سرې لمبې

د ګــران وطن پــه سـمــه غــرونــو مــو لــمـبې بــلیـږي
پــه شـــنو ځــنــګـــلـونــو او کـورونـــو مـو لــمبې بلیـږي
خدایــه بې تــا نه نــور څــوک نه لـرو امـــداد مــو وکــړه
وچ پــه ټــــټــرو پــه ســـــرونـــــو مــو لـــمبـې بــلــیــږي
ګناه مـو نه شته خپل پـردي رابــاندې شــيندي بـــارود
پـه شـــنو فــصـلو او ســرو ګــلـونـو مــو لــمبې بـلیــږي
دا هــره ورځ د هـــرې خـــوا نــه پــښتــانـه مـــړه کـــیـږي
ځــکـه د زړونـــــو پـــه ســـرونــــو مــو لـــمــبـې بــلیــږي
د خــــپل نــــفاق او ځــانــځانــۍ د خـپل غــــرور دلاســه
پـــه خــــوشـالــۍ او اخــــتــرونـو مـــو لـــمبــې بــلیـږي
وایـــي خوستی چې مـونــږ اخـتر پــه ګــهیـځ ځـکـه ژاړو
چــې زخــمي زړو پــــه پــرهـــرونــو مـو لــمبې بــلیــږي\"د