې مورته،دشهيدځوی مات ارمان راوړې
کونډه دشهيدميړه ،شهيدارمان ته وژاړينه خوښيږي تاته،په ژړاټول يتيمان راوړې
ته خوڅه زمونږپه څېرپه زړه زخمي زخمي نه ېېته ولې اختره،مونږته دردراوړې، فغان راوړې
کوړپه کوراختره،ټول زخمي زړونه سم وګورههېرنکړې چې بل ځل دې زخمونوته درمان راوړې
بل ځل که راتلې اختره،تش لاس دلته مه راځهمونږته به دځان سره،دسولې اطمنان راوړې
هله به دې زه قيام،ريښتينئ اختروبولمته چې دخوښيوزيرئ کورته دافغان راوړې
الحاج الهام الدين قيام