اختر

ژاړي راتــه وایـي چـی اخــتـر دی ولـــې نـه راځې ؟غـوڅ مـی در پسې د زړګي سر دی ولی نه راځې ؟
تا خــو وعـده کــړې وه چـی زه اخـتـر تـه بـیـا راځــمپــلاره څـه مـشکیل او څـه خبر دی ولې نـه راځې ؟
یــمـه غـریــو نـیـولـې بې لــه تـا لــکـه یتیم ښکارمپـلاره زړه د مـوم او کـــه حـجـر دی ولـې نـه راځې ؟
سـتـا خـوږه یـادونـه وچ د زړه تـه داسـی درد راکــړيحـاص لکه پـه زړه کی می خنجر دی ولې نه راځې ؟
پـــلاره تــنــهـا نــه یــم چــې ژاړیـــږم پــه ژړا دلــتـهڅــنـګ کی می ولاړ د ستا دلـبر دی ولې نه راځې ؟
څــومـره مـزه دار هـر مـازدیـګر بـه وو چی ته به وېاوس سپــیره پـیکه هـر مازدیګر دی ولې نه راځې ؟
سـتـا تــصویـر راواخلم کـلک یی ونیسم په زړه پورېستا تصویر می سترګې او ځیګر دی ولې نه راځې ؟
سـتا د راتـلـو لاری تـه زه سـتـړې پـه کــاتـو شـومـهپـلاره دا د څـــومـره اوږد سـفر دی، ولې نـه راځې ؟
خـونـد نه شته اخـتر کې بې له تا نه مونږه ټول ژاړو سـتایـادونـو جوړ پـه مـوږ مـحشر دی ولې نه راځې ؟ 
بې له تـا چې هــر طرف نــظر کــړمه خوستي پلاره ډیــر سپیره اختر سپیره سحر دی ولــې نه راځې؟ \"Photo: