
ننګرهار چی د پښتنی دود ، غیرت ، ادب ، پوهی او اقتصاد او
امنیت نمونه بلل کیده، نن سبا په وینو سور ،ټپی او ګوډ مات پروت دی! ننګرهار ټپی دی ، د هغه هر ټپ ناری او سوری وهی
او دهغه چغو دنیا لا پریږده آن آسمانونه په سر اخیستی دی خو د اوریدو والائی یوازی
هغه کسان دی چی لاسونه ئی تړلی یا تړل شوی ، آوازونه ئی خفه شوی او ..... کله چی دا حالات سړی ګوری نو ضرور به لاندی شعر
ور په یادیږی:
د غوڅو ژبو انبارونو کی به ځه ووائی دلته که سل ژبی لرئ هم بی زبانه به شی
ننګرهار دهیواد د تاریخ په اوږدو کی د هر غلیم د سترګو خار پاته شوی، نه
په ټولنیز ډول له چا بیرته وه او نه په اقتصادی ډګرکی ، دهیواد په تاریخ ،
کلتور ،او دولتی جوړښتونو باندی تل د ننګر هار او ننګرهاریانو دلیدنی وړ تاثیرونه
او اثر او رسوخ وه. ننګرهار ته به د هیواد له هر ګوټ نه سترګی پاتی وئ ، که به
هلته امن او ثبات وه ، او که به هلته مینه او انسان دوستی نو د ما په شان د ډیرو
زړه به ګرم وه او ویل به مو ، ځه که ډیر
پښتانه په تیارو کی دی ننګرهارمو هم بس دی!
خو نه پوهیدو چی ددی ولس او قام دښمنان به یوه ورځ زمونږ د ګلو هار داسی په
وینو لمبوی! زما ژړا د کوم چارواکی لپاره نده ،هغوی خو هسی هم ځوک ترنم ته ناست دی
، ځوک د زردشت ځای ناستو ته مبارکئ وایی او ځوک په راتلونکو کی د خپل ځواک د دوام
لپاره د وینو د نورو سیلابو په تمه دی.
څومره
تنظیم شوی کارونه د ویاړلی ننګرهار د ورانئ او بربادئ لپاره شوی. یو ځوک هلته
یوازی ددی لپاره والی دی چی په کندهار کی ښائی له هغه نه چا ته خطر جوړ شی ، امنیه
قوماندان یوازی ددی لپاره هلته ټاکل شوی چی...صاحب خفه کیږی، اولس د شورا وکیلان
هم باید خفه نشی او په محلی اداره کی ځوک ولری، تنطیمی جاګیردارانو خوله پخوا ددی
بیچاره ملت په ستونی پښه ایښی وه ، د ګمرک او نورو قاچاقی لارو د عوایدو د لویو
جیبونو خاوندان، پردی نوکران چی د تقوا په سپینو جامو کی ئی تل ددی قام وینی څښلی
او ....
نن چی د ګلو هار کی د ماشومانو په وینو جوماتونه او سرکونه ولمبیدل ، هغوی
چی د خپلو نا روا ګټو د ساتلو لپاره به ئی دوکانداران او ریکشا والان مظاهرو ته
راویستل چیرته دی؟ نه پوهیږم چی د دومره وینو احوال به چا بزم ته دننه هم وروړی وی
که نه؟