
د مبارکۍ پيغام!
په بريتانيا
کې د مېشتو افغانانو ټولنه، د سپېڅلي روژې په
پای کې ددې مبارک کوچني اختر په مناسبت، تاسو ټولو لروبرو او په نړۍ کې خوَرو افغانانو، په بريتانيا کې اوسيدونکو وطنوالو او د نړۍ يونيم مِليارد مُسلمانانو ته مُبارکي
وايي .
روژې،
پرهېزونه، لمنځونه او عبادتونه مو قبول
شه .
د ټولنی رهبري
هيئت تاسو ټولو قدرمنو ته، يوځل بيا، لمن نيسي او خواست کوي چې د سپيڅلتيا او دُعاګانو په دې مهال، د دې مبارک اختر د
لمانځه په پای کې زموږ په محبوب تاريخي هېواد افغانستان کې ددې روان
ملت وژونکي اوږده وحشي جنګ او نيواک د ختم، زموږ د تاريخي پراخ هېواد
د سرتاسري مِلي وحدت او ډېر مُستحکم، ډېر زورور
اوډېر عادِل او قانونسالار مرکزي حاکميت د تائمين او وُلسي ښېرازۍ دپاره دُعا وکړئ
.
د اختر لمونځ به د اختر
په اوله ورځ، د ګهيځ په لسوبجو، د پخوا په څېر، د ټولنیِ په مرکز
کې ترسره کيږي .
تر لمانځه،
دُعاوو او مُبارکيو وروسته، د ځوانانو د مېلو،ساتېريو او افغاني اتڼونو دپاره
وخت او ځای په پام کې نيول شوي دي .
دټولنیِ
پته :
West
Acton Community Centre
Churchill Gardens
London W3 0JN
020 8993 2129 & 020
8993 8168
سيدجان کارواني
په بريتانيا
کې د مېشتو افغانانو د ټولنیِ مشر